BBC
 شاته

پر شهزاد محمدي بندیزونه لېرې شول او جنوري کې لوبې ته ستنېږي

شهزاد محمدي د انځور حقوق Getty Images
Image caption شهزاد محمدي یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي ته وويل، د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي له خوا پر شهزاد محمدي بندیزونه لېرې شول او جنورۍ کې به لوبو ته راستون شي.

د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، پر ښاغلي محمدي د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا د ممنوعه درملو خوړلو تور لګول شوی و، چې د قضیې مخته بېولو لپاره یو قانونپوه وکیل ورته ونیول شو.

ښاغلی مشعل زیاتوي، څېړنو ثابته کړه، چې شهزاد محمدي ممنوعه درمل خوړلي، خو دا کار یې په قصدي توګه نه دی کړی.

د کرېکټ نړیوالې شورا تېره جنوري پرېکړه وکړه چې شهزاد محمدي به تر یوۀ کال پورې لوبو کې برخه نه اخلي.

شهزاد محمدي به "ژر" کرېکټ لوبو ته ستون شي

له ایرلنډ سره کرېکټ لوبې: د افغان لوبډلې د غوړېدا مهم فرصت

شهزاد محمدي: کولای شو هانګ کانګ ته ماته ورکړو

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس، شکرالله عاطف مشعل وویل: ''موږ ډېر خوښ یو، چې شهزاد محمدي به راتلونکي کال بېرته کرېکټ ته راستون شي، هغه په نړیواله کچه د خپل استعداد او په زړه پورې کرېکټ له امله ډېر مینه وال لري. همدا راز دغه کار د کرېکټ نورو لوبغاړو ته هم یو خبرداری دی، چې پوه شي د منع شوو درملو کارول جدي پایلې لري.''

مشعل وايي، تر یوې میاشتې پورې (د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ) به ښاغلی شهزاد بېرته لوبو ته راستون شي.

د روان کال په لومړیو کې شهزاد محمدي د ناقانونه درملو د خوړلو په تور د کرېکټ د نړیوالې شورا له لوري له لوبې منع شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
عاطف مشعل له بي بي سي پښتو تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل پلان لري په راتلونکوو دوه دريو کلونو کې د ښځو کرېکټ لوبډله هم جوړه کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، شهزاد محمدي نه و خبر چې منع شوي دارو یې خوړلي.

د نوموړي په ملاتړ د افغان کرېکټ مینه والو پر ټولنیزو شبکو یو کمپاين هم وکړ چې په کې د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) غوښتل شوي و، دغه وتلی افغان توپ اچوونکی شهزاد محمدي وبښي.

شهزاد یو له هغو وتلو افغان لوبغاړو دی چې د بهرنیو هېوادونو په لیګونو کې لوبېدلی دی.