روانې چارې او بېلابېل


سرچپه معادله

عجیبه نه ده هرستراتیژیک دلیل چې دی امریکا نوره وځی او دغه سیاست د قطر له هېواد دایوکال په رسنیو کې اوریدل کیږی .دا پرېکړه دامریکا ددولت په کچه له طالبانو سره په نړیواله سطحه لاسلیک شوه . طالبان او دولت دواړه افغانان دی ، لوبه په سیاسی ،اقتصادی ،فرهنګی، سیمه ایزه او نړیواله برخو کې ده ناتو دڅه لپاره نارې وهی چې لېوه راغی ! ناتو وینی دغه ګوډه دیموکراسی هندوکش کې کار نه ور کوی امریکا وویل چې ددیموکراسی پروسه په افغانستان کې نتیجه نه ورکوی او ناتو دادوه لسیزې په ناکامو هلوځلو کې د بېساری افراط او

19.11.2020 ع.شریف زاد

خيالونه - فکرونه ، تګلارې او وسايل ئې

  انسانان څه په انفرادي او څه په ډله ايزه توګه بايد په ژوند کې خيال ، فکر او هدف ولري . بې هدفه انسان ته ګمراه ويل کيږي ، يعنې لاره ترې ورکه او د تګ منزل مقصود يې معلوم نه دئ . په پخوا وختو کې انسانانو يو ابتدائي ژوند درلود چې په خوراک ، څښاک، خوب او جنسي مقاربت کې نغښتئ و او ډېر توپير يې د نورو ژويو د ژوند سره نه و . په ګرمۍ کې به يې د ونې سیوري ته ډډه ولګوله او په يخنۍ کې به په غار ننوت .بس په وښو ، ميوو ،د ونو په پوستکو به يې خپله خېټه ډکه کړه ، بيا يې دغوښی خوړلو عادت زده

18.11.2020 د،ب،هيښ

د اسلام اباد د تظاهر او منافقت نوې څپه

د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن انتخاب چې د راتلونکې ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۰ مه به په رسمي توګه د هغه هېواد د ولسمشر پتوګه دنده تر لاسه کړي، پاکستاني چارواکې هڅولي چې مخکې تر مخکي د امریکا نوي مشرتوب ته ځان بېوزلي او د ترهګرو لخوا قرباني وښۍ، چې ګوندې د ختیځ لوري هند او د لوېدیځ لوري افغانستان له ترهګرو ملاتړ کوي او په کور دننه د پاکستان امنیت ته يی ګواښ پېښ کړی دی. د امریکايي ټاکنو د پایلو د اعلان سره سم، اسلام اباد د افغانستان او هند په وړاندې هممهال په بې سرو بوله او زهرجنو تبلیغاتو پیل

15.11.2020 سرلوڅ مرادزی

د امریکې جمهور رىٔیس!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، په زیاتره افغاني رسنیو کې دا بحثونه کیږي، چې د امریکې بهرنۍ تګلاره، د امریکې د جمهور رىٔیس سره کوم ښکاره تړاو نلري، او د جمهور رىٔیس له بدلېدلو سره، دغه تګلاره ډېره نه بدلیږي. د دغه نظر خاوندان دغه دلیل وړاندې کوي، چې په امریکه کې بهرنۍ تګلاره، د یوه خاص ګروپ له خوا تعین او څارل کیږي، او جمهور رىٔیسان یوازې هغه په عمل کې پیاده کوي، او بس. زه په ډېر معذرت سره، له دغه نظر سره لږشانته مخالفت لرم. زما په اند، د ا

