د 'داوینچي اثر' په ۴۵۰ میلیون ډالر وپلورل شو
د عیسی مسیح یوه ۵۰۰ کلنه کښل شوی هنري اثر، چې اټکل کېږي د لیوناردو داوینچي اثر دی، په ۴۵۰ میلیون ډالر نیویارک کې وپلورل شوه.
ددغه اثر نوم سلواتور موندي" یا د (نړۍ منجي) ښودل شوی.
د لیوناردو داوینچي تر ۲۰ لږ اثار تر اوسه پاتې شوي دي.
اټکل کېږي چې دغه اثر چې ظاهراً په ۱۵۰۵ کال جوړ شوی، د داوینچي هغه یوازېنی اثر وي چې د هغه له شخصي ټولګې پاتې شوی.
د مونالیزا انځور تر شا یو بل انځور هم پټ دی؟
په دې اثر کې عیسی مسیح نقاشي شوی، چې یو لاس یې پورته نیولی او بل لاس کې یې ښیښه یي کره نیولې ده.
تر دې مخکې ۵۸ کاله وړاندې د لندن په یوه لیلامځي کې یو اثر په ۶۰ میلیون ډالر پلورل شوی و، هغه مهال اټکل کېده چې دا اثر د داوینچي د یوه ملاتړي دی.
تر اوسه هېڅوک هم ډاډمن نه دي چې رښتیا به دغه نقاشي د لوی ایټالیايي استاد وي.
کله چې "سلواتور موندي" په ۲۰۰۵ کال له ورکېدا وروسته بېرته وموندل شو، د ډېرو پام یې د "لیوناردو د ورک شوي اثر" ته واړاوه.
دغه نقاشي ۴ کاله وړاندې د یوه روسي لرغون ټلوونکي له خوا په ۱۲۷٫۵ میلیون ډالر پېرل شوی و، خو هغه یوه خصوصي معامله وه نه د لیلام له لارې.