افغانستان له زمبابوې سره پنځه يو ورځنۍ او دوه ۲۰ اوريزې سيالۍ کوي
د افغانستان او زمبابوې کرېکټ مسوولینو تړون لاسلیک کړی چې د ۲۰۱۸ په فبرورۍ کې به پينځه یوه ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې کوي. دوی به د اماراتو په شارجه کې د لومړۍ شل اوریزې لپاره په ۵ مه نېټه سره مخامخ کېږي.
د دغو لوبو نېتې په لاندې ډول دي چې ټولې یې د اماراتو په شارجه لوبغالي کې کېږي:
- د فبروري ۵ مه لومړۍ شل اوریزه
- د فبروري ۶ مه دوهمه شل اوریزه
- د فبروري ۹ مه لومړی یو ورځنۍ
- د فبروري ۱۱مه دوهمه یو ورځنۍ
- د فبروري ۱۳ مه درېیمه یو ورځنۍ
- د فبروري ۱۶ مه څلورمه یو ورځنۍ
- د فبروي ۱۹ مه پنځمه یو ورځنۍ
افغانستان غواړي خپله لومړۍ ټسټ لوبه هم په دې وخت کې له زمبابوې سره وکړي. په سر کې پلان دا و چې دواړه لوبډلې به په شل اووریزو، یوه ورځنۍ او ټېسټ لوبو کې سره مخامخ شي، خو وروسته پاملرنه یوازې د لنډو اوورونو لوبو ته واړول شو.
افغانستان همدا مهال اعلان کړی چې د ډسمبر په ۵ مه، ۷ مه او ۱۰مه به له ایرلنډ سره په شارجه کې درې یو ورځنۍ لوبې کوي.
د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل وایي خوښ دی چې افغان لوبډله په نړیواله کچه کرېکټ کوي او د نړیوال جام د تیارۍ سریز ته به په مارچ کې ښه پوره چمتو والی ولري.
نړیوال جام ته لار موندوونکي ټورنمنټ کې لس لوبډلې د ویسټ انډیز او ایرلنډ په ګډون برخه اخلي، چې یوازې دوه به یې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته چې په انګلستان کې کېږي لار ومومي.