14.11.2020 عبدالله وردک

په ټولنه کې د فکري او نظرياتي توپيرونو موجوديت او مشروعيت

فکري تنوع او اختلاف يو الهي حکمت او خلقت دئ د انسانانو په ژوند کی . لکه چې انسانان الله تعالی (ج) د رنګ ، قد ، ذکاوت ،استعداد ، شوق، ذايقې ، علاقې او تمايل له نظره متمايز پيدا کړي دي ، فکرونه ، نظريات ، برداشتونه، وړتياوې او انګېرنې ئې هم يو دبل سره توپير لري او د ټولنيز چاپېريال او په کې اوسيدونکو سره ئې تعامل ، رابطه او عکس العمل هم يو دبل سره فرق لري . دمدنيت په راتلو او د ټولنيز ژوند په جوړېدو سره د انسانانو واړه واحدونه ( فرد، کورنۍ ) په غټو مجموعو (تربرونه ، کليوال ، قبيله ،قوم

11.11.2020 د،ب،هيښ

دونالد ترمپ یا جو بایدن!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! سږکال د امریکې انتخابات، د نړۍ ډېرو وګړو ته، ډېر په زړه پورې او ډېر مهم برېښېدل. په ځانګړې توګه، ځینو افغانانو، د دغه انتخاباتو پایلو ته، په ډېره بې صبرۍ لحظې شمېرلې. کېدای شي، ځینو افغانانو د امریکې د اوسني جمهور رىٔیس، دونالد ترمپ بیا انتخاب، د افغانستان په ګټه بللی وي، او ځینو بیا شاید د جو بایدن انتخاب ګټور بللی وي. د یادولو وړ ده، چې افغانان باید خپل ځانونه نور د دغو غلطو کړنو او فکرونو څخه خلاص کړي، او د خپلو و

09.11.2020 عبدالله وردک.

سخنی چند درمورد سینما پارک

از چند روزی به این طرف که موضوع تخریب سینما پارک و سینمای خیرخانه در مطبوعات مطرح شده، نظریات مختلفی درین مورد وجود دارد. در مورد سینمای خیرخانه چیزی نمیدانم و آن را ندیده ام، کدام خاطره یی نیز از آن ندارم، اما با سینما پارک همه ی ماوشما آشنا بوده از دوران اوج تماشاچیان آن خاطراتی را داریم. دوران طلایی آن فقط سالیان محدودی بود، اصلاً بعد از ۱۳۵۲ این سینما از رونق ماند، ولی سینما زینب که در فاصله ی نزدیک به آن بود، از دو لحاظ در موقف بهتر بود: یکی اینکه تعمیر آن به مقایسه سینما پارک عصری ت

09.11.2020 محمد بشیردویال

د هوا په نيلي سپور او د خيالونو په ټال کې

شکيدلئ پامير! د هيلو او اميدونو په نيلي سپور شوم. د پامير هسکې څوکې ته وختم. د پامير له څوکې څخه مې په هيواد کې د پرتو پرګنو له تنوع، په هر کور کې د پخو خوړو له زړه راښکونکو وږمو، د مېشتو ولسونو له سپينو ګلابي او غنمرنګو مخونو ، د خلکو په خبرو کې د مختلفو لهجو او د مختلفو قومونو د لباس د مختلفو رنګونو له ښکلي امتزاج څخه خوند واخیست، خو د خپلو هغو ولسونو تشو دسترخوانونو په ليدلو وژړيدم چې يوه مشر شپږ کال وړاندې پکې د بدلون راوړلو ژمنه کړي وه. په پامير کې وګرزيدم. د پامير لمن څي

08.11.2020 عبدالوحید وحید

دافغا نستان ملی حاکمیت پېچومی او کړ کېچونه

افغانستان هم په نړيواله کچه او هم کورنۍ سطحه له ډېرو جنجالی لوړو او ژورو سره مخامخ دی .خوله بهرنیو او نړیوالو لاس وهنو څخه کورنی ابعاد ډېر مهم دی چې غم یی باید وخوړل شی اوهره برخه یی باید جدی وڅېړل شی.ملی حاکمیت داساسی قانون په څلورمه ماده کې دافغان ولس لپاره ځانګړې مانا، تعریف او مفهوم لری یوازې د کاغذ پر سر لیکل نه دی اونه سلیقوی طرحه. ۱- دکورنی اوبهرنی تروریزم اوافراط ګرایی تر عنوان لاندې پردی فرهنګ(رپ)راتلل. هر چاته لاس نیول او ملامتول ۲- محدودې نشنلستی اندېښنې اوافکار چې یوازې اح

