BBC
 شاته

جورجیا کې د 'نړۍ تر ټولو لرغوني شراب' کشف شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption په اتو چاټیو کې داسې کیمیاوي مواد موندل شوي، چې ښکاري شراب پکې ساتل شوي، او تر ټولو د لرغونې چاټۍ تاریخ تر میلاد ۵۹۸۰ کاله وړاندې اټکل شوی.

ساینس پوهان وايي، د جورجیا تبلیسي ښار ته څېرمه یې له انګورو د جوړو شرابو یو خټین مټ 'چاټۍ' موندل شوې چې لرغونتوب یې ۸۰۰۰ کاله ښودل شوی دی.

څېړونکي وايي، د پلازمېنې تبلیسي سوېل په دوو سیمو کې کې په کشف شویو خاورینو چاټیو کې له انګورو د جوړو شویو شرابو نښې موندل شوې.

پر ځینو دغو چاټیو د انګورو وږي کښل شوي او پر ځینو د نڅاګرو سړو انځورونه.

وړاندې د ایران په شمال لوېدیځ کې له انګورو د جوړو شویو شرابو ځینې لوښي موندل شوي وو، چې د قدامت تاریخ یې شاوخوا ۷۰۰۰ کاله وړاندې ښودل شوی و.

مصر کې مومیايي شوي مړي موندل شوي

د تورنټو پوهنتون یوه مشر څېړونکي پروفیسر سټیفن بتیوک چې په دې څېړنه کې ګډون کړی، ویلي: ''باوري یو چې دا په اوراسیا سیمه کې له انګورو جوړو شویو شرابو لپاره ځانګړې شوې تر ټولو لرغونې چاټۍ ده، چې هغه مهال د انګورو پر کروندو تمرکز په ډاګه کوي''.

دودیزې لارې

څېړونکي وايي، خټینې چاټۍ په دوو کلیو ''ګاداکریلي ګورا'' او ''شولاویریس ګورا'' کې کشف شوې، چې د لرغونتوب تاریخ یې معاصر حجري پېری ته رسېږي او دغه کلي د تبلیسي جنوب کې نژدې ۵۰ کیلومتره لیرې پراته دي.

په اتو چاټیو کې داسې کیمیاوي مواد موندل شوي، چې ښکاري شراب پکې ساتل شوي، او تر ټولو د لرغونې چاټۍ تاریخ تر میلاد ۵۹۸۰ کاله وړاندې اټکل شوی.

په جورجیا کې د ملي موزیم مشر ډیویډ لورډکیپانیدز چې ددغې څېړنې څارنه کې یې همکاري هم کړې، وايي لویه چاټیه د ''یوفیسري'' په نوم ده. دا چاټۍ لرغونو هغو ته ورته ده او اوس هم دې ته ورته چاټۍ په جوریا کې د شرابو جوړولو لپاره کارول کېږي.

پروفیسر باتیور وايي، غالباً شراب د ''یوفیسري'' دودیزې طریقې جوړېدل.

وړاندې د ایران ''زاګروس'' غرونو کې د شرابو جوړولو لرغونتوب ښودل شوی و.

په ۲۰۱۱ کال د ارمنستان په یوه غار کې د شرابو ساتلو یوه چاټۍ وموندل شوه چې د لرغونتوب تاریخ یې نژدې ۶۰۰۰ کاله وړاندې ښودل شوی و.

اټکل دی چې په نړۍ کې شراب له انګورو پرته شراب له وریجو، ګبینو او مېوې څخه جوړېدل او په چین کې کشف شوه چې هلته له میلاد کابو ۷۰۰۰ کاله وړاندې هم شراب جوړېدل.