پر پنجشنبې ولسمشر غني او حکمتیار د سولې تړون لاسلیکوي
له افغان حکومت سره د اسلامي حزب پلاوي د سولې د خبرو د پلاوي مشر بي بي سي ته ومنله، چې د سپټمبر پر ۲۹مه به افغان ولسمشر او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
هرات کې سیلانیانو ته د لاسي صنایعو او ډالیو نندارتون
په هرات کې د میلمه پالنې، ګرځندوی او لاسی صنایعو نندارتون د سې شنبې په ورځ پرانیستل شو، چې څلور ورځې به روان وي.
پاکستانی خبریال له (CIA) د خپل زوی او ورور د وژنې ځواب غواړي
پاکستان چاپ ډېلي پاکستان پر هغه خبریال لیکنه کړې چې د امریکا د متحده ایالتونو دولت باندې یې دعوا کړې چې استخباراتي ادارې یې، سي اي اې، د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د ده زوی او ورور وژلي.
ننګرهار کې څارګرې الوتکې ۱۳ کسان وژلي
د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار ځايي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته څارګرې الوتکې په اچین ولسوالۍ کې د یوه ملک پر مېلمستون برید کړی، چې په وینا یې داعشیان او ولسي وګړي پکې وژل شوي.
د اسراییل پخوانی لومړی وزیر شمعون پیریز مړ شو
د اسراییل پخونی لومړی وزیر شمعو پیریز د ۹۳ کلونو په عمر مړ شو. شمعون پیریز دوه اونۍ وړاندې فلج شوی و او د سې شنبې په ورځ د هغه د حالت له ناڅاپي خرابېدلو مخکې یې د روغېدلو نښې لیدل شوې وې.
ستاسې غږ: شل کاله پخواني یادونه
د ستاسې غږ په خپرونه کې زموږ له اورېدونکو پوښتل شوي، چې شل کاله مخکې کابل ته د طالبانو ننوتو پر مهال دوی چېرې وو؟
کرېکټ: د ګټلې لوبې بایللو نور لاملونه!
د افغانستان کرېکټ لوبغاړي د نړۍ په کچه له هرې لوبډلې سره د سيالۍ فزیکي توان لری او د دی وړتیا لري چې خپل مخالف لوری په هر پړاو کې وننګوي خو داسې تخنیکي او رواني موضوعات شته چې له امله یې افغان کرېکټ لوبډله ګټلې لوبه بایلي.
له مځکې بهر فضا کې بل ځای هم ژوند شته؟
د فضا په اړه پوهېدو ته خلک ډېر تلوسي دي، دا چې له مځکې بهر به کوم ځای ژوند شونی وي که څنګه؟ اوس دا پوښتنه د مشتري د کنګلیزې سپوږمي يوروپا په اړه کېږي.
سپينې ماڼۍ ته د رسېدو لپاره د عملي کار پيل
هېلاري کلېنټن او ډونلډ ټرمپ د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو لپاره لومړۍ مناظره کې سره مخامخ شوي.
د کورنۍ جګړې پای که د يوې بلې جګړې پيل؟
د كندوز د والي وياند ويلي بريد بېګا نيمه شپه شوی، او پوسته کې ۱۵ سرتېري وو، چې دوو تنو یې له طالبانو سره اړيکي لرل.
له ګاونډویو هېوادونو سره د بارچالانۍ ارزونې لپاره کمېټه ګومارل شوې
د افغانستان ولسمشرۍ دفتر په وینا د سیمه ییز اتصال شورا په یوه غونډه کې د یو شمېر وزارتونو له چارواکو دغه کمېټه رامنځته شوې، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د بارچالانۍ مسالو ارزونې دنده ورسپارل شوې ده.
کولمبیا کې د سولې تاریخي تړون
کولمبیا کې د سولې تاریخي تړون په لاسلیکېدلو سره په دغه هیواد کې ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېدله، چې له ۲۶۰ زرو ډېر کسان پکې وژل شوي او تر شپږ میلیونو پورې نور بې کوره شوي دي.
۹ کلنې نجلۍ څنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟
د هند د مدهیه پردېش ایالت په مرکز بهوپال کې د یوې بې وزله کورنۍ نهه کلنه نجلۍ مسکان د خپلې سیمې د ماشومانو لپاره د یوه کتابتون د سمبالښت چارې پر غاړه لري. مسکان هیله منه ده چې یوه ورځ به ډاکټره شي.
کندوز کې د طالبانو برید کې د پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي
د افغانستان شمال ختیځ کې د پولیسو ویاند ویلي، د کندوز ښار ته څېرمه د پوځ پر یوې پوستې د طالبانو برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي. چارواکي وایي؛ برید ته لاره په دغه پوسته کې د طالبانو دوو نفوذي اورپکو برابره کړې وه چې وروسته له بریدګرو سره یوځای له سیمې تښتېدلي.
کولمبیا کې د سولې تاریخي تړون لاسلیک شو
د کولمبیا حکومت او فارک یاغیانو ترمنځ د سولې تاریخي تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې په دغه هېواد کې ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېدله. په دې جګړه کې له ۲۶۰ زرو ډېرو کسان وژل شوي او تر ۶ میلیونو پورې نور بې کوره شوي دي.