BBC
 شاته

کندوز کې د ناامنیو زیاتېدو سره دفاع وزیر دغه ولایت ته تللی

Image copyright MoD

د افغانستان په شمال کندوز کې د خان اباد ستراتیژیکې سیمې لاس په لاس کېدو وروسته امنیتي او دفاعي سرچینو ویلي چې ددې هېواد دفاع وزیر عبدالله حبیبي کندوز ته تللی دی.

د پوځ یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ښاغلی حبیبي کندوز کې د پوځ او پولیسو له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو دی او د طالبانو پرضد د عملیاتو ترسره کېدو لپاره طرحه برابروي.

د هېواد په شمال ختیځ حوزه کې د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري بي بي سي ته وویل، د دفاع وزیر اوسمهال کندوز کې دی، خو په دې اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

د کندوز مرکز کندوز ښار سوېل ختیځ کې د خان اباد ولسوالۍ تر سقوط وروسته، د لوی درستیز مرستیال جنرال مرادعلي مراد هم دې ولایت ته تللی و.

د خان اباد سیمه کې چې د تخار – کندوز لویه لاره ترې دېره شوې، تېره ورځ (اسد/زمري ۳۰مه) سهار مهال د طالبانو لاسته ولوېده او ماښام امنیتي او دفاعي چارواکو اعلان وکړ چې ددې سیمې کنټرول یې بېرته ترلاسه کړی دی.

ښاغلي مراد سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، د کندوز – تخار پر لویه لاره ټولې امنیتي پوستې د طالبانو له ولکې ویستل شوي، خو د اوس لپاره د مسافرینو د تګ راتګ لپاره مناسبه نه ده.

د هغه په وینا، د شنبې په مازدیګر خان اباد کې ۴۳ طالبان چې یو شمېر یې د هغوی قومندانان و، ووژل شول او ددې ډلې ۱۵ نور غړي ټپیان شول.

Image copyright AFP

بلخوا د افغانستان شمال ختیځ حوزه کې د پولیسو ویاند وویل، طالبانو د کندوز ښار په شمال کې د الچین پول یوه برخه چې د کندوز او شېرخان بندر لاره ترې تېرېږي، په بمونو الوزولې ده.

د راپورونو له مخې، طالبانو له څو ورځو راهیسې له امام صاحب ولسوالۍ نه ددې پول پر لور وړاندې تللي و، خو د ښاغلي اکبري په وینا، اوس دا پول د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

خو طالبانو ویلي چې امریکایي الوتکو تېره شپه پردې پول بمونه غورځول او یوه برخه یې ویجاړه کړې او له امله یې ددوی درې وسله وال هم وژل شوي دي.

خو ښاغلي مراد او ښاغلي اکبري د طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دا پول د هغه بم د چاودنې له امله نړېدلی چې طالبانو یې لاندې ځای پرځای کړی و.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، ددې پول له نړېدو سره د کندوز او امام صاحب ولسوالۍ ترمنځ لاره چې شېرخان بندر ته هم غځېدلې، پرې شوې او د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.