BBC
 شاته

داسې ګولۍ چې درته وايي اوس معدې ته رسېدلې

د انځور حقوق Getty Images

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د اول ځل لپاره داسې ګولیو ته اجازه ور کړه، چې ان بدن په دې خبروي چې اوس معدې ته رسېدلې دي.

دغې ادارې د جاپان د درمل جوړولو یوه شرکت او د امریکا د ټیکنالوجۍ یوه شرکت ته اجازه ور کړې چې دا سیستم( د درمل خوړلو د درک لګولو ډیجیټل سیستم) په امریکا کې خپلې ګولۍ پلور ته وړاندې کړي.

دا سیستم په داسې ګولیو کې کارول شوی چې ارواطبي( د ارواپوهنې طب، روان طبي یا سیکلو میډیکل) ناروغیو کې کارول کېږي او ابیلیفای نوم لري.

په دې ګولۍ کې یو حسګر( حس لرونکی) شته او له داسې موادو جوړ دی چې په هاضمي سیستم کې جذبېږي.

کله چې ګولۍ د معدې له ترشحاتو سره لګېږي، حسګر فعالېږي او پر هضمولو سربېره د دې درمل فیزیالوژیکې ځانګړنې لکه د فعالیت کچه هم ثبتوي.

دا معلومات هغې الې ته رسېږي چې ناروغ پر خپل بدن سریښ کړې او له هغه ځای په ملفون( موبایل) کې اېپلیکېشن ته لېږل کېږي.

د ناروغ د هوکړې له مخې دا معلومات د اینټرنېټ له لارې د ناروغ پالونکو یا څارونکو، ډاکټرانو، روغتیاپالو او نورو ادارو ته هم رسېدلی شي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د اجازې له مخې دا ډیجیټل ګولۍ یواځې د ژور خپګان لپاره کارېږي.

دا ګولۍ هغو بوډاګانو ته نه ور کول کېږی چې د هېرې په ناروغۍ اخته دي، دا هم معلومه نه ده چې دا ګولۍ د کوچنیانو لپاره بې ضرره دي که نه.

په روان طبي ناروغیو کې د درملنې یوه ستونزه د درملو له خوړلو د ناروغ ډډه کول دي، خو د دې سیستم تولیدوونکي وايي، روښانه نه ده چې دا ډیجیټل ګولۍ به د دې ستونزې اوارولو کې مرسته وکړي که نه.

پر دې سربېره د دې ګولۍ تولیدوونکي وايي، د دې ګولۍ د هضم له پیلېدلو خبرېدل ممکن له نیم تر دوو ساعتونو وخت ونیسي او کله شونې ده چې دا سیستم یې هضمول معلوم نه کړي.

بل دا چې له دې ګولۍ باید شیبه په شیبه دا استفاده ونه شي چې ایا هضمېدل یې پیل شوي که نه.