BBC
 شاته

اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو احتجاج

اسلام اباد احتجاج

په اسلام اباد کې د مذهبي ګوندونو لخوا د 'لبیک یا رسول الله ' تر نامه لاندې احتجاج نن 'پنجشنبه/ زیارت ' اتمه ورځ هم روان دی. د اسلام اباد ځايي محکمې دغو لاریون کوونکو ته امر کړی، چې خپل احتجاج ختم کړي، خو هغوی يې د امر له منلو انکار کړی دی.

د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ لویه لاره په فیض اباد څلورلارې سیمه کې د مذهبي ګوندونو لخوا له تېرې یوې اونۍ راهیسې تړل شوې او احتجاجي ناسته يې دوام لري. دغه احتجاج کوونکي غوښتنه کوي، چې د پاکستان د قانون وزیر زاهد حامد دي له خپلې دندې استعفا وکړي.

د لبیک یا رسول الله په نامه دغه احتجاج تېره اونۍ له هغه وروسته پېل شو، چې د پاکستان په پارلمان کې د ټاکنو په قانون کې بدلون شوی و او د کاندیدانو د سوګند پورته کولو په سند کې يې د اسلام د پیغمر نوم لرې کړی و.

پاکستاني مذهبي ګوندونو په همدې احتجاج پېل کړ او اهل سنت والجماعت او لبیک یا رسول الله ډلو د اسلام اباد او راولپنډۍ لویه لاره وتړله.

د بلوچستان برید خلاف د پاکستان مذهبي ګوندونو احتجاج

پاکستان: د کراچۍ هوايي ډګر احتجاج پر مهال دوه کسان وژل شوي

پاکستان: شیعه مشر وژل شوی، احتجاج دوام لري

خادم حسین رضوي چې په مشرۍ کې يې دغه احتجاجي ناسته دوام لري، احتجاج کوونکو ته يې خپله وینا کې د اسلام اباد د ځايي محکمې هغه امر رد کړ، چې د دوی د احتجاجي ناستې د ختمولو لپاره يې کړی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د احتجاج له کبله لویه لار د خلکو پر مخ تړلې

ښاغلی رضوي وايي، تر هغه چې د قانون وزیر استعفا نه وې کړې، احتجاج به يې همداسې روان وي. ښاغلی رضوي زیاتوي، 'د پاکستان واکمن ولې د قانون وزیر له دندې نه لرې کوي او ولې ورته سزا نه ورکوي، ځکه چې دده په خبره په دې عمل د پاکستان د ټولو مسلمانانو زړونه ازار شوي دي. '

خو د قانون وزیر زاهد حامد بیا وایي، دغه تېروتنه يې بېرته سمه کړې او اوس د کاندیدانو سوګند په هماغه زړه بڼه بېرته جوړ شوی او باید احتجاج کوونکي خپل احتجاج پای ته ورسوي.