کوروالي ته د بې میلۍ لامل څه دی؟
یوه څېړنه چې جنسي اړیکو سره د برتانیا د خلکو پر چلند او تمایلاتو شوې ښيي، داسې شرایطو کې چې ښځې له خپل مېړه سره ژوند کوي شونې ده چې د سړیو پرتله یې نژدې کېدو ته بې علاقه ګي دوه برابره وي.
څېړنه ښيي چې د وخت له تېرېدو او د عمر له ډېرېدو سره، په ښځو او نرانو کې جنسي نژدېوالي سره علاقه کمېږي، خو د اړیکي اوږدوالی معمولاً د نر پرتله د ښځو د بې علاقه ګۍ لامل کېږي.
په ټوله کې د روغتیا زیانمېدل او د عاطفي نژدېوالي کموالی، سکس ته د ښځو او سړیو پر علاقې اغېز کوي. دغه څېړنه د نژدې ۵۰۰۰ نرانو او ۶۷۰۰ ښځو د شخصي تجربو پر بنسټ ترسره شوې.
برتانیوی څېړونکی وايي د جنسي تمایل له کمېدو د مخنیوي لپاره باید یوازې دارو درملو ورنه کړل شي، بلکې د یوه کس د ژوند ټولې برخې په پام کې ونیول شي.
درد او کړاو
جنسي کارپوهه اماندا میجر وايي، له کوروالي سره د علاقې کمېدل کومه غیر عادي مسله نه ده او دغه بدلون د نرانو او ښځو ترمنځ بېلابېل لاملونه لري.
مېرمن میجر وايي:"ځینو ته یو ډل شرایط عادي وي خو ځینو نورو ته د درد او کړاو لامل ګرځي."
په نظرپوښتنه کې د ګډونوالو سړیو ۱۵ سلنه او د ښځو ۳۴ سلنه ویلي چې تېر کال یې په یوې درې میاشتنۍ او یا هم تر هغه اوږدې دوره کې اصلاً هېڅ جنسي اړیکه نه ده درلودلې.
په نرانو کې د سکس پر وړاندې بې علاقه ګي د ۳۵ او ۴۴ کلونو ترمنځ تر نورو ډېره وه، په داسې حال کې چې دا مسله د ښځو ترمنځ د ۵۵ او ۶۴ کلنو ترمنځ وه.
څېړونکو موندلې چې د ښځو ترمنځ له سکس سره د بې علاقه ګي یو مهم لامل د کوچنیو ماشومانو درلودل دی.
په ښځو او نرانو کې جسمي او رواني ناروغتیا، د یوې جوړې ترمنځ کمزورې اړیکه او د عاطفي تماس نه شتون جنسي اړیکو ته تمایل زیانمنوي.
پنځه لارښوونې چې جنسي اړیکي ته د تمایل کمېدو مخه نیسي
- له لومړي سره باید د یوې جوړې ترمنځ د جنسي اړیکي د څرنګوالي په اړه خبرې وشي او پرېنښودل شي چې ګونګ پاتې شي. دې موضوع ته د پام نه اړول د دې لامل کېږي چې جدي ستونزه راټوکوي او د بې تمایلۍ احساس پیدا شي. که په دې خبرې کول چا ته ستونزمن ښکاري نو لامل دې یې پیدا کړي او د حل لار یې ولټوي.
- د نژدې کېدو نورې لارې چارې هم شته، لکه د یوه بل لاس په لاس کې نیول، ورو ورو خبرې کول، په غېږ کې نیول او یو بل لمسول.
- ډاکتر او ارواهپوه ته مراجعه کول د ستونزې د اوارۍ یوه بله لار ده.
د برتانیا د خلکو پر جنسي مسلې څېړنه او نظرپوښتنه ښيي، د هغو خلکو لپاره چې "د جنسي اړیکي د څرنګوالي په اړه خبرې کول" له خپلې مېرمنې یا مېړه سره خبرې کول اسانه دي، کوروالي ته د کم علاقه ګي د پیدا کېدو احتمال کم دی.
- جنسي ځورونه څه ده؟
- څنګه له خپلو بچیانو سره پر جنسي مسلو خبرې وکړو؟
- له کم عمره مېرمنې سره کوروالي "زبرزنا" ده
څېړنه ښيي چې"د ښځې او مېړه ترمنځ سکس ته د یو ډول تمایل نه درلودل او یا هم په سلیقه او د نژدې کېدو په جزییاتو کې اختلاف، کوروالي ته د تمایل د له لاسه ورکولو له اصلي لاملونو دی."
اماندا مېجر وايي:"سکس یوه ډېره شخصي مسله ده او په اړه یې د خبرې کولو پر مهال کېدای شي خلکو ته شرم ودرېږي، خو پرې خبرې کول د جنسي فعالیت د ښه کولو یوه له تر ټولو غوره لارو ده."