BBC
 شاته

جرمني بېرته ستنېدونکو کډوالو ته مالي امتيازات ډېر کړي دي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جرمني کې د لویو هوایي شرکتونو پیلوټانو خپلو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو له لېږدولو ډډه کړې

جرمني هغو پناه غوښتونکو ته د ډېرو پيسو د ورکړې ژمنه کړې چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېږي.

د نوي پروگرام له مخې اوس به هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ ته ۳۰۰۰ یورو او هر مجرد ستنېدونکي کس ته ۱۰۰۰ یورو ورکول کېږي. وړاندې بېرته ستنېدونکو کډوالو ته يوازې شاو خوا ١٠٠٠ يورو ورکول کېدې.

حکومت دا نوی پروګرام په دې موخې پیل کړی چې ګڼ شمېر هغه کډوال بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدو ته وهڅوي چې پناه غوښتنه يې رد شوې.

"اوس ستاسو هېواد، ستاسو راتلونکي" په نامه دغه پروګرام د جرمني کورنیو چارو وزارت په ټاکنو کې د واکمن گوند نه پرېکنده بري ته په ځواب کې اعلان کړى. جرمني ته د کډوالو د ور تگ مخنيوى او يا يي شمېر کمول د ټاکنيزو هلو ځلو اصلي او مهمه موضوع وه.

دا پیسې به د کور کرایې او یا هم د شته کورونو د بیا رغولو لپاره وي. ټاکل شوې دا پروګرام د راتلونکي کال تر فبرورۍ دوام وکړي

خو کډوالو پلوې اوومرستندویه موسسې وایي، دا د رشوت یا بډو ورکړې ته ورته کړنه ده او د کډوالو د تېرایستنې لامل ګرځي.

جرمني تېره ورځ ٢٧ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل. د دغو افغان کډوالو الوتکه د چهارشبنې پر ورځ ځايي مهال سره سم ماښام ٧ بجې د فرانکفورټ له هوايي ډگره د پلازمېنې کابل په لور والوته.

دا په داسې حال کې ده چې په جرمني کې د لویو هوایي شرکتونو پیلوټانو د پناه غوښتونکو له لېږدولو ډډه کړې.

په دې لړ کې د "لوفتانزا" هوایي شرکت پیلوټانو څه د پاسه ٢٢٠ الوتنې لغوه کړي ځکه په دغو الوتنو کې هغه کډوال بېرته خپلو هیوادونو ته استول کېدل چې د پناه غوښتنې یې نه وې منل شوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د "لوفتانزا"پیلوټانو څه د پاسه ٢٢٠ هغه الوتنې لغوه کړي چې کډوال يې خپلو هیوادونو ته لېږدول

دغه الوتنې د تېرې جنورۍ او سپتمبره مياشت ترمنځ لغوه شوي چې ۱۴۰ یې د جرمني له لوی ښاره فرانکفورټ نه وو.

پیلوټان وایي، دوی نه غواړي هغو هېوادونو ته چې تر اوسه يې حالات کړکېچن دي او سوله په کې نشته د کډوالو په استولو کې برخه ولري.

جرمني د افغان کډوالو بېرته ستنولو لړۍ بيا پيل کړه

جرمني: شړل شوى افغان کډوال دې بېرته را ستون کړل شي

" له ډیورنډ کرښې سره نږدې پښتانه د جرمني د برلین دېوال په څېر بېلېږي"

دوی په خاصه توګه د افغانستان په اړه انډېښنه وښوده ځکه چې د دوی په وینا تر اوسه هم حالت ښه نه دی او هره ورځ مرګ ژوبله په کې روانه ده.

ځینو هوایي شرکتونو ویلي چې دوی د خوندیتوب لپاره نه غواړي هغه مسافر په الوتکه کې ولېږدوي کوم چې د دوی له خوا په الوتنه کې د ستونزو د پیدا کېدو امکانات وي.