BBC
 شاته

بیت المقدس: د اوو زرو کلونو خونړی تاریخ

بیت المقدس د انځور حقوق AHMAD GHARABLI

بریتانوي جنرال، سر اېډمنډ اېلن بي، د بیت المقدس ښار سپېڅلتیا ته دومره درناوی درلود چې کله یې عثماني پوځ ته ماتې ورکړه او غوښتل یې بیت المقدس ښار ونیسي نو د باب الخلیل له لارې ښار ته دننوتو پر مهال يې پر اس له سپرېدو ډه ډه وکړه او پلی روان شو.

دا پېښه له ننه سل کاله وړاندې د (۱۱ ډسمبر ۱۹۱۷ کال) کې شوې وه.

ایلن بي د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرل ایلن بي بیت المقدس کې

د بریتانیا لومړي وزیر "ډېوېډ لوېډ جورج" په همدې مهال کې لیکلي: د نړۍ د دې نامتو ښار په نیولو سره مسیحي نړۍ یو ځل بیا سپېڅلي ځایونه تر لاسه کړل.

ټولو لوېدیځو اخبارونو پر دې فتحې جشن ونیوه. امریکايي اخبار نیویارک هېرالډ ولیکل: "بریتانیا تر خپلې ۶۷۳ کلنې واکمنۍ وروسته بیت المقدس ازاد کړ. په مسیحي نړۍ کې خوښۍ خورې شوې".

د نیویارک هیرلډ ورځپاڼې لومړی مخ د انځور حقوق New York Herlad
Image caption د نیویارک هیرالډ ورځپاڼې لومړی مخ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې پېښې سل کاله وروسته اعلان وکړ چې بيت المقدس د اسرائیلو پلازمېنه ده؛ حال دا چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ده ته خبرداری ورکړ چې دا کړنه د تاوتريخوالي نوې څپې رامنځته کوي.

بیت المقدس څو ځله نیول شوی او د دې ښار اوسېدونکي څو وارې په زوره له خپل ښاره ایستل شوي دي. په بېلابېلو سیمو کې یې بې شمېره جګړې شوې چې د وینو لښتي په کې بهېدلي دي.

د بیت المقدس ښاروال د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بیت المقدس ښاروال حسین حسین (ښي لاس ته درېیم) په ۱۹۱۷ کال د ښار کیلۍ انګرېزانو ته په لاس کې ورکړې

سپېڅلی ښار

دا د نړۍ هغه یوازينی ښار دی چې یهود، مسیحي او مسلمان، درې واړه یې سپېڅلی ګڼي. د یهودانانو په باور دا هغه ښار دی په همدې ځای کې حضرت ابراهیم (ع) خپل زوی قربانۍ ته چمتو کړی.

مسیحیان باور لري چې حضرت عیسی (ع) په همدې ځای کې پر صلیب وځړول شو او په دې ځای کې د دوی تر ټولو سپېڅلې کلیسا ده.

مسلمانان په دې عقیده دي چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) معراج ته تر تلو وړاندې د همدې ښار په اقصی جومات کې د ټولو انبیاوو امامت کړی و.

همدا وجه ده چې مسلمانان او مسیحیان له زرو کلونو راهیسې د دې ښار د نیولو لپاره په خپلو منځو کې جګړې کوي.

صلیبي جګړې

مسلمانانو تر ټولو وړاندې په ۶۳۸ کال کې د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر (رض) پر وخت بېزینتینیانو ته ماتې ورکړه او دا ښار یې ونیوه. مسیحي نړۍ ته دا غمجنه پېښه وه.

د ۱۰۹۵ کال په وروستیو کې دویم پاپ اربن د ټولې اروپا مسیحیانو ته وویل چې د مسلمانانو له ولکې د بیت المقدس ښار ازادولو لپاره پوځونه راټول کړي. په ۱۰۹۹ کال کې د عوامو، وزیرانو او پاچاهانو پوځونه د بيت المقدس پر نیولو بریالي شول.

دا لومړۍ صلیبي جګړه وه

په هر حال ډېرى سرتېري بېرته ژر خپلو هېوادونو ته ستانه شول او بالاخره ۹۰ کاله وروسته سلطان صلاح الدین ایوبي د ښار په نيولو بریالی شو.

اروپا یو ځل بیا ناکراره شوه او څلور نورې صلیبي جګړې یې وکړې، خو له مسلمانانو د بیت المقدس ښار په نیولو کې ناکام شول.

په ۱۲۲۹ کې مملوک واکمن الکامل پرته له کومې جګړې دغه ښار دویم فېډریک ته وسپاره؛ خو یوازې ۱۵ کاله وروسته خوارزمیانو یو ځل بیا ونیوه، چې وروسته بیا تر ۶۷۳ کلونو پورې دا ښار د مسلمانانو تر ولکې لاندې و.

امریکایي اخبار دې ۶۷۳ کلونو ته اشاره کړې.

