BBC
 شاته

د افغانستان د عامه کتابتون د فعاليت ډول بدلېږي

کتابتون
Image caption دا کتابتون په دې ورځو کې رخصت دی او ټول کارکوونکي يې دندې ته نه دي راغلي.

د افغانستان د عامه کتابتون چارواکي وايي غواړي په هېواد کې د کتابتونونو د فعالیت اوسنی ډول بدل کړي. دوی مني چې د افغانستان عامه کتابتونونه په دغه هېواد کې اوسنيو اړتياوو ته ځواب نه شي ویلی.

د دغه کتابتون پر فعاليت اوس له پنځوسو کلونو اوړي او مسؤولین يې وايي چې غواړي داسې پروګرام پلی کړي چې د کتابتونونو سيستمونه کمپیوټري او سرچينو ته يې لاسرسی ساده کړي.

افغان حکومت د دغه بدلون د راتګ په موخه د عامه کتابتون مسؤږلينو ته پنځه سوه زره امریکايي ډالره ورکړي.

د کابل عامه کتابتون یو له دغو کتابتونونو څخه دی چې له کابو پنځوسو کلونو راهيسې فعاليت کوي او شاوخوا ۱۵۰ زره ټوکه کتابتونه پکې شته.

اوس د کابل د عامه کتابتون پر کابو پنځه پنځوس کلنه سولېدلې ودانۍ په چټکۍ کار روان دی. دا کتابتون په دې ورځو کې رخصت دی او ټول کارکوونکي يې دندې ته نه دي راغلي. کتابونه يې هم د ودانۍ په درېیم پوړ کې د مطالعې لپاره په ګوښې شوې ستره کوټه کې په پلاستيک کې خوندي او ځای پر ځای شوي دي.

وردګ پوهنتون؛ د خلکو په مرسته جوړ تعلیمي بنسټ

۹ کلنې نجلۍ څنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟

کندهار کې پرمختللی موزیم او ستر کتابتون جوړېږي

هلته په ورتګ سره مو د هېواد مشهور عارف، شاعر او ليکوال استاد حيدري وجودي وليده چې له ګډوډو مېزونو هاخوا په پلاستیک د سالون په بېله شوې برخه کې د خپل ۳۵ کلن مېز شاته ناست و او کتاب يې لوست.

د کتابتون سولېدې ودانۍ

Image caption د کتابتون وداني له یوې خوا سولېدلې او له بلې خوا د یوه عامه کتابتون وړتيا یا ظرفيت هم نه لري.

"د پوهنې د هغه وخت وزیر مرحوم احمد علي پوپل د دغه کتابتون د ودانۍ د پرانستې پر مهال ويلي و چې که څه هم دا وداني د عامه یا ملي کتابتون لپاره په کار او اړتيا وړ ظرفیت نلري خو اوس يې عجالتاً پرانیزو".

د کتابتون وداني له یوې خوا سولېدلې او له بلې خوا د یوه عامه کتابتون وړتيا یا ظرفيت هم نه لري. څېړونکي او محصلين هم وايي دا کتابتون يې اړتياوو ته ځواب نه شي ویلای.

احمد ذبیح حسن د یوه خصوصي پوهنتون محصل دی چې کله ناکله عامه کتابتون ته ورځي. هغه وايي دغه کتابتون يې اړتياوو ته ځواب نشي ویلای.

"دلته د خپلو ستونزو لپاره د حل موندلو په موخه راځم، خو چې راشم یا کتاب نه وي، یا څوک نه وي چې لارښوونه راته وکړي."

د ستراتيژيکو او سيمه ييزو څېړنو د مرکز سرڅېړونکی حکمت الله ځلاند وايي د څېړنې لپاره د علمي سرچينو د موندلو لپاره پوره وخت په دې تېروي چې یو کتاب څرنګه او له کومه ځایه راپیدا کړي؟:

"یو دا چې نوي چاپ شوي کتابونه او سرچينې دلته نه موندل کېږي، بل دا چې هغه پخوانۍ سرچينې هم که د سړي په کار شي داسې معلومات نه کېږي چې له کوم کتابتون څخه يې څرنګه سړی تر لاسه کولای شي؟".

