شاته

ټرمپ د خپل ګوند د انتخاباتي کمپاین د مشر استعفی ومنله

د امریکا د جمهوری ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډونالد ټرمپ د خپل ګوند د انتخاباتو د کمپاین د مشر استعفی ومنله.

پاول منافورت تېره ورځ د دې راپورونو له خپرېدو وروسته استعفی وکړه چې ده د اوکراین د یوه سیاسي ګوند په ګټه تبلیعات کړي دي.

مانافورت له دوه زره څلورمه تر دوه زره لسمه د اوکراین د پخواني روسیي پلوه ولسمشر ویکتور یانوکویچ سلاکار و.

د ټرامپ د سیالې کاندیدې هیلري کلنټن انتخاباتي کمپاین ویلي دي چې له دې استعفی سره په دې اړه ټولې پوښتنې نه دې ځواب شوي چې ټرمپ له روسیې سره دوستانه اړیکي لري.

ټرامپ په یوې اعلامیې کې د منافورت د کار ستاینه کړې او هغه یې یو رښتینی مسلکي کس بللی دی.

د اوکرایین د اداری فساد په وړاندې د مبارزې دفتر د تېرې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو، دوی داسې شواهد لري چې ښيي، په نظر کې وو منافورت ته نېږدې دیارلس ملیونه ډالره ورکړل شي، خو دا روښانه نه ده چې ده دا پیسې ترلاسه کړې او که نه.