د فلسطیني ماشومانو د نیولو وېډیو یومیلیون ځلې کتل شوې
پر خواله رسنیو هغه لانجمنه وېډیو کابو یو میلیون ځلې کتل شوې، چې الخلیل ښار کې اسرائیلي پوځيان پکې د یوشمېر فلسطیني ماشومانو په نیولو بوخت ښکاري.
الخلیل کې وروسته تر هغه خلک لارو کوڅو ته راووتل، چې ټرمپ قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ.
په دې ښار کې د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ اخ او ډب هم رامنځ ته شو.
پر خواله رسنیو د اسرائیلي - فلسطیني لانجې متخصص خبریال او فعال بین وایټ خپره کړې.
له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د نوموړي پر شخصي ټویټر دغه خپره شوې وېډیو نژدې یو میلیون کسانو کتلې ده.
پر وېډیو له ملنډو د ډکې تبصرې ژباړه: اسرائیلي پوځيان له ځانه په زړورتیا دفاع کوي، او د بې وسله فلسطیني ماشومانو له خوا د خطر مخه نیسي.
دا وېډیو د انګلستان پخواني لوبغاړي او د بي بي سي د مشهور Match of the Day لوبیز پروګرام خبریال ګیري لینیکر هم خپره کړې ده.
نوموړي دا وېډیو له شرم ډکه بللې ده.
د لینیکر پر ټویټ - چې تر ۱۵ زرو ډېر پر ټویټر لاس په لاس او بیا خپور شوی، اسرائیلو قوي غبرګونونه ښودلي.
د اسرائیلو د پوځ پخواني ویاند پیټر لیرنر لینیکر ته په خطاب کې پر دغې وېډیو خپرولو نیوکه کړې: "بښنه غواړم ګیري، تاسو کاملاً یوه نقطه هېره کړې. دغه ماشومان اړدوړ جوړوونکي دي او زموږ پر پوځيانو د ډبرو ګوزارونه کوي چې باید ودرول شي".
لینیکر - چې ټویټر یې تر شپږو میلیونو ډېر مینه وال لري - یې په ځواب کې لیکلي، دا خبرې د هغوی د نیول توجیه کېدای نه شي.