د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوبڅار او ملګري

ټوکه 20.08.2010 02:10

د لوبغالي پهره دار يا ساتونکي له دروازې د لوبغالي مسوول ته غږ کړ چې دلته په دروازه کې يو سړی د دوه ملګرو سره راغلی دی او وايي چې د ننۍ لوبې لوبڅار يا امپاير دی او غواړي دننه درشي.

مسوول بېرته ورغږ کړ چې:

- دا سړی درواغ وايي دننه یې راپرېنږدې.

ساتونکي بېرته ورغږ کړ چې:

-  ته څه پوه شوې چې درواغ وايي.

مسوول ورغږ کړ:

- لوبڅار هم چېرته ملګري لري!