BBC
 شاته

په زلزله کې باید څه وکړو او څه ونه کړو؟

د انځور حقوق iSna

تېره دوشنبه د نومبر پر ۱۳ د ایران او عراق سرحدي سیمو کې زلزله وشوه. شیبه په شیبه یې مرګ ژوبله ډېرېدله، د خلکو د ژغورلو هڅې روانې وې، خو نورو دا پوښتنه کوله چې د زلزلې پر مهال باید څه وکړ؟

هغه کسان چې د زلزلې ترخه تجربه لري، وايي د زلزلې پېښدلو په لومړیو کې له عجیبو غږونو سره مخ کېږي چې تر ډېره په لومړنیو سپکو لړزو یا ټکانونو بدلېږي.

ورپسې د زلزلې اصلي څپه ده چې له څو ثانیو تر څو دقیقو اوږدېږي او وروستی پړاو هم د زلزلې وروستي ټکانونه دي چې له اصلي څپې سپک دي.

دا ټول په ډېر لنډ مهال کې پېښېدلی دي.

* ایران او عراق کې زلزله

* د مکسیکو سخته زلزله په تصویرونو کې

البته ممکن له زلزلې پېښېدلو مخکې څو سپک ټکانونه حس شي، لکه د ایران د کرمان ولایت په بم کې زلزله چې پر ۱۳۸۲ پېښه شوه.

له اصلي زلزلې مخکې چې سهار پنځه نیمې بجې پېښه شوه، دوه زلزلې یا مخکېني سپک ټکانونه پېښ شول.

په ایران کې د تېرې دوشنبې ورځې له زلزلې مخکې هم مخکې ټکانونه حس شوي دي.

د امریکا د زلزله پوهنې اداره په دې برخه کې سپارښتنې لري چې ځینې یې په دې ډول دي.

د زلزلې پېښېدلو پر مهال:

د انځور حقوق Tasnim

که ودانۍ کې یاست:

  • له کړکیو، سترو المریو، بخاریو او نورو درنو شیانو لرې شئ، ممکن پر تاسو در وغورځي.
  • د ډوډۍ خوړلو یا لیکلو مېز لاندې پټ شئ او که په زلزله کې وخوځېدل، پښې یې ټینګې ونیسئ.
  • که استوګنیزه مېنه کې یاست، د زلزلې پر مهال بهر یا لاندې په پوړیو( ځینو) کې منډه نه کړئ، ځکه ممکن د لوېدیو یا غورځېدلو پر مهال ټپي شئ.
  • پخلیځ(اشپزخانه) د زلزلې پر مهال یو ډېر خطرناک ځای دی، ترې لرې شئ.
  • د یخچال، المرۍاو د دوی په څېرد کور د لوړو او درنو وسایلو له څنګ لرې شئ.

که له ودانۍ بهر یاست:

پرانیستې فضا ته لاړ شئ او له ودانیو، برېښنا تارونو، دودکشونو او هر بل شي لرې شئ، چې ممکن پر تاسو در وغورځي.

که موټرواني کوئ:

د انځور حقوق Getty Images
  • ګاډی په پام سره و درروئ او څومره چې کولی شئ له نورو موټرو ځان ازاد کړئ.
  • هیڅکله هم د پل یا ونو ، د برېښنا مټو یا ترافیکي اشارو لاندې مه درېږئ.
  • چې ټکانونه ختم شوي نه وي له موټر مه کوزېږئ.
  • د بیا تللو پر مهال په سړک کې ماتو خښتو او کاڼو ته پام کوئ.

د زلزلې پېښېدلو پر مهال څه باید ونه کړو؟

  • که د ګاز نلکه مو بنده کړې وه، مه یې خلاصوئ او د ګاز ادارې ته یې وسپارئ.
  • که ډاډه نه یاست چې د لیګ شوي ګاز بوی ختم شوی نه دی، د اورلګیت او نور اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ.
  • باید وپوهېږئ چې مرستندویه ډلې، پولیس، امبولانسونه او اوروژونکي ښايي ژر تاسو ته ونه رسېږي.

له زلزلې وروسته:

ر د انځور حقوق Mehr

کله چې زلزله ختمه شي باید د وروستیو ټکانونو منتظر اوسو او هڅه وکړو چې له ماتو ښیښو او ماتو شیانو ځان لرې کړو.

له زلزلې وروسته خطرونو څخه د لرې کېدلو لپاره هم ډول ډول سپارښتنې شته چې ځینې په لاندې ډول دي:

  • که څوک ټپي شوی وینه ترې بهېږي هڅه وکړئ پر ټپ یې نېغ زور وکړئ؛ د دې کار لپاره له پاکې پټۍ یا ټوټې کار واخلئ.
  • هغه کسان چې سخت ټپي شوي مه یې خوځوئ مګر په دې شرط چې له ډېر خطر سره مخ وي.
  • ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
  • که ستاسو کور یا ګاونډ اور اخیستی، نو سملاسي یې د مړولو هڅه وکړئ.
  • په هره وسیله چې کېږئ وروستي خبرونه واورئ.
  • پام کو ئ چې څه شی در باندې ونه غورځي.
  • که د ګاز بوی مو تر سپږمو شو، د اورلګیت یا نورو اور اچوونکو وسیلو له روښانولو ډډه وکړئ.

که له ودانۍ بهر یاست:

د انځور حقوق Getty Images
  • په سړک کې له درېدلو ډډه وکړئ او د مرستندویه ګاډو تېرېدلو ته لار پرانیځئ.
  • ورانو ودانیو ته مه نږدې کېږئ.
  • برېښنا تارونو ته لاس مه ور وړئ.