روانې چارې او بېلابېل
فرانسه و افغانستان؛ مقایسهٔ تاریخی یا مقایسهٔ دو نتیجه؟
در یکی از نوشتههای اخیر، مقایسهای میان فرانسهٔ دوران ناپلئون و افغانستانِ دورهٔ درانی و پس از آن صورت گرفته است؛ مقایسهای که از یک پرسش مهم آغاز میشود: چرا فرانسه در اوایل قرن نوزدهم به نهادهای حقوقی و اداری جدیدی مانند «کود مدنی» رسیده بود، در حالی که افغانستان هنوز با ساختارهای سنتی قدرت، رقابتهای خانوادگی و قبیلهای و نظام حقوقی متفاوتی اداره میشد؟ به نظر من، اصل این پرسش کاملاً معتبر است. تاریخ تطبیقی دقیقاً برای فهم همین تفاوت مسیر جوامع اهمیت دارد. اما مشکل از جایی آغاز میشود
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان شپږمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): په ۱۸۴۹ کال کې د پنجاب تر ماتې وروسته، برتانوي هند د پنجاب سره یو ځای د پښتونخوا( پېښور، کوهاټ، بنو، دیره اسماعیل خان او هزاره سیمې) هم اشغال کړې او د برتانوي هند برخه یې وبللي. خو تر دې مهاله خیبر، مومند، باجوړ، سوات، دیر، وزیرستان، کرمه، اورکزي او د پښتونخوا ډېرې نورې سیمې د برتانوي پنجاب عادي ولسوالۍ نه وې، ځکه دا د برتانوي هند لخوا د نېول شوی پنجاب په وراثت کې نه وې شاملې. د دغو سیمو په اړه د انګریزا
ژبه؛ باید سوچه شي،که تغذیه!؟
ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه!؟ دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت کې یوه ړنده، وچه او متعصبه فلسفه ده؛ ځکه ژبه یو ژوندی موجود دی او د ژوندیو موجوداتو په څېر په اړیکه، خوځښت او تعامل کې وده کوي. هغه ژبه چې د نورو ژبو له اړیکو، نوښتونو او تجربو څخه په بشپړه توګه منزوي پاتې شي، د ودې پر ځای د جمود پر لور ځي. ژبه یوازې د لغتونو یوه زېرمه نه ده؛ ژبه د یوه ملت د فکر، احساس، تجربې، فرهنګ او تمدن هنداره ده. کله چې ملتونه له ی
د کعبې حرمت او د زمزم په کوهي کې میتازې
د کعبې حرمت او د زمزم په کوهي کې میتازې ولي الله ملکزی د ابراهیم خلیل الله په سپینه ږیره او د اسماعیل ذبیح الله په تنکیو لاسونو د جوړې شوې کعبې تاریخي قدامت د ۳۹۰۰ او ۴۲۰۰ کلونو ترمنځ دی. دا ډیره لرغونې، ډیره سپیڅلې او ډیره منلې خونه د توحید او حنیفو زړونو قبله ده. مګر څه باندې دوه زره کاله یې نه چت درلود او نه دروازه. د لومړي ځل لپاره د یمن پاچا، تُبَّع الحِمْیَري له اسلام څخه ډېر پخوا د کعبې بام او دروازه جوړه کړه. قریشو په ۶۰۵ م کال کې د بیدریغه سیلابونو د زیان له امله هغه تر
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان پنځمه برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): په دې برخه کې به د دې پوښتنې ځواب ولټوو چې انګریزانو لومړی په کومه طریقه (پېښور، کوهاټ، بنو، دیره اسماعیل خان او هزاره سیمه) اشغال کړه چې په ۱۹۰۱ کال یې د صوبه سرحد (NWFP)، نوم ورکړ. همدارنګه وروسته یې د ختیځ افغانستان (پښتونخوا) نورې سیمې لکه سوات، ملکنډ، چترال، باجوړ، مومند، کرمه، خیبر، شمالي او جنوبي وزیرستان، ورکزي، کویټه، چمن، ژوب، پښين، دیره غازي خان، میانوالي، عیسی خیل او نورې پښتنې سیمې یو بل پسې
