BBC
 شاته

اسلام اباد کې پښتو او پښتانه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته یو شمېر پښتانه پر خپله ژبه د خبرو کولو جرات نه کوي.

اسلام اباد کې د اوسېدونکو پښتنو کره شمېره نه ده معلومه، خو زه چې ماشومتوب مې په ایران او زلمیتوب مې په کابل کې تېر شو، فکر مې نه کاوه اسلام اباد کې په دومره ډېر پښتانه و اوسي.

په اسلام اباد کې اوسېدونکي پښتانه خوځنده او کاروباري خلک دي؛ له موټروانۍ نیولې تر هوټلوالۍ او له خبریالۍ نېولې تر فېشن ماډلۍ په هره برخه کې له پښتنو سره مخامخېږئ، خو په پاکستان کې حاکم کلتوري ـ ژبنیز سیاست دومره ځپلي چې ان پخپله ژبه روانې خبرې نه شي کولی.

زه چې د بي بي سي له کابل څانګې و د اسلام اباد هغې ته خدمتي راغلی یم، په دې لیکنه کې په اسلام اباد کې د پښتنو او پښتو په اړه در سره څو خاطرې او تجربې شریکوم.

ګوډه - ماته پښتو او پښتونولي

کله چې الوتکه د اسلام اباد په بې نظیر بوټو هوايي ډګر کې کېناسته، نه مې ټیلیفانه کار کاوه او نه مې د دفتر پته سمه په ذهن کې وه.

د دې هر څه لامل دا و چې ما مې د خپل همکار او ملګري پر ژمنه تکیه کړې وه چې له الوتکې زما د کوزېدو پر مهال به د هوايي ډګر مخې ته ولاړ وي او ما به له ځان سره نېغ دفتر یا هوټل ته بوځي.

Image caption د اسلام اباد پښتانه ډېری کاروباري او خوځند خلک دي

۲۰ دقیقې شاوخوا له هوايي ډګره د وتلو وروستۍ دروازه کې ورته په تمه شوم، خو د هغه اډو درک نه و.

انټرنټ ته مې ډېره اړتیا لرله، خو شاوخوا یې اسانتیا نه وه. په همکار پسې مې سترګې هر لور ګرځولې چې یو غږ مې واورېد:

" اه بهایی جان ...! " ((ورور جانه ...!))

زه یې نو یوازې په په بهايي جان پوه شوم. خو په نورو خبرو یې چې نه پوهېدم، ځان مې ترې تېرایسته.

په همدغه شېبه زموږ دواړه هدف یو و، هغه هم کوم چا ته انتظار و.

یوه شېبه دواړه غلي وو، خو وروسته یې بیا په اردو پوښتنه وکړه.

په مسکا مې پوه کړ چې په اردو ډېر نه پوهېږم.

په انګلیسي یې راڅخه وپوښتل د کوم ځای یې؟

ځواب مې ور کړ د افغانستان یم.

په خندا شو، ویل یې ولې پښتو نه وایې؟

ما ورته کړه، که موبایل کې انټرنټ لرې، ضرور مې پکار دی.

ویل یې: "نه فون[موبایل] مې سیمپل [ساده] دی خو ګاډی [موټر] راسره ایشته هر چیره چې غواړې بوځم به دې."

ما ويل ګوره نابلده یمه راسره په عذاب به شې. ویل یې نه یار "پختونولي" ده.

په همدې خبرو کې و چې همکار مې تر سترګو شو.

له دې ملګري سره مې مخه ښه وکړه، خپل بزنس کارټ یې راکړ او ترې رخصت شوم.

پښتو ته اړتیا نه شته

زما د اوسېدو ځای له د ښار له مرکزه یو څه لرې دی. په موټر کې ورته ۱۵ دقیقې لار ده، خو د اسلام اباد شنه چاپیریال، د ټرافیکو نظم او پراخو سړکونو یې مزل خوندور کړی دی.

Image caption .