05.11.2020 ع.شریف زاد

داعش که د اجنتې ادارې تروريستي لاس

د تنظيم شويو زړه بوږنوونکو جنايتونو د توجيه د پاره چي وروستی ئې په کابل پوهنتون د حملې بشري جنايت او ځنګلي وحشت دئ او د تنکيو محصلينو او نورو بې ګناه خلکو په وينو کې لمبول دي عجب نوم او بانه پيدا شوې ده - داعش . دا څه رنګه داعش دئ چې يوازې تش، خيالي او فرضي نوم يې شته ، لاکن نه ئې ادرس شته ، نه تشکيلات او نه جغرافيه او دومره قوي دئ چې د وطن په زړه کابل کې خونړي او وحشيانه عمليات کولئ شي هغه هم په علمي ، ديني او ثقافتي مرکزونو ؟ عملاا ټول افغانستان د دوو لوريو ( طالبان او د اشغالګر

03.11.2020 د،ب،هيښ

د جګړې تودښت او اسلام اباد ته شاباسي!

هر څونه چې افغانستان کې جګړه غځیږی، هره ورځ د افغان مړو شمېر زیاتیږي او د تخریب او ویجاړیو کچه پراخیږي؛ هومره يي په وړاندې اسلام اباد نازول کیږي او شاباسي ورته ویل کیږي! پرون په داسې حال کې چې د کابل پوهنتون پر زده کوونکو انتحاري برید کې ۲۲ تنه وژل او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي او پړه يي د طالب په ملاتړ داعش پرغاړه اخیستې او دواړه ډلې د اسلام اباد لخوا جګړې ته سمبال او رااستول شوي؛ د امریکا استازی خلیل زاد په لاهور کې پاکستاني پوځیانو او د هغوی په سر کې لوی درستیز باجوه ته شاباسي ورکوي چې د امر

03.11.2020 سرلوڅ مرادزی

که خپل وروڼه وژنو، نو د پرديو توهين به زغمو!

په تدريسي اصولو کې ښوونکئ له داسې څرګندونو او کړنو څخه جداً منع شوئ ده چې زده کونکي د هغه له امله جرئت له لاسه ورکړي، يا يې هم احساسات وځپل شي او غبرګون وښئې. په فرانس کې د زده کونکو په وړاندي د ښوونکي لخوا د مسلمانانو د پيغمبر توهين له درس او تدریس سره اړيکه نلري، د افراطي ذهنيت پاروونکئ او غير موجه عمل ده چې د زده کوونکي لخوا له غبرګون سره مخ شو. رسنيزه مبارزه او احتجاجي غونډې اغيزې لري، خو چې له پياوړي دريز څخه تر سره شي. تش شعارونه، چيغې او تشې خبرې د هيڅ رنځ درملنه نه کوي. هيڅ ډو

02.11.2020 عبدالوحید وحید

پر ډاکتر نجیب الله مينان: د خلقیانو او اخوانیانو زامن

ډاکتر نجیب الله د شوروي په لاس د جوړ شوي نظام وروستی مشر و. سره له دې چې له لومړۍ ورځې د ببرک کارمل په فکري مکتب پرچم کې د هیواد، هیوادوالو او په ځانګړي ډول خپل پښتون قام خلاف ولاړ و، خو اوس د ځینې ناخبره پښتنو ځوانانو په ذهن کې اتل شوی دی. داکتر نجیب الله په درې دلیلونو د پښتنو ځوانوانو په منځ کې محبوب شو: 1) له محاکمې پرته د طالبانو لخوا د هغه اعدام 2) تر هغې وروسته د نظار شورا د شر و فساد حکومت بدې کړنې 3) تر امریکايي یرغل وروسته د پښتنو بې سرنوشتي او د یو رهبر او اتل نه لرل.