د غنی خان او اجمل خټک د وړتیا او ضعف ټکي ـ دویمه برخه
د غنی خان او اجمل خټک د وړتیا او ضعف ټکي ـ دویمه برخه انجنیر شیر ساپی ۱۸/۰۹/۲۰۲۶ اجمل خټک : د پښتنو د معاصر تاریخ د بل ستر ستوري، اجمل خټک پر لومړني او شخصي ژوند غږېدل، زموږ د تېر بحث (غني خان) په پرتله د یو بل جلا، مګر خورا په زړه پورې انځور مخې ته ږدي. که د غني خان زیږون د خانانو او مشرانو په شاهانه کلا کې ؤ، د اجمل خټک ژوند بیا په بشپړه توګه له بېوزلۍ، ولسي سادګۍ او د غریبکارۍ له پړاوونو څخه پیل شو. د هغه لومړنی او شخصي ژوند په لاندې برخو وېشلی شو: ۱. زېږېدنه، کليو
داحصائې دقیقه څېړنه په ټولنه کې
په کومه برخه کې موږ واقعا بشپړه نه ، خو ډیره کمه فیصدی احصائیه لرو ؟ زما هدف وچ سیاست، ګونګ حالت، ویره اوتزویر ، شهرت وامثلهم نه دی لافې او پټاکې مقام او واک ، تمه او حرص دما نصاب کې موقعیت نه لری احصائیه هم نه ده. بلکل جلا هیاهو دی او خاورې بادول خو دا خیرات خوردپوهنتو ن په نوم استاد .دکوم پوهنتون ؟ نامعلوم غونډاری ولی! دروغجن !!! مرکې ته هم راځی دا شو زموږ دکرهڼې تعلیم یا فته چې نه په اسلام کې معلومات لری او نه دکرهڼې په تولیداتو کې یوزیات شمیر یاوه سرایانو عادت نه سمیږی همدغه ډول دتی و
په پردیو اعتماد!
یوه پاچا خپل وزیر ته وویل چې دښار داحمقانو لېست تیار کړه هغه دامر تعمیل وکړ او دپاچا نوم یې دلېست په سرکې ولیکه پاچا ددې کا ر دعلت پوښتنه وکړه وزیر وویل پرون یو اجنبی ( بیګانه) دربارته راغی او ویې ویل چې ماسره داعلی نسل یوآس شته تآس ونه لید اوپیسې دې ورکړې هغه سړی په شکل اوصورت نوی سرباز ( عسکر) ښکارېده زه پوهیږم چې هغه به بلکل بیا رانشی پاچا وویل که هغه راشی ! وزېر وویل ستا نوم به قطع کړم دهغه نوم به سر کې ولیکم. اوس دلته لیست کې دځانګړی استازی نوم شته چې راغلی څوک؟ [ دایمی زلمی
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان څلورمه برخه: بېل یې کړه او اېل کړه (Divide and Rule ): دا چې انګریزانو د پښتنو دننه قومي، مذهبي، اداري او پوځي جوړښتونه د خپلې استعماري واکمنۍ، په وسیلو څنګه بدل کړل او کومو کسانو د خپل وطن د ګټو په خلاف انګریزانو ته خدمت وکړ په تېره برخه کې مو یو شمېر په ګوته کړل. لاندې به څو تنه نور هم د تېرې لړۍ په ادامه په ګوته کړو: نواب حاجي محبت خان د تورو: نوموړی په صوبه سرحد کې د برتانوي محلي همکارانو په ډله کې تر ټولو څرګنده څېره ګڼل کېږي. په ۱۹۱۲کال، د ب
د غنی خان او اجمل خټک د وړتیا او ضعف ټکي
د غنی خان او اجمل خټک د وړتیا او ضعف ټکي انجینیر شیر ساپی ۱۴/۰۹/ ۲۰۲۶ مقدمه : غنی خان او اجمل خټک، دا د پښتو ادبیاتو او سیاست دوه خورا لوی، اغېزمن او په زړه پورې شخصیتونه دي. د غني خان فلسفی، هنری او رندانه طبیعت او له بلې خوا د اجمل خټک انقلابی، سیاسی او ملي مبارزه د پښتنو د معاصر تاریخ او ادبیاتو دوه جلا خو تکمیلوونکي اړخونه جوړوي. موږ کولای شو د دوی پر لاندې برخو خبرې وکړو: د غني خان د وړتیا او ضعف ټکي: د هغه د فلسفې ژورتیا، د کائناتو او خدای په اړه د هغه ځانګړی لید، هن