له ۱۵۱۷ نه تر ۱۹۱۷ پورې دا ښار د عثماني سلطنت برخه و او عثماني سلاطینو د ښار نظام او چارو ته ځانګړې پاملرنه درلوده. دوی د ښار گرد چاپېر دېوال جوړ کړ، سړکونه یې جوړ کړل او نظام رامنځته کړ، چې په ۱۸۹۲ کې دلته د اورګاډي پټلۍ جوړې شوې.

بیت المقدس د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بیت المقدس تر ټولو سپېڅلي ځای کې مسیحیان

دوه برخې

خو کله چې جنرال اېلن بي بيت المقدس ونيوه دا ښار تر درېیو لسیزو د بریتانیوي سطلنت تر ولکې لاندې و. په دې ترڅ کې د نړۍ له کوټ کوټه یهودیان راغلل او استوګن شول. په ۱۹۴۷ کې متحدينو د دې ښار پر دوو برخو وېشلو هوکړه وکړه، د دې وېشنې له امله نه یوازې فلسطین پر دوو برخو ووېشل شو بلکې بيت المقدس هم دوه برخې شو. ختیځه برخه فلسطینیانو ته او لوېدیځه یهودیانو ته وسپارل شوه.

تر دې یو کال وروسته اسرائیل خپلواکي اعلان کړه، عربي هېوادونو ته دا خبره د منلو نه وه. دوی سره یو ځای شول او پر اسرائیل یې برید وکړ، خو په کې ناکامه شول.

د ژړا دېوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه دېوال چې هلته یهودان ژاړي

وروسته بیا تر دوو راتلونکو لسیزو پورې د بيت المقدس ختیځه برخه د اردن تر ولکې لاندې وه خو د ۱۹۶۷ کال په جګړه کې اسرائیل دا برخه هم خپله کړه. مسلمانان تر نن ورځې دا نیواک غیرقانوني بولي.

د اسرائیل پارلمان له ۱۹۵۰ کال راهیسې بيت المقدس خپله پلازمېنه ټاکلې خو نورو هېوادونو د متحدو قومونو ته د درناوي په پار یې خپلې سفارتخونې یې په تل ابیب کې جوړې کړې دي.

اوس د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ قدس ته له تل ابیب نه د امریکا د سفارت لېږدولو پرېکړه وکړه.

بیت المقدس د انځور حقوق Getty Images

اسرائيلي شاعر یهودا عمیحايي لیکلي "قدس ښار سمندر ته څېرمه د عبادت ساحل ته نژدې پروت دی".

  • ۵۰۰۰ کاله له میلاد وړاندې: لرغونپوهان وايي، اوه زره کاله وړاندې هم بیت المقدس کې ابادي وه، چې په دې سره د نړۍ تر ټولو لرغونی ښار ګڼل کېږي.
  • ۱۰۰۰ کاله له میلاد وړاندې: حضرت داود (علیه السلام) د ښار له فتح کولو وروسته هلته خپله پلازمېنه اعلان کړه.
  • ۹۶۰ کاله له میلاد وړاندې: د حضرت داود زوی حضرت سلیمان بیت المقدس کې معبد جوړ کړ چې د (سیلمان هیکل) ورته وايي.
  • ۵۸۹ کاله له میلاد وړاندې: بخت نصر پر ښار ناتار جوړ کړی او ړنګ یې کړ.
  • ۵۳۹ کاله له میلاد وړاندې: هخامنشي واکمن سایرس اعظم بیت المقدس ونیو چې بیا وروسته یهودانو ته د ورتګ اجازه وشوه.
  • ۶۳۸: مسلمانانو بیت المقدس ونیو.
  • ۶۹۱: اموي واکمن عبدلاملک قبة الصخرة جوړه کړه.
  • ۱۰۹۹: مسیحي صلیبیانو ښار ونیو.
  • ۱۱۸۷: صلاح الدین ایوبي صلیبیان مات کړل او ښار یې بېرته ترې ونیو.
  • ۱۲۲۹: دویم فریډرک له جګړې پرته بیت المقدس ونیو.
  • ۱۲۴۴: بیت المقدس بیا مسلمانانو ونیو.
  • ۱۵۱۷: لومړي سلطان سلیم بیت المقدس په عثماني خلافت کې شامل کړ.
  • ۱۹۱۷: انګلیس جنرال ایلن بي عثمانيانو ته ماتې ورکړه او ښار ته ننوت.
  • ۱۹۴۷: ملګرو ملتونو بیت المقدس په فلسطیني او یهودي برخو ووېشه.
  • ۱۹۴۸: اسرائیلو د ښار د نیولو اعلان وکړ او له اردن سره یې ووېشه.
  • ۱۹۶۷: د عربو جګړې پایله کې د ښار پر دوو برخو اسرائیلو واک ترلاسه کړ.
بیت المقدس د انځور حقوق Getty Images

۔