ترکیې کې کلیوال خلک 'د مرغانو ژبه' وايي
د ملګرو ملتونو کولتوري چارو اداره 'یونیسکو ' چارواکي وايي، ترکيه کې د تور سمندر پر غاړه د اوسېدونکو خلکو هغه ژبه له خطر سره مخامخ ده، چې 'د مرغانو ژبه ' بلل کېږي.
دوی وايي د خوندیتابه لپاره یې باید جدي اقدامات وشي. ګیریسون ایالت کې نژدې ۱۰ زره کسان په دې ژبه پوهېږي، چې د شپیلکي یوه پرمختللې بڼه ده.
یونیسکو چارواکو ویلي، ځايي کلیوال دغه ژبه په خپله غرنۍ سیمه کې له لرې واټنه د یوه بل متوجه کولو لپاره کاروي.
دغه ژبې ته 'د معنوي کولتوري میراث په هغه لیست کې ځای ورکړل شوی، چې پام کول ورته اړین بلل کېږي. '
یونیسکو چارواکو ویلي، د ټولنیزو بدلونونو او تکالوژۍ ډګر پرمختګونو له کبله باید د دغې ژبې ژغورنې ته لا ډېر پام وشي. دوی د مبایل یا ګرځنډه ټیلیفونونو ډېرېدونکی استعمال د دغې ژبې 'ژوندي پاتې کېدو ' ته یو لوی خطر بللی دی.
زرګري ژبه؛ هغه سریال چې اروپا ته د افغانانو د تګ مخنیوی غواړي
افغانان نور قره قل خولۍ لږ پر سروي
د ترکیې کولتوري چارو وزیر نعمان کورتولموس د یونیسکو د دغه پرېکړې هرکلی کړی دی. ښاغلي کورتولموس په یوه ټویټر پیغام کې 'د تور سمندر غاړو اوسېدونکو هېوادوالو ته مبارکي ویلي، چې دغه دود یې ساتلی دی. '
د سیمې په کاسکای نومي کلي کې اوس هم د دغې ژبې استعمال عام دی، چې د کلي نوم معانا هم 'د مرغانو کلی ' دی.
له ننه ۵۰ کاله مخکې د سیمې په ګڼو نورو سیمو کې هم دغه ژبه کارېده، خو د ترکیې حریت ورځپاڼه کاږي، اوس په نورو سیمو کې 'یوازې څو توري کاروول کېږي، چې هغه هم ځايي شپانه کارووي. ' د کاسکای کلي اوسېدونکي بیا هر کال د دغې ژبې په نامه مېله جوړوي او هڅه کوي ژوندۍ یې وساتي.
د مرغانو ژبې کولتوري سازمان مشر سیریف کوسیک ملت نومې ځايي ورځپاڼې ته ویلي د سیمې خلک دغې خبرې 'خوشحال کړي او داسې فکر کوي، چې یو ارمان یې پوره شوی دی. '
د حریت رپوټ کې ویل شوي، ځايي چارواکو له ۲۰۱۴ کاله راهیسې په لومړنیو ښوونځیو کې د دغې ژبې ښوول پیل کړي دي.
خو یونیسکو چارواکي بیا وايي:
''که د ساتنې او خوندیتوب لپاره یې همغږې هڅې و نه شي، د ډېرو نورو ژبو په څېر چې شپیلکي ډوله دي او په غرنیو سیمو کې ترې کار اخیستل کېږي د کاسکای کلي د مرغانو ژبه هم له مبهم یا نامعلوم برخلیک سره مخامخ ده. ''