د ګاونډي له لور سره واده؛ واخی سړی له پاکستانۍ مېرمنې سره
واخان کې له پاکستانیو نجونو سره واده کول له څو کلونو راهیسې دود شوي. د پولې دواړو غاړو ته پراته خلک د دواړو هېوادونو له سیاسي لانجونو لیرې یو او بل ته نجونې ورکوي او په خپلو کې ودونه سره کوي.
واخان ولسوالي لږترلږه لس داسې پاکستانۍ ناوې لري، چې تر ډېره د پاکستان د ګیلګیت اوسېدونکې دي. ګیلګیت د افغانستان بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ په سوېل کې پروت دی.
اشکاشم ته له واخانه د ستنېدو په اوږدو کې ارګند سیمه کې له هغې کورنۍ سره مخامخ شوم چې دوې پاکستانۍ ناوې لري. د دولت نظر فقیرانه کور ددغې جوړې په خنداوو خوښ ښکاري.
اتیا کلنه بي بي ناز له خپل زوی او کوچنۍ ناوې سره یوځای اوسېږي. د کورنۍ ناوې زرینه بیګم په داسې حال کې پر اوبدلو بوخته وه، چې په غېږ کې یې دوه کلن ماشوم اچولی و. مېړه یې دولت نظر، د چارجېدونکي څراغ په جوړولو بوخت و، چې بېګا ته یې کور رڼا کړي.
ددغې جوړې اړیکي درې کاله وړاندې پیل شوې. هغه وخت چې دولت نظر له نژدې خپلوانو سره له واده کولو نهیلی شو، د ورېندارې وړاندیز یې ومانه او د ګاونډي له لور سره یې واده وکړ.
واخان کې ښځې؛ هم د سړو کار کوي هم درس وايي
د دنیا پر بام افغان لږکي قرغیزان؛ چې د نسل ختمېدو وېره یې شته
قرغیزستان کې د 'ناوې تښتولو' دود پای ته رسول کېږی
د مشر ورور مېرمن یې پروین د پاکستان ده. هغه ویل که غواړې له پاکستانه مېرمن درته پیدا کړم چې په لږو پیسو واده ورسره وکړې. ما هم ومنله. واخان کې د واده لګښت ډېر زیات دی. ډېر کله چې د نجلۍ غوښتلو لپاره تللي یو، موږ ته یې ډېر ګران شرطونه وړاندې کړي او ما ونه شوی کړای د خپلو خلکو منځ کې واده وکړم".
د دولت د مېرمنې زرینې بیګم لپاره له یوه افغان سره واده کول اسانه پرېکړه نه وه. دواړو له واده وړاندې له یو بل سره هېڅ نه وو لیدلي.
"پروین پاکستان کې زموږ د کورنۍ له اشنایانو څخه وه. هغه یوه ورځ راغله او له ما نه یې د هغه له لېوره سره د واده غوښتنه وکړه. پروین افغانستان کې له ژوند راضي وه او ما هم په همدې خاطر ومنله او دلته راغلو".
که څه هم پروین په لومړیو کې زرینې بیګم ته ویلي وو، د مېړه کورنۍ یې ځمکې لري او بډایه ده، خو له واده کولو وروسته په ډاګه شوه چې داسې نه ده. له دې سره سره هم له ژونده راضي ده.
د واده لپاره پاکستان کې لنډه غونډه وشوه او د ژوند لپاره افغانستان ته راغلل.
قرغیزستان کې د 'ناوې تښتولو' دود پای ته رسول کېږی
پروین ددغې کورنۍ مشره ناوې ده، چې اوس د واخان ارګند کلي د پراختیايي شورا مشره ده او د سیمې خلکو ته خدمت کوي.
دا وايي: "دلته مې ژوند خوشحاله دی، اوس مې ټول خلک پېژني او د خپلې کورنۍ د یوه غړي په توګه چلند ورسره کوي. زه چې کله د زرینې د غوښتلو لپاره ولاړم، ډاډه وم چې هغه به دلته له خلکو سره د نااشنایۍ احساس ونه کړي".
دولت نظر چې کله واده وکړ، ځان ته یې ایله یوه خونه هم نه لرله. خو اوس په هغه خونه کې له خپلې مېرمنې او ماشوم سره یوځای اوسېږي چې له واده وروسته یې پیل کړه.
شبنم د دوی د ګډ ژوند دوه کلنه لور ده.
د بدخشان واخان ولسوالۍ کې د زرینې بیګم د کور او د پاکستان ګیلګیت کې د هغې د پلار د کور ترمنځ یوازې یو غر پروت دی. هغه غر چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله ده. خو له سیاسي پلوه، د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ ډېرې ډبرې او ډېر غرونه پراته دي.
له سیاسي او جغرافیوي واټن پرته دغې کورنۍ د غره په لمن کې خپل خټین کور د مینې پربنسټ ودان کړی.
په افغانستان کې هغه نارینه لږ دي چې ناافغانې مېرمنې لري، او ډېری دا ډول ودونه تر ډېره د کډوالۍ پرمهال شوي دي.