ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د زرافې ډولونه

کله چې د زرافې نوم واخلې نو د ډېرو کسانو لپاره بس هماغه یو ډول زرافه وي، خو اوس ساینسپوهانو موندلې، چې په حقیقت کې دغه ژوي څلور بېلابېل ډولونه لري.

13.09.2016 BBC

د بلوچستان یو اعشاریه درې میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د شمېرو له مخې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه ماشومان له زده کړې بې برخې دي. د بلوچستان د تعلیم صوبايي وزیر وايي نژدې ۵۰۰۰ حکومتي ښوونځي یوازې یوه خونه او یو ښوونکی لري.

13.09.2016 BBC

د کابل هدیرې په ډکېدو دي

کابل کې چې د وګړو شمېر ورځ په ورځ په ډېرېدو دی او د ورځې لسګونه تنه د بېلابېلو لاملونو له کبله مري،ځکه د قبرونو لپاره ځکمې هم په کې لږیدو ده.

13.09.2016 BBC

په لمریزه انرژۍ چلېدونکې رکشه بریتانیا ته ورسېده

هغه رکشه، چې د سولار یا لمریزې انرژۍ له لارې چلیږي، له هند نه اووه میاشتې وروسته بریتانیا ته ورسېده. د دغې رکشې هندي نژاده استرالیايي نوین ربیلي دغه سفر کې نژدې ۱۰ زره کیلومتره لار ووهله

13.09.2016 BBC

ولسمشر غني د امنیه قومندان زړور په جنازه کې ګډون وکړ

افغان ولسمشر د ننګرهار د امنیه قومندان په جنازه کې ګډون وکړ او خپله یې اوږه ورکړه. په دې مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو، د ملي شورا وکیلانو او سلګونو خلکو برخه اخیستې وه.

13.09.2016 BBC

د عکسونو البوم: لوی اختر د نړۍ په لر او بر کې

د نړۍ په لر او بر کې د لوی اختر مراسم دلته په انځورونو کې لیدل کېدای شي

13.09.2016 BBC

د اسراییلي الوتکو نسکورېدو په اړه د سوریې او اسراییلو ضد او نقیضې څرګندونې

د سه شنبې په سهار د سوریې دولتي اژانس (سانا) ددې هېواد د وسله والو ځواکونو عمومي قومندانۍ خبرپاڼه خپره کړې چې پکې ویل شوي و د سوریې ځواکونه توانېدلي د اسراییلو دوه جنګي الوتکې وغورځوي.

13.09.2016 BBC

د افغانستان په نوم د بهرنیو زعفرانو پلور؛ د تولیدوونکو اندېښنه

د افغانستان زعفران تولیدونکو ټولنه وایي؛ په هرات کې بهرني بې کیفیته زعفران د افغانستان په نوم پېرل او پلورل کېږي او دې کار دوی سخت اندېښمن کړي دي. د هرات متخصصینو شورا له دولته غواړي چې د کورنيو زعفرانو د کیفیت ارزولو او تایید مرکز جوړ کړي.

13.09.2016 BBC

هیلري کلنټن: روغتیايي وضعیت مې ښه دی

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن وایي، روغتیایي وضعیت یې په ښه کېدو دی او ډېر ژر به خپل ټاکنیز سفرونه بېرته پیل کړي. د سږو د عفونت له امله کلیفورنیا ایالت ته د مېرمن کلنټن ټاکنیز سفر لغوه شوی دی.

13.09.2016 BBC

سوریه کې د اوربند په لومړیو ساعتونو کې نسبي ارامتیا راغلې

په سوریې کې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب نوی اوربند له تېر ماښامامه پیل شوی دی. لومړني رپوټونه وايي، چې د شپې په اوږدو کې تر ډېره د اوربند په هوکړې عمل شوی دی.

13.09.2016 BBC

ډیلي مېل: بدخشان کې د واورې پړانګ شمېر په ډېرېدو دی

د بریتانیا چاپ ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان لپاره یو ښه خبر لري چې د بدخشان ولایت هندوکش غرونو کې د نړۍ یو له تر ټولو ښایسته حیوان، د واورې پړانګ یا سنو لېپرد مخ په ډېرېدو دی.

13.09.2016 BBC

سعودي عربستان کې د بیت الله حج

په سعودي کې هم ميلونونو مسلمانانو لوى اختر وکړ. په سږني حج کې ايرانيان برخه نه لري.

12.09.2016 BBC

افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ

نن د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې مسلمانانو د لوى اختر ورځ ولمانځله. د افغانستان په پلازمېنه کابل او لویو ښارونو کې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي وو.

12.09.2016 BBC

بلخ کې د ښځو لپاره رادیويي خپرونې پیل شوې

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د نجونو یوې ۱۱ کسیزې ډلې د ښځو لپاره ځانگړې راډیو جوړه کړې ده.

12.09.2016 BBC

د ودونو ټاپو

له منځني ختیځ نه هر کال نژدې ۳۰۰۰ جوړې د واده لپاره قبرص ته ځي. لامل یې دا دی، چې هغه جوړې چې په دودیز ډول له مذهبي لارې د واده کولو پر ځای د محکمې له لارې ودونه کول غواړي د دوی دغه هيله په قبرص کې په اسانۍ پوره کېږي.

12.09.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more