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان دریمه برخه: بېل یې کړه او اېل کړه (Divide and Rule ): د روانې لړۍ په دې برخه کې به په کوز افغان وطن (پښتونخوا) کې هغه کسان په ګوته کړو چې د انګریزیانو په وړاندې یې په قصدي ډول د پښتنې مقاومت په ځپلو، د قبایلي ویش په جوړولو او یا د برتانوي پوځ لپاره یې د پښتنو په استعمالولو کې، ګډون کړی! ارواښاد عبدالولي خان پخپل مشهور کتاب« رښتیا رښتیا دي» کې د سرجارج کننګم (۱) ډایري ترسرلیک لاندې خپله لیکنه کې یو شمېر داسې کسان په پوره وضاحت افشا کړی. دلته به د دې لیکنې
جمهوری افغانستان؛ یک تجربه تاریخی، فرصتهای از دسترفته و درسهای آینده
فروپاشی نظام جمهوری افغانستان را نمیتوان تنها با یک رویداد، یک تصمیم یا عملکرد یک گروه خاص توضیح داد. آنچه در نهایت به سقوط آن نظام انجامید، حاصل مجموعهای از عوامل و روندهای بههمپیوسته بود؛ از اشتباهات سیاسی و ضعفهای مدیریتی گرفته تا فساد گسترده، اختلافات داخلی، وابستگی شدید به حمایت خارجی و بیاعتمادی فزاینده میان مردم و حکومت. با این حال، بررسی این دوره بدون پرداختن به مسئولیت کسانی که در رأس قدرت قرار داشتند، ناقص خواهد بود. نظام جمهوری با شعار دموکراسی، حاکمیت قانون، حقوق شهر
د بې وسۍ پنځوس افغانۍ
د بې وسۍ پنځوس افغانۍ نن ورځ د اوړي د سختې ګرمۍ ګرم سهار وو. د کلینیک د دروازې تر شا د ناروغانو ګڼه ګوڼه وه. هر چا د خپل درد کیسه لرله؛ خو زۀ نۀ پوهېدم چې نن به د داسې یوه درد شاهد شم چې درمل به یې زما پۀ لاس کې نۀ وي. دروازه ورو خلاصه شوه. یو هسک، ځوان او پیاوړی سړی دننه راغی؛ خو د وجود قوت یې د سترګو لۀ ستړیا او د مخ لۀ ژیړوالي مات شوی و. دواړه لاسونه یې پر ملا ایښي وو او پۀ سختۍ یې قدمونه اخیستل. ما فکر وکړ درد به یې شدید وي. پۀ مات غږ یې وویل:
د رسنیو ارزښت؛ له خبر رسولو تر ټولنیز مسوولیت پورې
په هره ټولنه کې د معلوماتو شتون او پر وخت ورته لاسرسی د خلکو د فکري ودې، ټولنیز پوهاوي او پرمختګ لپاره له مهمو بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. وګړي غواړي پوه شي چې په خپل چاپېریال، هېواد او نړۍ کې څه روان دي، کوم بدلونونه رامنځته کېږي او د بېلابېلو پېښو په اړه څه ډول قضاوت وکړي. د همدې اړتیا د پوره کولو په برخه کې رسنۍ مهم رول لري. رسنۍ یوازې د خبرونو د خپرولو وسیلې نه دي؛ بلکې د ټولنې د فکري جوړښت، عامه پوهاوي او د خلکو او مسئولو ادارو ترمنځ د اړیکې مهمې وسیلې دي. راډیو، ټلوېزیون، چاپي رسن
د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول
(هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست او سازماني فعالیت مینه وال ژوره او په حوصله ولولي او دقیقه یې وارزوي. ) سریزه: د سیاسي فعالیت اساسي مسئله: هر سیاسي حرکت د یوه مشخص ټولنیز واقعیت په وړاندې د غبرګون په توګه رامنځته کېږي؛ خو یوازې غبرګون د دوامدار سیاسي بدلون لپاره کافي نه دی. سیاسي حرکت هغه مهال له موقتي بسیج څخه په یوه اغېزمن او دوامدار جریان اوړي چې د خپل فعالیت لپاره روښانه فکري ایډیا (فکري لیدلوری)، منسجم سیاسي هدف، سازماني جوړښت او مشروع رهبري ولري. د دې څلورو عناصرو ترمنځ
