ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


خوست کې د قبایلي سیمو مېشت کډوال کور ته ستنېدو کې له ستونزو سره مخامخ دي

اکستاني چارواکو د وزیرستان هغو کډوالو ته چې د پاکستان پوځ د ضرب عضب نومي عملیاتو پایله کې د افغانستان خوست ولایت ته کوچېدلي وو، ویلي چې د تورخم له لارې پاکستان ته نه شي تلی.

30.09.2016 BBC

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتلولي شاهین اسمايي وګټله

د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبه کې اسمايي شاهين لوبډلې ميوند اتلانو ته د ۲- ۱ پر وړاندې ماته ورکړه او دغه اتلولي يې خپله کړه.لوبې ته د پر مرکز کابل سربېره د کندهار، هرات، ننګرهار، مزار او نورو ولایتونو هم د فوټبال مینوال راغلي وو.

30.09.2016 BBC

پاکستان د حزب اسلامي او افغان حکومت د سولې تړون هرکلی وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیکېدلو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې له نورو وسلوالو ډلو سره هم ورته تړونونه وشي.

30.09.2016 BBC

د نړۍ لسګونو مشران د شېمون پېرېز جنازه کې گډون لري

د نړۍ لسګونو مشران د اسراییل د پخواني ولسمشر شمعون پېریز د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته لاړل، خو د سیمې له هېوادونو یواځې اردن دغو مراسمو ته خپل استازی لېږلی دی.

30.09.2016 BBC

"ځینې خلک پر حکمتیار لا هم بې باوره دي"

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د انجنیر ګلبدین حکمتیار او افغان دولت ترمنځ د سولې پر هوکړه په یوه لیکنه کې ویلي، ځینې خلک پر ښاغلي حکمتیار بې باوره دي.

30.09.2016 BBC

د امریکا نیو جرسي کې اور ګاډی له تم ځای سره ټکر شوی

امریکا په نیو جرسي ایالت کې یو اورګاډی له هوبوکن نومي تم ځای سره ټکر شوی، چې پایله کې یې یو کس وژل شوی او له سلو ډېر کسان ټپیان شوي دي.

29.09.2016 BBC

لاهور کې د واده جامو نندارتون

د پاکستان پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور ښار کې د فېشن ډیزاین شورا او لورییل پاریس له لوري د ' ناوې اونۍ ' په نوم د جامو نندارتون پیل شوی.

29.09.2016 BBC

د خوشال خټک غږيز کتاب - ۲۴ مه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.

29.09.2016 BBC

د خوشال خټک غږيز کتاب - ۲۳ مه برخه

د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.

29.09.2016 BBC

د بریتانیا مېشتو اسیايي نارینه وو 'موقتي مېرمنې'

بریتانوي څېرونکي وايي د ځینو بریتانیا مېشتو هندي، پاکستاني او بنګله دیشي کسانو کړنه باید کورنی تاوتریخوالی وبلل شي، چې په خپلو هېوادونو کې ودونه کوي او بیا لږ موده وروسته خپلې مېرمنې پرېږدي او یا ورسره زور زیاتی کوي.

29.09.2016 BBC

ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې

ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې. ډېر مې له مېندو او پلرونو دا خبرې اورېدلې خو بیا ورته وايي ته نجلۍ یې له هلکانو سره لوبې او خبرې مه کوه او په دې خبرو له ماشومتوبه د نجونو په زړونو کې د نارینه جنس ویره ور اچوي. د پاکیزه ارزو لیکنه

29.09.2016 BBC

د انګور اډې د دروازې پرانيستلو پرېکړه شوې ده

د افغانستان د پکتيکا او جنوبي وزیرستان تر منځ د انګور اډې دروازې له تړل کېدو څلور مياشتې وروسته د بيا پرانيستلو پرېکړه شوې ده. ټاکل شوې چې د پنجشنبې تر ماښام پورې د دغې دروازې دواړو غاړو ته خلک او موټر تګ راتګ وکړي.

29.09.2016 BBC

د حکمتیار ژوند

ګلبدين حکمتيار تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې د افغانستان سياست کې فعال دی. د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال يې د وسله والې مبارزې مشري کوله، او بيا يې له ۲۰۰۱ لومړي کال راپه دې خوا افغانستان کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو شته والي مخالفت هم وکړ.

29.09.2016 BBC

حکمتیار او غني د سولې هوکړه لاسلیک کړه

کابل کې ولسمشر اشرف غني له اسلامي حزب سره د سولې تړون لاسليک کړ. د دغه ګوند مشر ګلبدين حکمتيار بيا مخکې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د ثبت شوي ويډيو يي تړاو له لارې دا هوکړه ليک لاسليک کړی و.

29.09.2016 BBC

له وچکالۍ سره مبارزه، ۱۶ کلنې پېغلې ګوګل جایزه وګټله

د سویلي افریقا یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ته له دې کبله د ګوګل ساینسي مېلې سکالرشپ جایزه ورکړله شوې، چې د مالټې له پوټکي یې په ځمکه کې د اوبو جذب لپاره یو مرکب جوړ کړی دی.

29.09.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more