BBC
 شاته

اسرائیلو د سعودي شهزاده محمد بن سلمان ورغوښتی

د اسرائیلو د استخباراتو وزیر یسرائیل کاټز (کیڼ) له لومړي ویر بنیامین نتنیاهو سره د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسرائیلو د استخباراتو وزیر یسرائیل کاټز (کیڼ) له لومړي ویر بنیامین نتنیاهو سره

د اسرائیلو د استخباراتو وزیر یسرائیل کاټز یوې سعودۍ ورځپاڼې ته ویلي، له سعودي ولیعهد محمد بن سلمان یې اسرائیلو ته د سفر کولو غوښتنه کړې. ده ویلي، عربستان باید له خپل ستراتیژیک ملګري امریکا سره د ایران پروړاندې مبارزه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د سعودي عربستان له انټرنېټي ورځپاڼې "ایلاف" سره کړې، چې وايي دا مهال ایران لبنان کې د توغندیزو بنسټونو جوړولو په درشل کې دی او اسرائیل به "په هېڅ ډول د ایران دې کار ته اجازه ورنه کړي".

د اسرائیلو د استخباراتو وزیر وايي، هېواد یې اجازه نه ورکوي چې د سوریې له خاورې پر اسرائیلو بریدونه وکړي. هغه ویلي، له ایرانه سوریې ته د حزب الله ډلې لپاره به هم د پرمختللو وسلو لېږدولو مخه ونیسي.

اسرائیلو څو ځلې سوریه کې بریدونه کړي چې وايي هلته یې د وسلو کاروان په نښه کړی.

یسرائیل کاټز د سعودي له پاچا سلمان غوښتي چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو خپل هېواد ته وروغواړي او خپل ولیعهد اسرائیلو ته واستوي.

که څه هم اوس اسرائیلو ته د عربستان د ولیعهد د استولو خبر له وېبپاڼې لیرې شوی، خو یسرائیل دا خبره له "هارټص" سره خبرو کې تایید کړې ده.

'ایران سوریه کې پوځي اډه جوړوي'

نتنیاهو: د استانبول سرمشريزه د ټرمپ پر پرېکړه اغېز نه کوي

اسلامي هېوادونو پر امریکا د بندیزونو غوښتنه وکړه

ټرمپ ته د اردوغان خبرداری: قدس "سره کرښه ده"

دا له یوې سعودۍ ورځپاڼې سره د اسرائیلو د استخباراتو د وزیر لومړۍ مرکه ده. یوه میاشت وړاندې دې ورځپاڼې د اسرائیلو د پوځ له لوی درستیز ګاډي ایزنکوت سره مرکه کړې وه او ایران یې په سیمه کې تر ټولو لوی ګواښ بللی و، خو دا یې ویلي وو چې سعودي عربستان هېڅکله د اسرائیلو دښمن نه دی.

د انځور حقوق elaph
Image caption دا له یوې سعودۍ ورځپاڼې سره د اسرائیلو د استخبارتو د وزیر لومړۍ مرکه ده

د اسرائیلو د استخباراتو وزیر په سیمه کې د سعودي عربستان د پراخ رول د اهمیت په اړه هم خبرې کړې. اسرائیل او سعودي عربستان دیپلوماتیک اړیکي نه لري، خو عمومي باور دا دی چې دواړه هېوادونه پخپلو کې همکاري کوي.

ښاغلي کاټز د مصر ترڅنګ سعودي عربستان د عربي نړۍ مشرتابه ګڼلی چې په وینا یې مهمه دا ده چې عربستان د سیمې د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی.

+ اسلامي ګوند: ایران اسلامي امت ته بل اسرائيل دی

+ نبوي جومات کې د اسرائیلي عکس پر ټویټر غوسه راپارولې

دغه اسرائیلي وزیر له حزب الله سره د اسرائیلو د ۲۰۰۶ کال جګړې ته په اشارې سره خبرداری ورکړی، که نوې جګړه پیلېږي، نو اسرائیل به "لبنان د ډبرو زمانې ته وګرځوي".

هغه ټینګار کړی چې هېواد یې له لبنان سره جګړه نه غواړي او ددغه هېواد په نابودولو کې یې هېڅ ګټه نه شته.