BBC
 شاته

پر فېسبوک به خبرونه لږ او خبرې ډېرې وې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption فېسبوک موسس مارک زوکر برګ وايي، 'د خلکو تر منځ خبرې اترې او اړوند مواد ډېر مهم دي.'

فېسبوک یو نوی پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې پر مرکزي پاڼه یا نیوز فیډ د کاروبارونو، برانډونو او رسنیو د خبرونو پر ځای د کورنۍ غړو او ملګرو دوستانو تر منځ خبرو اترو ته ډېر اهمیت ورکول کېږي.

فېسبوک موسس مارک زوکر برګ وايي، 'د خلکو تر منځ خبرې اترې او اړوند مواد ډېر مهم دي. '

فېسبوک مني، چې دې سره به یې ښايي د پوسټونو یا پیغامونو مینه وال لږ شي. نوی بدلون به راتلونکو څو اونیو کې پلي شي. مارک زوکر برګ وايي:

''موږ له خلکو داسې نظر موندلی، چې ګنې د کاروبار، برانډونو او رسنیو په تړاو د ډېرو پوستونو له کبله د شخصي ژوند داسې شېبې ورکې شي، چې له یوه بل سره زموږ د اړیکو ټینګښت سبب کېدای شي. ''

نوموړی وايي ده او کاري ډلې یا ټیم یې پرېکړه کړې، چې فېسبوک باید د خلکو په ګټه وي. که کوم ولسي مواد وړاندې کېږي، هغه به داسې وي، چې د خلکو تر منځ د اړیکو پراختیا هڅونه ولري.

ښاغلی زوکر برګ وايي، دغو بدلونونو سره ښايي د خلکو فېسبوکي مصروفیت یا ښکېلتیا لږ شي، خو تمه مې دا ده چې خلک به له فېسبوک سره ګټور وخت تېروي.

ولې هلکان د نجونو په نامه فېسبوک جوړوي؟

د فېسبوک له لارې د ملګرتیا غوښتنه لېږل ځورونه ده؟

پېښور: د کور لګښت موندلو لپاره له فېسبوک نه ګټه اخیستل کېږي

هغه له دې مخکې یوه پیغام کې ویلي و، چې ۲۰۱۸ کال کې به فېسبوک سم کړي، ځکه په خبره یې دی غواړي خلک د فېسبوک پر پاڼو له استحصاله وژغورل شي او پر دغه پاڼه یې ښه وخت تېر شي.

نوموړي ویلي دغه راز به فېسبوک له توکمیزو دولتونو هم ژغوري.

مبصرین وايي، دا وروستیو کې د روسیې په ګډون یو شمېر دولتونو پر خواله رسنیو جوړ جاړي کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مبصرین وايي، دا وروستیو کې د روسیې په ګډون یو شمېر دولتونو پر خواله رسنیو جوړ جاړي کړي دي.

د هارورډ پوهنتون نیمن ژورنالیزم لابراتوار لورا هزارد اوین وايي:

''دا یو څرګند بدلون دی، دا به پر خپرندویانو برالا اغېز وکړي موږ به راتلونکي کې پر خپلو فېسبوکپاڼو خورا لږ خبرونه وینو. ''