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان دوهمه برخه: بېل یې کړه او اېل کړه (Divide and Rule ): د دې لیکنې په لومړۍ برخه کې د ۱۸۴۹ کال څخه تر ۱۹۰۱ او بیا تر ۱۹۴۷ کال پورې د برتانوي هند په مهال، د ډیورند کرښې په کوزه غاړه د افغان وطن (پښتونخوا)، استعماري ویش ته یوه عمومي کتنه وشوه. انګریزانو، کوز افغان وطن لومړي په شپږو کتګوریو تقسیم کړ او بیا یې هره کتګوري هم په ډېرو نورو برخو وویشله. د جلا شویو ټوټو د کنترول لپاره یې لاندې اصول وټاکل: ــ یوې سیمې ته یې یو قانون، بلې ته یې بل قانون وضعه کړ. <
رنګین افکار ! ادبی مضمون
د ارواپوهنې او ټولنیزو برخو کښي مطالب ادبی مضمون سيد عبيدالله نادر رنګین افکار! که تاسي د پوهنې او علم و فن په جامه سمبال اوسئ ،او په ترڅ کې د خپل مسلک نه په غیر ،آفاقی او اضافی معلو مات او مطالعه د ځانه سره ولرئ ، او هم په خپل طبیعی هوش سره د دنیا د ډیرو مسایلو درک وکړای شئ ،که د ګرځیدنې سیر او سیاحت له لارې د یو طبیعی هوش ته وده ورکړئ،نو تاسي یقین ولرئ ،چې تاسي کله یواځي یاست ،او یا ګوښه یاست ،نو ستاسي خیالات ډیر رنګین وي ،او تاسي هیڅکله یواځي نه پریږدي. نو تاسي په ا
افغان وطن او انګریزان
افغان وطن او انګریزان لومړۍ برخه: بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): انګریزانو د خپلې استعماري واکمنۍ د پراختیا او چلولو لپاره د ځای، قومونو، مذهبونو، ټولنیزو طبقو او سیاسي شرایطو له مخې بېلابېلې لارې لټولي او کارولې، لکه د قومي او مذهبي اختلافونو له سیاسي استعمال څخه نیولې تر غیر مستقیمې واکمنۍ ( Indirect rule) پورې. په نایجیریا، کینیا، یوګندا، سوډان، جنوبي افریقا، قبرس، سریلانکا، مالایا، فلسطین، عراق، مصر او د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې، غیرمستقیمه واکمني د برتانوي استعما
په جګړه کې زموږ ګټه څه ده؟
افغانستان نور د جګړې توان نه لري او افغان ولس نور د جګړې د دوام زغم نه لري. زموږ د نږدې نیمې پېړۍ تجربې په ښکاره ډول راښيي چې جګړه هېڅکله د عامو خلکو د ژوند د ښه کېدو، د هېواد د آبادۍ او د ملي ګټو د خوندي کېدو لاره نه ده. هیڅ افغان نه غواړي چې پاکستان، پنجاب او یا کوم بل بهرنی هېواد پر افغانستان واکمن شي. همدارنګه افغانان نه غواړي له خپلو ګاونډیانو سره دښمني ولري. د یوه خپلواک هېواد ملي ګټې ایجابوي چې له ټولو ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او سولهییز تعامل اړیکې ولرو او له ن
د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟
د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او بنسټونو ترمنځ، په ځانګړي ډول د ځوان نسل په منځ کې، د فکر خونو (Think Tanks) جوړول او تنظیمول په یوه مخ پر ودې دود بدل شوي دي. خو له بده مرغه، یو شمېر تازهکار او نوي راټوکېدلي کسان لا هم د دغو بنسټونو له تاریخي ماهیت، د فعالیت له طریقو او د اغېزمنتیا له ساحو سره لازمه بلدتیا نه لري. هیله ده چې لاندې لنډ معلومات د دې برخې د کارکوونکو او د عملي چارو د سمبالوونکو لپاره ګټور او لارښود وګرځي. د فکر خونو تاریخي شالید د بشري تاریخ په اوږدو کې، آن له م
