د بې ځایه شوو کډوالو د بیا میشتولو نړیوال سازمان وایي، د استرالیا حکومت د منځني ختیځ د جنګ ځپلو هیوادونو سره د مرستې په خاطر په استرالیا کې په زرګونو عراقي او سورییي کډوال او پناه غوښتونکي ځای پر ځای کړي.

په دغه پروګرام کې کابو ۱۲۰۰۰ ویزې د عراق او سوریې کډوالو ته ورکړل شوي.

ډیری دغه کډوال د استرالیا په (نیو سوت ویلز) ایالت کې میشت کړل شوي.

د یاد سازمان مشره یمامه اغا وایي، اداره یې په استرالیا کې نوو میشت شوو کډوالو ته یو لړ خدمتونه وړاندی کوي، چې پکې کور، روغتیايي او بانکي خدمتونه او همدارنګه د ماشومانو لپاره وړیا ښوونځي هم شامل دي.

همداراز سربیره پر دې د استرالیا حکومت وایي د اسلامي دولت سره د مبارزې او په منځني ختیځ کې د یادې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو هڅو په برخه کې د استرالیا او نیوزیلینډ نظامي ځواکونو د ۲۰۱۵م کال راپدیخوا ۲۱ زره عراقي امنیتي ځواکونه هم روزلي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې اسلامي دولت د ابو بکر البغدادي تر مشرۍ لاندې په عراق او سوریې کې خلافت اعلان کړو، چې تر هغې وروسته په استرالیا کې هم د دغې ډلې لخوا ځینې بریدونه ترسره شول.

د استرالیا پولیس وایې د ۲۰۱۴م کال راهیسي یې په دغه هیواد کې د لږترلږه ۱۵ ترهګریز بریدونو څخه مخنیوې کړې.