ښکاري چې د کابل عامه کتابتون تر ډېره له هغو نامنظمو اېښودل شوو کتابونو ډکه ده چې په تېرو کلونو کې ورته ډالۍ شوي دي.

له بلې خوا د دغه کتابتون ناکافي او نامسلکي کارکوونکي، ناکافي وداني او داسې موقعيت چې ډېری ورته د امنيتي ګواښونو له امله ورتګ ته زړه نه ښه کوي هم دغه کتابتون ته د څېړونکو او محصلينو د کافي اندازې نه ورتګ له لاملونو دي.

پکتیکا کې د فیسبوک پر مټ عامه کتابتون جوړ شوی

د دغه کتابتون مسؤولین هم دا ستونزې مني، خو وايي هوډ لري چې د عامه کتابتون حالت بدل کړي. د عامه کتابتون مشر حميدالله شهراني وايي همدا اوس د کتابتون د ودانۍ د بيارغونې چارې روانې دي او د نورو دولتي کتابتونونو حالت هم به هم بدل کړي:

" د عامه کتابتونونو پر فعاليت نوې او جدي بیاکتنه وکړو او د خدماتو د وړاندې کول پر ډول يې غور وکړو. د دغه اقدام پیل مو په کابل کې د عامه کتابتون له ودانۍ کړی او په دې ډول به مخ پر وړاندې ځو او د عامه کتابتون او د کتاب لوستنې مينه والو ته به ښه خبرونه ولرو".

ډیجیټل سیستم

Image caption د کابل عامه کتابتون یو له دغو کتابتونونو څخه دی چې له کابو پنځوسو کلونو راهيسې فعاليت کوي او شاوخوا ۱۵۰ زره ټوکه کتابتونه پکې شته.
Image caption د عامه کتابتون کتابونه د ودانۍ په درېیم پوړ کې د مطالعې لپاره په ګوښې شوې ستره کوټه کې په پلاستيک کې خوندي او ځای پر ځای شوي

ښاغلی شهراني وايي د کتابتون سیستم به هم ډیجيټل کړي او د مراجعينو د اړتيا وړ کتابونه به هم رانیسي. د نوموړي په وینا د ولسمشر د هوکړې په صورت کې به داسې طرحه پلې کړي چې د عامه کتابتون لپاره به ستره مجمع جوړه کړي او حتی د کتابتون د مسلکي کارکوونکو د روزنې لپاره به انستيتوت هم جوړ کړي.

Image caption ښکاري چې د کابل عامه کتابتون تر ډېره له هغو نامنظمو اېښودل شوو کتابونو ډکه ده چې په تېرو کلونو کې ورته ډالۍ شوي دي.

د هغه په وينا چې د ګرځند کتابتون فعالیت چې د عامه کتابتون ودانۍ ته نږدې له چاودنې وروسته يې کار درولی و بېرته له سره پيلوي. د ډلبنديو له مخې د ماشومانو لپاره د ځانګړو کتابونو د برخې جوړولو ژمنه هم کوي:

"غواړو دلته د ماشوم د ادبياتو لپاره یوه برخه ولرو او خپله يې توليد کړو او مینه والو ته يې په واک کې ورکړو. له دې لارې غواړو عامه کتابتون بډای کړو او د مطالعې کلتور ته ماشومان راوبولو".

په ټول افغانستان کې ۸۳ دولتي کتابتونونه شته چې د عامه کتابتون د رياست له خوا يې چارې پر مخ وړل کېږي. لکه څرنګه چې کتابتونونه منظم نه دي هماغه راز کتابتونو ته هم ډېر خلک سر نه ورښکاره کوي چې له دې نښو ښکاري چې کتاب لوستل په افغانستان کې په ښه حالت کې نه دی.

په شته ننګونو او محدودیتونو سربېره ډيجېټل ته د انالوګ سرچینو بدلول، د کتابونو د ثبت او موندلو د نيمګړو سيستمونو جوړول او له نوو سیستمونو او اړتیاوو سره د کتابتونونو برابرول او د هغو د قانوني ستونزو له منځه وړل له نورو هغوننګونو دي چې د کتاب پر وړاندې پرتې دي.