د اختر په ورځ هندو او مسلمان یو بل ته پښتورګي ډالۍ کړل
د هند په راجستان ایالت کې دوو کسانو خپل یو پښتورګی د یوه بل مېرمنو ته ډالۍ کړي دي. دغه دواړه کسان د دوو بېلو مذهبونو منونکي دي، چې یو یې مسلمان او بل هم هندو دی.
د اوبو پر سر د لرګینې دړې لوبه
د لیګاس ښار یوه څنډه اطلس سمندر ته وتلې ده او دا په دې مانا ده چې دا ځای اوس د هغو کسانو لپاره لومړی انتخاب دی چې د اوبو پر سر لوبه کوي.
هند ته د ولسمشر غني سفر
افغانستان او هند وايي، سیمه کې سولې او ټیکاو ته تر ټولو لوی خطر له هغو دی چې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
د ویلیم شیکسپیر هنر څلور پیړۍ وروسته
د ویلیم شېکسپېیر له ژونده څلور پېړۍ وروسته لا هم د ده اثار له اوسني ژوند سره اړخ لگوي.
اوونیز بحث: د هند او افغانستان اړیکو ارزښت او پر سیمه یې اغېز
هند ته د ولسمشر غني وروستي سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پراختیا ښیي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام آباد اړیکې خړ پړ شوي دي. په دې بحث کې د هند او افغانستان اړیکو ارزښت او پر سیمه یې اغېز ته کتنه شوې.
کوټه کې د اختر قربانۍ غوښو پېر او پلور
د لوی اختر په ورځ معمولاً د قرباني غوښه د خیرات په توګه وېشل کېږي، خو د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې داسې هم لیدل شوي، چې دغه غوښه د پېسو بدل کې پلورل کېده.
افغانستان او هند: د بدې ورځې ملګري؟
حمید شجاع د افغانستان روانې سیاسي او پوځي فضا ته په کتو سره، هند ته د افغان ولسمشر د سفر ارزښتونو، دا چې افغانستان له هنده څه غواړي او هند ولې له افغانستان سره مرستې ته لیوال دی، کتنه کړې.
هند او پاکستان کې لوی اختر، خوښي او عبادتونه
د هند او پاکستان بېلا بېلو ښارونو کې د لوی اختر په مناسبت د عبادتونو او خوښیو حال د تصویرونو په ژبه.
هېکرانو د سیمون بایلز او سرینا فایلونه افشا کړل
په لوبو کې د ناقانونه درملو منع کوونکې ادارې(واډا) پر هغو روسي هیکرانو نیوکه کړې، چې د امریکا د اولمپیک اتلانو پټ طبي اسناد یې راښکاره کړي، چې په هغو کې د ټېنېس ستوري سرینا ولیمز، وینس ولیمز او د جمناسټیک لوبغاړې سیمون بایلز شامل دي.
هند له افغانستان سره یو میلیارد ډالره مرسته کوي
د افغانستان ولسمشر اشرف غني له یو لوړپوړي پلاوي سره د چهارشنبې په ورځ هند ته په دوه ورځني سفر لاړ.هندي چارواکي به له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د افغانستان له بیارغونې او پراختیا سره د یو میلیار ډالرو مرسته اعلان کړي.
اسراییل له امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېره مرسته ترلاسه کوي
امریکا او اسراییل پر داسې دفاعي تړون سلا شوي چې له مخې یې واشنګټن په راتلونکو لسو کلونو کې تل ابیب ته ۳۸ میلیارد ډالره دفاعي مرسته ور کوي. په راتلونکو څو ورځو کې به دواړه لوري دغه تړون لاسلیک کړي.
مرستندویه لارۍ حلب ته د موادو رسولو لپاره شیبې شمېرې
ملګري ملتونه وايي پر بشري مرستو بار لارۍ په دې تمه ولاړې دي چې په سوریه کې د جګړه ځپلو سیمو خلکو ته مرستې ورسوي. تمه کېږي چې نن دغه کاروانونه له اجازې ترلاسه کولو وروسته وخوځېږي او تر مقصده ورسېږي.
ډیویډ کیمرون د لیبیا په اړه پر ناسمه پرېکړه تورن شو
د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې لیکلي د دغه هېواد پارلمان پخوانی لومړی وزیر ډېوېډ کامیرون په دې تورن کړی چې د لیبا په اړه یې ناسمه پرېکړه کړې وه. او پرته له دې چې بشپړ استخباراتي معلومات تحلیل کړي په لیبیا کې یې لاسوهنه وکړه.
د سوریې اوربند
سوریه کې اوربند تر اوسه هم پر ځای دی دغه هېواد ته د مرستو لومړی کاروان له ترکیې ورسېد.د بېړنیو مرستو لېږدول د امریکا او روسیې تر منځ د شوي تړون یوه مهمه برخه ده.
د شیکسپیر څلور سوم تلین
د بریتانیا د تکړه او نامتو لیکوال ویلیم شېکسپیر، په مړیني دا دی ۴۰۰ کاله واوښتل. خو تر دومره وخت وروسته یې لا هم لیکني له اوسني ژوند سره تړاوو لري.