غني: بيت المقدس په اړه د امريکا پرېکړه د منځني ختيځ سولې بهير ټکنى کوي
افغان ولسمشر د ټرمپ له خوا قدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو پرېکړه د ټولو مسلمانانو د احساساتو زیانمېدو او د منځني ختیځ د سولې د بهیر ټکني کېدو لامل بللی. اجراییه مشر عبدالله هم د ټرمپ دا پرېکړه د فلسطیني ولس د راتلونکي حکومت جوړېدو د هیلې له منځه وړل بللي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ ته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امریکا له خوا نیول شوې پرېکړه منځني ختیځ کې د سولې د بهیر له خطر سره مخامخ کېدو لامل ګرځي.
خبرپاڼه زیاتوي، د ملي یووالي حکومت او د نړۍ مسلمان هېوادونه د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي:
"بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونو سازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي."
ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند
د ټرمپ د پرېکړې پروړاندې د عربانو او نړیوالو توند غبرګونونه
د بیت المقدس تاریخ په شلمه پيړۍ کې
ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند
د افغانستان د اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه په منځني ختیځ کې سولې ته د رسېدو په برخه کې مرسته نه کوي.
دی وايي، له ولسمشر غني سره یې په ګډه له دیپلوماتیکو لارو خپل نظر شریک کړ چې د افغانستان ملي یووالي حکومت د امریکا له لوري قدس د اسرائیلو د پلازمېنې پېژندلو له پرېکړې سره موافق نه دي.
ښاغلی عبدالله وايي، د امریکا دا پرېکړه نه یوازې د جګړې ځپلي فلسطیني ولس لپاره د راتلونکي حکومت د هیلو له منځه وړلو په معنا دي، بلکې له نړیوالې سولې سره هم تړاو لري.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه خبرپاڼه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا قدس د اسرائیلي پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژندلو خواشیني ښودلې ده.
نوموړي د امریکا دا پرېکړه د ملګرو ملتونو د ټولو پرېکړه لیکونو خلاف بللې چې په وینا یې له شک پرته د نړۍ د مسلمانانو احساسات پاروي، چې دا کار نه یوازې د منځني ختیځ د سولې له بهیر سره همکاري نه کوي، بلکې په سیمه کې به د نارامیو لا ډېرېدو لامل وګرځي .
پخواني مجاهدین او طالبان
د افغان حکومت ترڅنګ، ځینو پخوانیو جهادي مشرانو هم د امریکا د ولسمشر دغې پرېکړې ته غبرګونونه ښودلي دي.
د پخوانیو مجاهدینو یو مشر او د حراست او ثبات شورا مشر عبد رب الرسول سیاف د ولسمشر ټرمپ پرېکړه یوه ستره او تاریخي اشتباه بللې ده.
جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، امریکا دا حق نه لري چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژني. هغه وايي دا پرېکړه د امریکا له توانه وتلې خبره ده.
بل خوا، طالبانو په یوه اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ دغه پرېکړه غندلې او وايي دا پرېکړه په ټولنه نړۍ په ځانګړي توګه منځني ختیځ کې د شخړو اورته د لمن وهل دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرامپ تېره ورځ وویل، اوس بیت المقدس د اسرائیلو پلازمېنې په توګه رسماً پېژني. هغه د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې له تل ابیب نه قدس ته د امریکا د سفات لېږدولو لپاره چمتووالی ونیسي.