د استرالیا د مهاجرت وزارت وایي، قاچاق وړونکې پدې هڅو کې دي تر څو د نوو تاکتیکونو په کارولو سره ناقانونه کډوال استرالیا ته داخل کړي.

د دغه هیواد د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن باور لري، انساني قاچاق وړونکي په نوو تاکتیکونو کې له خطرناکو سمندري لارو او د کوچنیو کشتیو څخه ګټه اخلي تر څو د استرالیا سرحدي ساتونکي او د څارنې سیستم یې په اسانۍ ونه پیژني.

د ډوټن په وینا د استرالیا سرحدي ځواکونه که څه هم د څارنې ځانګړی سټلایټ او رادار سیستم لري خو نوموړی وایي په پراخو سمندري سیمو کې د دغه ډول کوچنیو کشتیو کشف کول ستونزمن او سخت کار دی.

هغه وایي کوچنۍ کشتۍ کولی شي په اسانۍ له رادار سیستم څخه پټې پاتې شي، خو دا کار د کډوالو د مړینې او په سمندري طوفانونو کې د هغوی د ډوبیدو چانس هم زیاتوي.

همداراز نوموړی ټینګار کوي، د خوندي سرحدونو په نوم عملیاتو کې چې له ۲۰۱۳م کال راپدیخوا دوام لري، استرالیا ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کړي. هغه وایي د دغه عملیاتو د پیل څخه تر اوسه یې ۳۱ بیړۍ نیولي او بیرته ستنې کړي چې لږترلږه ۷۷۱ کډوال یې استرالیا ته راوړل.