BBC
 شاته

هرات کې سربېره پر مخالفتونو د "افغان ستوري" خپرونه ثبت شوه

Image caption پرون هرات ښار کې د افغان ستوري خپرونې پر ضد لاریون وشو.

د افغان ستوري سندریزې سیالۍ ترسره کوونکي وایي، له ننګونو سره سره یې په هرات ولایت کې د خپرونې ثبت پای ته رسولی دی.

پرون (د تلې ۳۰) ګڼ شمېر دیني عالمانو په هرات کې د افغان ستوري سندریزې سیالۍ خپرونې پر ضد لاریون وکړ او دا پروګرام یې د "اسلامي ارزښتونو ضد او فساد خپروونکی"وباله.

د افغان ستوري د سیالۍ منصفه پلاوي غړي قیس الفت بي بي سي ته وویل، په هرات ولایت کې تر ۲۰۰ ډېرو کسانو "افغان ستوري"سیالۍ ته نوملیکنه کړې وه، چې دوی پکې یو شمېر د ۱۶۰ غوره کسانو لپاره ترې خوښ کړي.

افغان ستوری پروګرام چې په افغانستان کې د خصوصي ټلویزیون طلوع له خوا جوړېږي او خپرېږي په ځوانانو کې یو شمېر مینه وال لري.

په دغه پروګرام کې چې چلوونکي یې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفر کوي او له خلکو غواړي چې په سیالۍ کې ګډون وکړي، د هرات ولایت ګډونوالو ځوانانو شمېر پکې تر ځینو نورو ولایتونو ډېر وي.

د انځور حقوق Qais Ulfat

ښاغلي الفت په هرات ښار کې د دوی د خپرونې پر ضد ترسره شوي لاریون ته په اشاره وویل: "موږ د هر چا نظر ته درناوی کوو خو احترام باید له دواړو خواوو وي."

هغو افغان ځوانانو ته چې "تمه لري" ښاغلي الفت ډاډ ورکړ چې د ده په وینا که "د مور او پلار دعا او د خدای رضا ورسره وي، هېڅ خنډ یې د پرمختګ مخه نشي نیولی."

د اریانا سعید پر ځای به څوک وي؟

نژدې لس ورځې وړاندې افغان سندرغاړې اریانا سعید چې د "افغان ستوري" تېرو سیالیو کې د منصفه پلاوي غړې وه اعلان وکړ چې په راتلونکې خپرونې کې د نورو بوختیاوې له امله ګډون نه شي کولی.

هغې له بي بي سي سره په مرکه کې د افغان ستوري لړۍ د خلکو ژوند کې د خوشحالو شېبو راوستو لپاره یوه ښه ننداره وبلله.

اغلې سعید دا خپله شخصي پرېکړه وبلله.

قیس الفت بي بي سي سره خبرو کې وویل چې سږکال د اغلې سعید پر ځای شهلا ځلاند د منصفه پلاوي غړیتوب لري.

اغلې ځلاند چې د وتلي افغان موسیقۍ استاد جلیل ځلاند لور ده تر دې وړاندې هم د افغان ستوري منصفه پلاوي غړې وه.

ښاغلی الفت د موسیقۍ په برخه کې د شهلا ځلاند وړتیا د ستایلو بولي او وايي ډاډه دی چې خپرونه به ډېره ښه پرمخ ولاړه شي.

افغان ستوری د انځور حقوق FB, Tolo, Afghan Star
Image caption د اریانا سعید پر ځای به شهلا ځلاند راځي.

ځینې عالمان وایي که موسیقي د فساد او ابتذال سبب نشي باید مخنيوی یې هم ونشي، خو د هرات په پرونۍ غونډه کې یو شمېر ویناوالو ویل یوازې "د افغان ستوري پروګرام مخالف نه دي بلکې موسیقي نشي زغملی".

تر دې وړاندې هم د کنسرتونو د ترسره کېدو پر وړاندې یو شمېر نورو ولایتونو کې دیني عالمانو کلک غبرګون څرګند کړی دی.

څه موده وړاندې د اتحاد اسلامي ګوند مشر عبدالرب الرسول سیاف له افغان حکومته وغوښتل چې د ده په وینا "د فحشا او هنر ترمنځ کرښه وباسي."

بل لورته بیا پر ملایانو او روحانیونو دا نیوکه کېږي چې د ترهګریزو بریدونو پر وړاندې چې ولسي وګړي هم پکې وژل کېږي ولې لاریون نه کوي. خو د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو لیکلي، لږترلږه ډېری دیني عالمانو ترهګریزې کړنې غندلي خو لږې خبري رسنۍ شته چې په جوماتونو کې د عالمانو دیني خطبو ته یې کمرې لګولې وي.


د موضوع په تړاو زموږ پر فېسبوک پاڼې د ځینو کاروونکو نظرونه:

الکوزی ف ز: دغه ستاره افغان زمونږ د افغانستان هنرمندان بيخي د افغاني کلتور نه بهر ویستي دي.

عبدالحفیظ غیرت: ټولې ستونزې خو به حل نشي خو د ستونزو د حل کېدو شروع د همدې پروګرام د بندېدو سره وشي. د ډېرو وړو ستونزو مور همدا يوه ستونزه چې ډېرو ته وړه او ناديده ښکاري.

سنګینه: ستونزې سندرغاړو نه بلکې ملایانو جوړې کړي. دا پوښتنه له همدا ملایانو څخه وکړئ چې ولې ځانمرګي داعش او طالب نه ملامتوي؟ کومه ورځ یې مظاهره کړې؟