د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشهور توپ وهونکی

ټوکه 25.08.2010 21:53

يو مشهور نړيوال توپ وهونکی افغانستان ته راغلی و او د افغانستان په يوه سيمه ييزه سيالۍ کې یې برخه اخيستې وه. خلک چې خبر شول په جوپو جوپو لوبغالي ته ورغلل چې د نړيوال مشهور توپوهونکي د توپ وهنې سيل وکړي. د افغانستان د يو سيمه ييز کلب يو تېز توپ اچونکي نو کوښښ کاوه چې په لومړي توپ یې وسوځوي. خپل ټول زور یې په لومړي توپ واچاوه او له لرې یې چې رامنډه کړه نو دومره سخته چيغه یې ووهله چې توپ وهونکی حيران شو.

توپ یې چې وکړ، لوبڅار د نو بال اشاره ورکړه او توپ اچونکي ته یې مخ کړل:

- ګوذاره کوه! دا خلک راغلي چې دا سړی وګوري چې توپ وهنه وکړي، د دې لپاره نه دي راغلي چې ستا د توپ وهنې سيل وکړي.