لاس وېګاس؛ د ګناه په ښار کې آذانونه
زموږ په نړیوال سرای کې داسې برېښېدونکي ښارونه هم شته چې توره شپه یې د ټکنده غرمې په څېر ځلېږي؛ له همدې ډول ښارونو څخه یو هم لاس وېګاس دی. دا د ښاپېریو، هوس پالو او مینه ناکو خلکو لپاره د ساعت تېرۍ، رنګونو، خوندونو او قمار یوه پرانیستې ننداره ده. داسې ښار چې د مېکدو جامونه، د خرابات ځل بل او د ځوانۍ شور په کې څنګ په څنګ موجونه وهي. دلته نه یوازې ځوانان او پېغلې راځي، بلکې بوډاګان او د سپینو کمڅیو مېرمنې هم د خپلو دردونو د کمولو په لټه کې ډوب لیدل کېږي. مګر په همدې غُولغُلې او مستۍ کې
پښتو ژبه او ریا کاران
کتاب ناپوهي،جهالت، سرتمبګی، ناوړه سیالی او همچشمی ، دروغ او باټې د فکري سلامتيا ، شخصیت رڼا او بشري حقونو لپاره مهم ګواښونه ګڼي او زده کړه د دې ستونزود حل له بنسټونو څخه بولي. د لیکوال له نظره، زده کړه یوازې د لوستلو او لیکلو د وړتیا اوسواد ترلاسه کول نه دي؛ بلکې د انسان د شخصیت د ودې، خپلواک فکر، د حقونو د پېژندلو، متقابل درناوي او ټولنیز زغم، فرو تنی اوتواضع وسیلې دی دا د کتاب له مهمو نظریو څخه دی ځکه پوهه په کې د ټولو اصلاحاتو بنسټیزه سرچینه ګرځي. نو که جګړه د فکري سلامتيا لوی ګواښ وي، سول
محمد امین واکمن؛ د یوه درانه انسان تلپاتې یاد
نن مې د انټرنیټی رسنیو له لارې د محمد امین واکمن د مړينې خبر ولوست، چې ډیر ورباندې غمجن شوم. د افغانستان په معاصر سیاسي او فکري تاریخ کې داسې شخصیتونه شته چې د هغوی د ژوند ارزښت یوازې په دې نه سنجول کېږي چې کوم مقام یې درلود، کوم ګوند یې رهبري کړ او یا په کومه رسنۍ کې یې کار کاوه؛ بلکې د هغوی ارزښت په دې کې وي چې د خپل عصر له فکري، سیاسي او ټولنیزو بدلونونو سره یې څنګه مخامخ ژوند کړی، څه یې ویلي، څه یې لیکلي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې څه میراث پرې ایښی دی. ځینې انسانان چې له دې نړۍ
د خاموشو انسانانو سیاست
.....شلمه برخه د اقغاني ټولني یو تریخ واقیعت دا دی چي دلته ډیر شمیر سیاسون او روحانیون چي د ټولني ژبور خلک هم د همدوي له منځه وي هغه څه چي د ځان دپاره خوښوي نورعام وګړو ته يي نه خوښوي ، یا هغه څه چي خلکو ته وايي خپله پري عمل نه کوي، زیادتر روحانی مبلغین دیني متنونه اکثر د ځان په ګټه تفسیروي او ډیر شمیر سیاستوال هڅه کوي واقیعتونه کتمان کړي او خلکو ته ناسم معلومات ورکړي، دوي د مخدره توکو د غیر قانوني کښت او قاچاق په رابطه همدا چم د ولس سره کوي، روحانیون که له یوي خوا د کوکنارو کښت ظاهرا حرا
من با پاسخگویی نخبگان مخالف نیستم؛ با قومیکردن پاسخگویی مخالفم
در جوامعی که سیاست هنوز تا حد زیادی تحت تأثیر هویتهای قومی، زبانی و گروهی قرار دارد، یکی از دشوارترین کارها این است که میان مسئولیت فردی و هویت جمعی مرز روشنی کشیده شود. هیچ جامعهای بدون پاسخگویی سیاسی نمیتواند از تجربههای تلخ گذشته عبور کند. کسانی که در جایگاه قدرت قرار داشتهاند، تصمیم گرفتهاند، از صلاحیت و امکانات دولتی برخوردار بودهاند و در سیاستگذاری و ادارهٔ کشور نقش داشتهاند، باید در برابر عملکرد خود پاسخگو باشند. اما پاسخگویی زمانی عادلانه و سازنده است که