BBC
 شاته

پر کونړ ډزې

ډېورنډ کرښې سره نژدې د افغانستان کونړ ولایت چارواکي وايي پاکستاني پوځ د کرښې له بلې غاړې پر افغان خاورې د توپونو سخت ګوزارونه کړي چې دوی یې نا اعلان کړی جنګ بولي. ځايي خلک او چارواکي وايي د اغېزمنې سيمې لسګونه اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. کابل یا اسلام اباد تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي. نعمت الله کریاب یې له سيمې نور حال راکوي.