ميانمار او بنگله دېش د روهېنگيانو بېرته ستنېدا تړون لاسليک کړ
بنگله دېش له ميانمار سره د روهېنگيا مسلمانانو د بېرته ستنېدا تړون لاسليک کړى.
د دغه تړون پر بنسټ به سلگونه زره هغه روهېنگيان چې تاوتريخوالي او د پوځ د عملياتو له امله گاونډ بنگله دېش ته تښتېدلي، وتوانېږي چې بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي.
د ميانمار په پلازمېنه "نيپيداو" کې د لاسليک شوي تړون جزييات لا نه دي څرگند شوي.
بنگله دېش وايي دا حالاتو کې د سمون په لور لومړى گام دى.
د ميانمار چارواکو ويلي هومره ژر چې شونې وي ځان به د روهېنگيانو بېرته ستنېدا ته چمتو کړي.
مرستندويو ټولنو د روهېنگيانو جبري ستنولو په تړاو اندېښنه څرگنده کړې او وايي د هغوى خونديتابه بايد تضمين شي.

روهېنگيان د ميانمار مسلمان لږکي دي چې تر ډېره په رخاين ايالت کې ژوند کوي.
انګ سان سوچي د روهینګیا مسلمانانو توکموژنه رد کړه
م م- د روهېنګیا مسلمانانو حالت خواشینونکی دی
دوى ته تابعيت نه دى ورکړل شوى او له ځورونو سره مخ دي. څه د پاسه ٦٠٠ زره روهېنگيان د تاوتريخوالي له امله له تېر اگسټ مياشتې راهيسې گاونډ بنگله دېش ته تښتېدلي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير تېره چهارشنبه د روهېنگيا لږکي پر وړاندې د برما د پوځ عمليات توکم وژنې ته ورته عمل وباله. ملگرو ملتونو هم په رخاين کې روان حالت توکم وژنه بللى و.
خو د برما پوځ د روهېنگيا په کړکېچ کې پړه نه مني او د هغوى د وژنو، د کليو ويجاړولو او د جنسي تېريو تورونه رد کړي دي.