02.11.2020 جمیل افغان

د پښتنو او افغان ملت قهرمان څوک دی؟

هسې خو لودي، سوري، خلجي شاهان؛ ضد مغولي مبارزان (پیر روښان،خوشال خان، ایمل خان، دریا خان)، هوتکی، ابدالي او محمدزي شاهان او اتلان (میرویس نیکه، شاه محمود هوتک، شاه اشرف، لوی احمدشاه بابا، شاه زمان، وزیر فتح خان، امیردوست محمد خان، عبدالرحمن خان، امان الله خان، نادرخان، اعلیحضرت محمدظاهر شاه)؛ انګریز ضد مبارزان (وزیر اکبرخان، امین الله خان لوګری، عبدالله خان اڅکزی، غازی ایوب خان، میرمسجدی خان، میربچه خان، محمد عثمان خان، ملا مشک عالم، غازی محمد جان خان وردک، غلام حیدرخان چرخي، ایپي فقیر، باچاخ

31.10.2020 اتل افغان

مرز منفور (معرفی کتاب نفرین دیورند)

وقوع دیورند در تاریخ افغانستان، واقعی ترین معنی یک مرز منفور است. راجع به این تراژیدی، آثار، کتب و مباحث زیادی ارائه شده اند که اگر جلو آگاهان آن ها قرار داده شوند، نو نیستند؛ اما این، به معنی ختم مقال نیست.  عموماً آشکارایی پیرامون خط دیورند در سایه ی تقابل افغانستان و استعمار انگلیس، روابط دیپلوماتیک و تلاش های مایل اتحاد شوروی به ابحار گرم، صورت گرفته است. یعنی خلط بیش از حد سیاسی، گونه ای از تلقی رسمی این خط را دامن می زند. بنا بر این، ادعای جاگزینی پاکستان به معنی طرف اصلی، ادامه

30.10.2020 مصطفی عمرزی

ښاغلی ولسمشر! مونږ نه غواړو تېر تاريخ تکرار شي

د قطر بين الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي. مونږ ناهيلئ شوي يو. ښکيلې خواوې نه سولې ته د رسيدو وړتیا لري او نه هم اراده. ولس مو د جګړو په تنور کې سوځي، هره ورځ د لسګونو افغانانو وينه توئيږي. هيواد مو د خپل تاريخ خورا حساسې شېبې تيروي. جنازې کوو، په وينو لړلي ځوانان قبرونو ته له ډيرو ارمانونو سره ښکته کوو او د فاتحو مراسم نيسو، خو نور هيڅ نشو کولاى. ځان بې وسه او بې کسه ګڼو. ملي يووالئ مو ټکنى شوئ ده. چا د پښتون تاجک او هزاره په نوم سره ويشلي يو او تاسو د ښځو او ځوانانو، قومونو او سمتونو ترعنوا

29.10.2020 عبدالوحید وحید

د اسلام اباد د بلنو شا ته څه روان دي؟

داسې ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک په درشل کې د امریکا، اسلام اباد او طالبانو ترمنځ؛ په ټوله کې د افغانستان د راتلونکي برخلیک او په ځانګړې توګه د حکومت د ډول او نظام په اړه، معامله شوې ده. د درېواړه لورو په وروستیو څرګندونو او اقداماتو کې د ورته توب داسې نښې نښاني له ورایه ښکاري چې د یوې ګډې معاملې تعفن ترې خېژي! د امریکا له لوري، رسنیو ته مخکې هم څڅول شوې وه چې د دوحۍ په هوکړه لیک کې دوه داسې پرېکړې (یا ښای له دوو زیاتې!) چې د هوکړې په ښکاره متن کې نه دي بیان شوي، ځای پر

