د عراق او اسراییل د ښکلا ملکو ګډ انځور غوغا جوړه کړه
لاس ویګاس کې د ۲۰۱۷ کال د ښکلا نړیوالې ملکې مراسمو کې نوماندانې را ټولې شوې.
د دوی ګډ انځور ایښوونکی نه و، خو کله چې د عراق د ښکلا ملکې ساره عدن او اسراییلۍ سیالې عدر ګینډلز مین سره یو ځای تصویر خپور شو، خواله رسنیو کې یې غوغا جوړه کړه.
د اسراییل او عراق ترمنځ ډیپلوماټیک اړیکي نشته.
* د ښکلا هغه ملکې چې تاجونه یې بېرته ورنه واخیستل شول
* اردوغان ته 'سپکاوي' د ښکلا پخوانۍ ملکه زنداني کړه
دې خبرې ته د خواله رسنیو کارنو هم اشاره کړې ده.
امریکا کې یو پوهاند اسد اوبخیل په ټوېټ کې لیکي، د عراق د ښکلا ملکې د نیواکګرۍ او تاوتریخوالي له ملکې سره په خوشالۍ انځور اخیستی.
خو عراق کې یوه ټوېټ کارن لیکلي چې له اسراییلۍ سره د کوم عرب یا مسلمان انځور د سولې او انسانیت په تړاو د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت له "یرغلیزې پالیسۍ" سره د یووالي استازي نه کوي.
د دې نیوکو په ځواب کې عراقۍ مېرمنې په اینسټاګرام کې ویلي چې اسراییلۍ سیالې ور سره د ګډ انځور غوښتنه وکړه.
"هغې وویل چې ګډ انځور اخیستل غواړي ما ورته وویل زه هم خوشالېږم، چې دا پیغام خپور کړو، دا انځور نړۍ ته د سولې او هیلې پیغام ور کوي".
نوموړي زیاتوي چې له دغه انځور یې موخه د اسراییل ملاتړ نه دی.
د اسراییل د لومړي وزیر ویاندې د ګینډلزمېن انځور ستایلی او په سیمه کې یې د "هیلې لوی پیغام" بللی دی.
د ارمنډ په نوم یوه کارن هم د دې سیلفي ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې سوله له خلکو پیلېږي.
اسراییلۍ وېبپاڼې هم ګیډلزمېن ستایلې او لیکلي یې دي چې هغې د زړونو د نږدېوالي هڅه کړې ده.