BBC
 شاته

"امريکا د طالب مشرانو پرضد ځانګړي کمانډويان استوي"

د طالب مشرانو پر ضد چریکي عملیات د سي ای اې او امریکایي حکومت په تګلاره کې ښکاره بدلون دی د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالب مشرانو پر ضد چریکي عملیات د سي ای اې او امریکایي حکومت په تګلاره کې ښکاره بدلون دی

د امریکا څارګره اداره سي ای اې په افغانستان کې د طالب مشرانو د وژلو او نیولو لپاره چریکي عملیات پراخوي.

نیویارک ټایمز ته دوو جګپوړو امریکايي چارواکو ویلي، چې سي ای اې په لوړه کچه روزل شوي امریکایي کمانډو او ځيني قراردادیان له افغان ځواکونو سره یو ځای د هېواد بېلابېلو برخو ته استوي او طالب مشران په نښه کوي.

ورځپاڼه لیکي دا د سي ای اې او امریکایي حکومت په تګلاره کې ښکاره بدلون دی، ځکه پخوا به دې ادارې یوازې د القاعدې مشران په نښه کول.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم خپلو بریدونو ته زور وکړی. تېر اوونۍ یې په خپلو بریدونو کې تر ۱۲۰ ډېر افغانان ووژل.

له بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان د پوځ متقاعد ډگروال سعد وویل، د بريدونو توندېدا لامل، د ده په وينا د طالبانو او په سيمه کې د ځينو پټو کړيو ډار او اندېښنې دي.

د طالبانو پر ضد سي ای اې تر دې وړاندې ډېر جدي عملیات نه کول او یوازې یې په دې برخه کې له افغان ځواکونو سره د استختباراتو مرسته کوله.

د طالبانو وروستي بریدونه، د دوی د بریا که د ناکامۍ نښه ده؟

افغانستان کې پنځه پرلپسې خونړۍ ورځې

افغانستان پر پاکستاني موټرو بندیز ولګاوه

سی ای اې پخوا د طالبانو پرضد د نېغ عمل مخالفه وه او ویل یې دا کار یې د وخت او پیسو ضایع کېدل او خپل افسران له لوی ګواښ سره مخ کول دي.

خو اوس د سي ای اې یو پخوانی چارواکی د ترهګرۍ ضد جګړه کې د دې ادارې ښکېلتیا غوره بولي چې ډېرې سرچینې او ځواک لري.

ورځپاڼه لیکي چې د سي ای اې په چوکاټ کې د ننه یوه نیمه پوځي یا پارا مېلټري برخه یا څانګه شته چې د افسرانو شمېر یې یوازې څو سوو تنو ته رسيږي او دا کسان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ماموریتونه ترسره کوي.

که څه هم د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره امریکایي پوځ بهتر ځواک دی، خو نیویارک ټایمز لیکي چې د (سي ای اې) چریکي عملیات د پراخو پوځي عملیاتو پرتله ښې پایلې ورکوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مایک پامپیو د یرغلیز حالت ملاتړی دی.

نیویارک ټایمز وایي د سي ای اې د چریکي عملیاتو په ډېرېدو کې د دې ادارې د نوي مشر مایک پامپیو رول مهم دی.

دې ادارې وار د مخه په افغانستان کې ډرون بریدونه ډېر کړي او په قبایلي سیمو کې یې هم وسلوال په نښه کړي دي.

مایک پامپیو روانه میاشت په تګزاس پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل، که یرغلیز نه یاست، نو ماموریت نشی کولی.

"هره شېبه باید موږ پر خپل دوښمن د ګوزار کولو فکر وکړو".

* څارګره اداره، سي ای اې اوس په ټویټر کې هم شته

* "د سي ای اې پر مرکز بريد کې ای اېس ای مرسته کړې وه"

سی ای اې په افغانستان کې د خپل رول پر زیاتېدلو له څه ویلو ډډه کړې، خو دا ماموریت یې د سولې خبرو ته د طالبانو د راوستلو لپاره یو تکتیک بلل کېږي.

هغه تکتیک چې د ډونلډ ټرمپ د افغان او سیمې لپاره د ستراتیژۍ برخه ده او له مخې یې متحده ایالتونه د وسلوالو پرضد یرغلیزې جګړې ته اړتیا لري.

ډونلډ ټرمپ د دې ستراتیژۍ په بیانولو کې ژمنه وکړه چې د وسلوالو د ښکارولو لپاره به خنډونه له منځه یوسي.

"وسلوال باید پوه شي چې د پټېدلو ځای نه لري، له امریکايانو او امریکايي وسلو به یو ځای هم پاتې نه شي. سزا به ژر او زیاته وي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، وسلوال یو ځای هم له امریکایانو او امریکايي وسلو پټېډلی نه شي.

د سی ای اې د رول پراخېدل به د پوځي ډلګیو عملیات ځواکمن کړي او دا مانا لري چې په افغانستان کې به دا عملیات د خلکو له نظره پټ وي.

د دې عملیاتو له مخې به امریکايي ځانګړي ځواکونه شپنیو عملیاتو کې د طالبانو بم جوړوونکي هم په نښه کوي.

امریکايي چارواکي وايي، اوس چې افغان کمانډو ځواکونه له خپلو لوېدیزو ملګرو سره له طالبانو او داعش د سیمو په نیولو تمرکز لري د سي ای اې ډلګۍ به د دا ډول ګواښ په کمولو تمرکز ولري.