27.10.2020 سرلوڅ مرادزی

د اقلیمی بدلون د اونۍ په مناسبت

چاپیریال ساتنه دیو ې ساینسی اوحیاتی موضوع په توګه (داقلیمی بدلون دنړیوالې اونۍ په مناسبت) د اکتوبر له ۱۹مې څخه تر ۲۵مې پورې یوه اونۍ؛ ټولې نړی د اقلیمی بدلون دهفتی( Global Climate Change Week) په نوم نومولی ده. دا د اندیښنې وړهغه بدلون ته اشاره ده چی د نړی تودوخه کال په کال زیاتیږی، چې پایله یې ټول بشریت ته زیان اړوونکی ده. دچاپیریال پوهنی دڅانګې څیړونکی او علمی مراکز په دغه اونۍ کې په دې هلکه علمی مقالی نشروی اودغې مسئلې ته دنړیوالو پاملرنه رااړوی. دملګرو ملتونو دچاپیرال ساتنۍ پر

26.10.2020 پوهاند محمد بشیردویال

سوله: لیدلوری او پیشبیني

سوله موږ ته حیاتي ارزښت لري. ۴۲ کاله د لویو زبرځواکونو تر تاړاک لاندې یوو. سیمه ایز حریفان او بدخواهان هم له دې فرصته د خپلو تاریخي ماتو د انتقام اخیستو په فکر کې دي چې که زموږ هیواد اشغالولای نه شي، لږ تر لږه سل کاله مو (د دوی په وینا) له شره ځان وساتي. شوروي او امریکا دلته د پښتنو د ماتولولپاره راغلۍ وو. لومړي یو نیم او دویم یو میلیون پښتانه ووژل خو غرور یې ورمات نه کړای شو. اوس د سولې لپاره یو فرصت راغلی دی. خو د هیلو تر څنګ شکونه، تشویشونه او ویرې هم ورسره دي. ۲۸ کاله مخکې د ډاکتر

26.10.2020 سوله مل افغان

خوب مې لیدلی که یې څوک راکړی مانا

کرزی اصلا ډېر ناوخته له خواږه خوبه را پاڅیدلی دی او په دې پوه شوی چې د سولې بهیر رامنځ ته کېدل موږ وینو خودا یې نه دی ویلی چې څنګه یې وینی ؟ چې پاکستان او امریکا په عالی هماهنګی سره روان دی عالی هماهنګی په کومو برخوکې ولې عالی؟ اوموږدسولې بهیر کې دپاکستان رول درک کوو. کرزی یوویشت ځله همدې پاکستان ته سفرونه کړی دی او د پاکستان په مشوره دبن له معاهدې سره کابل ته راغی خو موږ ته سوله بل څه ده دسولې ډول او رنګ مجهوله خبره ده او دامریکا او پاکستان ترمنځ موافقه یوه بله متفاوته موضوع ده. وایی هم

25.10.2020 ع.شریف زاد

کابل ، د جنایتکارو بانډونو ځاله

د کابل ښار اوس عملا د غلو او جنایتکارو بانډونو په ولکه کې دی. دا بانډونه د شپې او ورځې دا ښار کنترولوي او هر وخت او هر چیرې چې وغواړي خپل د جرم او جنایت د تر سره کولو عملیات تر سره کوي. ددې جنایتکارو بانډونو په وړاندې هیڅوک مقاومت نشي کولی او نه یې امنیتي مسوولین مخه نیولی شي.دا ځکه چې دا بانډونه د ځنځیر په توګه تنظیم شوي دی د هر ځنځیر سر تر ارګه ، سپیدار ماڼۍ ، وزارتونو او ولایتونو پورې رسیږي. او هر بانډ د حکومت د ډیر لوړو پوړیو سره اړیکي لري. د کابل ښاریان په بشپړه توګه ډاډه دي چې د