زما اپارتمان د اسلام اباد په نسبتا ارامه ځای کې دی، هرې خوا د هوسا ژوند نښې نښانې لیدل کېږي. اوسېدونکې یې ډېری اردو ژبي دي او هغه کسان دي چې د پاکستان له نورو ایالتونو په کار پسې اسلام اباد ته راغلي دي.

زموږ د بلاک ساتونکی عابد نومېږي، پښتون او د خیبر پښتونخوا د مردان سیمې دی، خو دومره ګډه وډه پښتو وايي، چې ستونزمنه ده پرې پوه شي د څه په اړه خبرې کوي.

یوه ورځ مې په خندا ور ته ویل:

" پښتو به ستاسو له لاسه څومره په تکلیف وي. "

راغبرګه یې کړه: " جي تکلیف څه ته وايي؟."

شېبه غلي وو، په خندا شو او ویل یې:

" ټیک خبره کوئ، خو پښتو ته اړتیا نیشته... هو کنه."

ټول یو خلک یوو

زموږ له اپارتمانه لږ ور هاخوا یو پښتون هټیوال دی. ریاضت خان نومېږي او د خیبرپښتونخوا د نوښار سیمې دی.

په ریاضت خان مې ډېر لاس سپک دی. کله چې مې چې کوم څه ته اړتیا وي مرسته ترې غواړم.

یوه ورځ مې په ټوکو ترې وپوښتل، زه افغان یم او ته اوس پاکستانی یې، د کوم احساس له مخې را سره داسې د زړه تله مرسته کوې؟

په خندا شو ویل یې:

"مړه ټول یو خلک یوو."

ترې مې وپوښتل، د اسلام اباد په دولتي ادارو کې پښتانه څومره دي؟

ویل یې: "ډېر لږ دي، زموږ مشران چې دي ایخپلې پښتونخوا سره علاقه ساتي، دلته حکومت کې دومره نیشته دي. د هر چا برخه معلومه ده. اسلام اباد کې دوی ته دومره برخه نه رسېږي".

اشاره یې په پاکستان کې د ایالتونو وېش ته وه.

پښتو له کومه راشي؟

یو شپه د راپور د جوړولو لپاره یو ماډلینګ نندارتون ته لاړم. نندارتون له پلازمینې لږ بهر، راولپندۍ ته نږدې و.

څو ښځینه او نارینه موډل له کراچۍ، لاهور او نورو ښارونه راغلي وو.

د پروګرام مدیر یو دري ژبی افغان و او غوښتل مې پرې راپور جوړ کړم.

له تدابیرو معلومېده چې ترتیبوونکي یې په دې برخه کې مسلکي دي.

د پروګرام له پیل وړاندې نندارتون رسېدلی وم. یو شېبه په یوه څنډه کې کېناستم.

تر څنګ مې درې ځوانان کېناستل چې په پښتو یې خبرې کولې.

دوی درې واړه موډلان وو.

له یوه سره مې لږ خبرې وکړي، خو د خبرو په اوږدو کې به یې په اردو خبرې پیل کړې.

ورته مې کړه چې په اردو نه پوهېږم.

راته ویل یې، ستا پښتو هم ډېره ډیفیکلډ (ستونزمنه) ده او زیاته یې کړه، دا شته پښتو هم ډېره ده یار ... په سکول(ښوونځي)، یونیورسیټي (پوهنتون) په وورک (کار) هر چیرته انګریزي ده یا اردو نو پښتو له کومه راشي."

Image caption فرهاد محمدي د دوو پښتنو موډلو په منځ کې

پښتانه یو وخت د هند د نیمې وچې په کلتور کې د خان په نامه پېژندل کېدل، د لوی زړه او مېړانې خاوندان بلل کېدل، خو اوس د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ډېری پښتانه پخپله ژبه د خبرو کولو جرات نه کوي.

د اسلام اباد زیاتره پښتانه چې ما ورسره خبرې وکړې په پښتو يې لیک-لوست نه شو کولی یا ډیر کمزوری وو، خو د دوی په اند په پاکستان کې له دیرشو میلیونو زیات پښتانه باید په پښتو د لیک لوست زدکړې حق او خبرو جرات پیدا کړي.