BBC
 شاته

افغانستان کې د کوکنارو کروندې او تولید دوه برابره ډېر شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال وزير احمد جاوېد قايم سره خبرې

ملګري ملتونه او افغان چارواکي وايي، افغانستان کې د نشه یې موادو تولید او کروندې دواړو کچه دوه برابره ډېره شوې.

د ملګرو ملتونو هغه اداره چې له نشه یې موادو سره مبارزه کوي له افغان چارواکو سره یې شریک معلومات ښيي، چې ۲۰۱۷ کال کې د نشه یي توکو تولید ۸۷ سلنه او کښت یې ۶۳ سلنه لوړ شوي دي.

څېړنه کې له هلمند وروسته کندهار، بادغیس، فاریاب،ارزګان، ننګرهار، فراه، بلخ، نیمروز او بدخشان افغانستان کې هغه ولایتونه بلل شوي، چې ډېر نشه يي مواد تولیدوي.

افغانستان کې له نشه یي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر مارک کوهلن وایي، هلمند سږ کال هم د کوکنارو په کښت او تولید کې لومړی ځای لري:

"په ۲۰۱۷ کال ټول هېواد کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي، دا کښت د تېر ۲۰۱۶ کال پرتله ۶۳ په سلو کې ډېروالی ښيي، دا لوړوالی نوې خبره ده، په ټولیز ډول په ټولو هغو ولایتونو کې د کوکنارو کښت ډېر شوی چې دغه کښت په کې کېږي، د کښت د لوړې شوې شمېرې نژدې نیمایي برخه کوکنار هلمند کې کرل شوي یعنې دغه ولایت کې د تېر کال پرتله ۶۳ زره او ۷ سوه هکتاره کښت اضافه شوی دی."

د نشه یی توکو تولید او کرکیله په داسې حال کې لوړې کچې ته رسېدلې چې د دغې پدیدې پر وړاندې د مبارزې افغان پولیس وایي، دوی کرار نه دي ناست او په همدې کال کې يې د نشه یي توکوشاوخوا ۲۶۰۰ قاچاق کونکي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیاري وايي:

"زموږ پولیسو سږ ۲۳۴۳ عملیات کړي چې پکې یې د نشه ای توکو ۲۶۴۷ قاچاق کونکي نیولي دي. په دوی کې ۸ تنه د لوړې کچې قاچاق کونکي شامل دي او دا د هغو ۱۰ کسانو له ډلې دي چې زموږ په تول لیست کې دي. هیله ده د کال تر پایه دوه نور یې هم ونیول شي"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې دوی شاوخوا ۲۵۰۰ ټنه نشه ای توکي کشف او ضبط کړي دي. خو د ملګرو ملتونو مخدره توکو سره د مبارزې دفتر او د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت یوه ګډه څېړنه ښيي، په هغو ولایتونو کې چې کوکنار کرل کېږي، له ۲۰ ولایتونو ۲۴ ولایتونو ته لوړ شوي.

د دې څېړنې په بنسټ د افغانستان شمال لور ته جوزجان او بلخ کې د کوکنارو کرکېله او تولید ډېر شوی او اوس یوازې بامیان له کوکنارو پاک پاتې دی.

"افغانستان کې سل زره ماشومان په نشه يي توکو روږد دي"

کندهار کې سلګونه جرېبه کوکنار نه دي اړول شوي

د شمېرو له مخې افغانستان کې سږ د کوکنارو له تولیده یو اعشاریه دوو نه تر یو اعشاریه پينځو میلیارده ډالرو عاید ترلاسه شوی.

د نشه ای توکو د کرکېلې او تولید په برخه کې د زیاتوالي اندېشنه داده چې ویل کېږي وسله وال مخالفین پکې لاس لري او کولی شي له دې لارې د جګړې په زیاتولو کې ګټه پورته کړي.

د انځور حقوق Getty Images