25.10.2020 احمدجان تڼی

د امريکا نوې ستراتيژي  د مذهبي جګړو  له لارې د حکومتونو راپرځول

د توکم پالنې جګړې  د امریکا په متحده ايالاتو کې ډېر پخوانی تاريخ لري او د پېړيو پېړيو په تېرېدو لا هم په امريکا  کې تور پوټکو ته په ځينو ايالتونو کې په ښه نظر نه کتل کېږي، په دې اړه خبرې کول يو اوږد بحث او يوه اوږده موضوع ده. ددې خپل منځي تفرقو مشري  په ډېرو مواردو کې سپين پوستو لوړ پوړو امریکايي چارواکو د خپل حاکميت د غځولو لپاره کوله . خو نن سبا چې د رنګ او توکم پر اساس جګړې کوم انتن نه ورکوي او  خلک له هغو دورو راوتلي دي  اوس امريکايي چارواکي او د دوی ځينې متحدين غواړي چې د مذهبونو پر بنسټ

23.10.2020 عبدالله لغمانی

په غني پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده

ځينې دوستانو ګيله کوله، واى يوازې په غني پسې مو را اخيستې ده. مال، يوه خبره خو داده چې يوازې په غني پسې مو نه ده را اخيستې، بلکې د جګړو د دواړو خواوو نيمګړتياوې ور په ګوته کوو. بله خبره داده چې په شخص پسې نه، په جګړه پسې مو را اخيستې ده، په فساد پسې مو را اخيستې ده، په لارو او کوڅو کې غلاو، هدفي وژنو او نا امني پسې مو را اخيستې ده، د سولې په وړاندې په خنډونو جوړولو پسې مو را اخيستې ده، د چارواکو لخوا په ديني او ملي ارزښتونو باندې ملنډو پسې مو را اخيستې ده او د ځينو چارواکو تر سرپرستي لاند

22.10.2020 عبدالوحید وحید

ولې په حکومت کې ملي لوری تخریبیږي؟

په دولت او په تېره بیا حکومت کې ملي لوری او ملي سیاستونه، زیات تخریبیږي. داسې تخریبونه باید د روغو او سالمو نیوکو سره چې د سیاستونو او تګلارو په سمون او ګټورتوب خپل اغیز ښندي، مغالطه نه شي. طبیعي ده دلته دا پوښتنه رامنځته کیږی چې ولې حکومت کې تر رنځورو، عیب منو او ملي ضد لیدلورو زیات، هغه لیدلوري او تګلارې تخریبیږي چې د هېواد د ملي ګټو، نظام او د قانون د پلیتوب هڅه کوي؟ بلخوا ولې د هغو کړیو په افشا کې چې په ورته وخت د حکومت برخه جوړوي او د حکومت د ناوړتیا او کمزورتیا اصلي لامل هم دي، چوپتیا ا

21.10.2020 سرلوڅ مرادزی

ځیني خلک اوږدې لیکنې نه خوښوي!

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، ځینې لوستونکي لنډې لیکنې، تر اوږدو لیکنو، ډېرې خوښوي، او دا دلیل وړاندې کوي، چې دوی وخت نلري، چې اوږدې لیکنې ولولي! د یادولو وړ ده، چې ځیني لیکنې باید اوږدې ولیکل شي، تر څو یوه موضوع په هر اړخیزه توګه تحلیل او وڅېړل شي. د ګرانو او قدرمنو لوستونکو پام، دغه لاندې ټکو ته راګرزوم. ۱ - فرضاً یو ښه دیني عالم، د یوې موضوع په هکله، ډېر ښه بیان ورکړي، او د موضوع ټولې ګټې، او تاوان، په واضح توګه، حاضرینو ته وړاندې

21.10.2020 عبدالله وردک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more