BBC
 شاته

داعش: کابل کې ځانمرگى بريد موږ کړى

د افغانستان پلازمېنې کابل ښار شمال خیر خانې سیمې یوۀ تالار دروازه کې چاودنه شوې. دغه تالار کې د عطا محمد نوړ په ملاتړ غونډه روانه وه چې ځینې افغان سیاستوالو هم په کې گډون کړى وو.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، په برید کې ١٤کسان وژل شوي، چې اته يې پولیس او شپږ يې ولسي وګړي دي.

د افغانستان روغتيا وزارت وايي په دغه پېښه کې لږ تر لږه ١٨ تنه ټپيان شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خپرونو مشر اسمعیل کاووسي وړاندې ویلي و چې تر اوسه کابل امبولانس د کابل روغتونونو ته د برید له ځایه پنځه مړي او ۱۶ ټپیان وروړي.

د ښاغلي مجاهد په وينا یوه پلي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل دغه تالار ته ننوځي، خو هوټل ته د ننوتلو په لار لومړۍ تلاشۍ کې د پولیسو له خوا پېژندل شوی او هدف ته له رسېدو مخکې یې ځان چوولی.

نوموړی وايي، پېښه کې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند پنځه پولیس وژل شوي. چاودنه د "قصر نوین" په نوم په هغه تالار کې شوې ده، چې د بلخ د والي عطاء محمد نور پلویانو د نوموړي په ملاتړ غونډه پکې جوړه کړې وه.

د انځور حقوق Social Media
Image caption پولیس وايي، ځانمرګی برید کوونکی یې هدف ته له رسېدا مخکې دروازه کې پېژندلی او هغه هم پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي

داعش د بريد پړه منلې او په خپله وېبپاڼه "اعماق" کې يې ليکلي، د دغې ډلې يوۀ غړي د جمعيت اسلامي گوند پر غونډې دا بريد کړى، خو په دې تړاو کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.

کابل کې ځانمرګي "۵" کسان ووژل او "۲۰" ټپیان کړل

د کابل دشت برچي سیمې جومات کې "شپږ کسان وژل شوي"

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې شوى ځانمرگى بريد غندلى او پر جوماتونو، تکيه خانو او ولسي ځايونو کې بريدونه يې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې بللي. ښاغلي غني د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرگنده کړې.

د دغو مراسمو ویناوال احمد ضیاء مسعود، حاجي ظاهر قدیر، ستار مراد، عبدالحفیظ منصور او د ولسي جرګې ځینې نور غړي او د جمعیت اسلامي ګوند ځینې مشران هم وو.

ځايي رسنۍ وايي، چاودنه د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته شوې ده.

وسله والو طالبانو په برید کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.

دا په تېرو شاوخوا دوو اونیو کې کابل کې دویم برید دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ځايي رسنۍ وايي، چاودنه د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته شوې ده.

دوې اونۍ وړاندې د کابل ډیپلوماتیکه سیمه کې یوه ځانمرګي برید لږترلږه پنځه کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل. اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د برید پړه منلې وه.

افغانستان کې د وروستۍ یوې میاشتې خونړي بریدونه: