BBC
 شاته

افغانستان کې په نشه روږدي سل زره ماشومان

رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي. افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي. بل خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله تر بل هر وخت زیاته شوې. اوس ددې اندښنه شته چې د کوکنارو د کرکېله په زیاتېدو سره به د روږدو کسانو، په ځانګړي ډول د معتادو ماشومان شمېر هم لا زیات شي.