کرکټ: ټوکې ټکالې
کرکټي توکې
يو مشهور نړيوال توپ وهونکی افغانستان ته راغلی و او د افغانستان په يوه سيمه ييزه سيالۍ کې یې برخه اخيستې وه. خلک چې خبر شول په جوپو جوپو لوبغالي ته ورغلل چې د نړيوال مشهور توپوهونکي د توپ وهنې سيل وکړي. د افغانستان د يو سيمه ييز کلب يو توپ اچونکي نو کوښښ کاوه چې په لومړي توپ یې وسوځوي. له لرې یې رامنډه کړه او خپل ټول زور یې په لومړي توپ کې واچاوه.
يارګل او سورګل دوه خطرناک توپ اچونکي وو او توپونو ته به یې توپ وهونکي نه ټينګيدل. يو ورځ یې خان ګل ته سخت توپ واچاوه او سر یې پرې وګرځاوه. د خان ګل په شمول د خان ګل ټوله لوبډله یې په ۲۵ منډو وسوځوله.
کپتان ټينګار کاوه چې دلبر به د مقابل لوبډلې مشهور تېز توپ اچونکي بريد (اټاک) ته راووځي. له لوبې مخکې دلبر ته ملګري وويل څنګه چل دی، چمتوالی دې کړی دی؟
له لوبې وروسته يو توپ وهونکی په ځغاستځای (پيچ) کله يو سر کله بل سر ته تللو. د لوبغالي باغوان ترې پوښتنه وکړه:
د لوبغالي پهره دار يا ساتونکي له دروازې د لوبغالي مسوول ته غږ کړ چې دلته په دروازه کې يو سړی د دوه ملګرو سره راغلی دی او وايي چې د ننۍ لوبې لوبڅار يا امپاير دی او غواړي دننه درشي.
يو توپ اچونکې په لوبه کې ډېر خراب توپ واچاوه. په ورپسې اونۍ کې یې د بلې لوبې لپاره ډېره خواري او تمرين وکړ. په ورپسې لوبه کې یې کپتان ته وويل چې:
يو فيلډر (توپ راغونډونکي) د يو توپ اچونکي لس کيچونه وغوروزل او ويې نشو کړای چې ويې نيسي. له لوبې وروسته یې د هماغه توپ اچونکي سره خبرې کولې چې د لاس ساعت ته یې په وارخطايۍ وکتل:
یو لوبغاړي به هره جمعه لوبه کوله او د ميرمن به یې دا کار نه خوښېدو. بله ورځې ميرمن د کلي له ملا امام څخه پوښتنه وکړه:
کپتان توپ وهونکی خپلې خونې ته وغوښت او ورته یې وويل: - ډېر ارزښتناکې لوبې راراونې دي او غواړم تاسره پرې خبرې وکړم ځکه چې زموږ داسې يو کس په کار دی چې لکه د اوسپنې حوصله ولري، تر ټولو تکړه وي، او د بري هوډ ولري.
په یوه لوبه کې توپ وهونکی په صفر وسوځېد. شاته ويکټ ساتونکي پرې غږ کړ. ځه ښه دی د تېرې اونۍ کار به درسره نه کېږي!
وايي دوه لیونیان د کرکټ کتلو ته ناست وو، کله چې یو توپ وهونکي شپیږیزه ووهله نو یوه لیونی وویل:
د يو سړي مور ډېره ناروغه شوه، هغې هغه ډاکټر ته بوتله، ډاکټر ورته اويل چې د دې به ټيسټ کيږي. هغه سړي ورته اويل: دا ډېره ضعيفه ده، تاسو ټيسټ نه، ټوينټي ټوينټي يا ون ډی پرې وکړئ.

