په ظاهری توګه د متحده ایالتو حضور په افغانستان کې د یوې ترهګریزې پيښې په غبرګون کې د یوې ناڅاپه پریکړې پایله ښکاري اما سیاسی منطق بیا دغه فرضیه ردوي او د توطیې تیوري باندې دلالت کوي. افغانستان چې د جګړې ګټلو لپاره خورا سخت هaیواد په توګه نړیوال شهرت لري حتی امریکا یې هم ناکامئ سره مخامخ کړی ده. اوس خورا ډیر نړیوال سیاسي کارپوهان ، شنونکي  او مبصرین اجماع لري چې د امریکا نظامي تګلاره په افغانستان کې ناکامه ده ځکه چې په افغانستان کې جګړه ورځ تربلې پراخه شوېده او د سولې، ثبات ، امنیت او هوساینې درک نشته. نه امریکې د خپلواکئ دومداره عملیاتو(Operation Enduring Freedom) موخي او نه هم، بن د کانفرانس اهداف په قناعت بخشه توګه لاسته راوړل، بلکې د امریکې غلطو سیاسی پریکړو له وجه افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ټول ټاکنو څخه وروسته عملاً یو لوی سیاسي بحران کې ښکیل شوی دئ چې د نجات لاره یې لاتراوسه هم ورکه ده. یادې موضوع افغانان، د سیمې او نړئ قدرتونو په شمول آمریکاییان یې هم اندیښمن کړې دي. په افغانستان کې جګړه د ناټو او امریکایی سرتېرو له شتوالي سره د هرې ورځې په تېریدو سره زور اخلي او افغانان یې د خپل راتلونکې په اړه مایوسه او اندېښمن کړي دي. دغه وضعیت د هیچا لپاره د منلو وړ نه ده او ژر تر ژر باید پرې بنیادي بحثونه وشي ترڅو موږ د بحران څخه د وتلو منطقي لارې چارې پيدا کړو او افغانستان یوځل بیا ژور کړکیچ کې د ښکېلیدو څخه نجات ومومي.  

 

د ډونالډ ترامپ کمپاینی هوکړې او عمل  

کله چې ترامپ د امریکې منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو داسې ښکاریده چې د امریکې سیاست به د افغانستان او سیمې په مقابل کې ژور او بنسټیز بدلون ومومي اما داسې ظاهراً ونشول او تر اوسه هم د امریکې تګلاره هماغه د پخوا په شان ده يواځې د نوي سرتیرو رالیږل او د نوې ډیپلوماتیکو اړیکو تګلارې په اړه هوکړه شوې ده چې هغه هم پراډاکس نه ډکې پریکړي دي. له بده مرغه د امریکې سیاست او تګلاره د افغانستان په اړه تراوسه هم ګونګه ده او په هیواد کې دامنیت، سولې او ثبات موضوع لا تراوسه هم یو لوی آرمان په توګه باقي پاتې ده. داچې د امریکې پټ مقاصد څه دي دغه موضوع تراوسه هم په بشپړ توګه معلومه نه ده ولی افغانان هره ورځ د تحمیلی او نیابتي جګړې قرباني کیږي چې هیڅکله هم د ویښ او باشعوره ملت لپاره د زغم وړ نه ده. د جګړې هره خواکې له بده مرغه یواځې افغانان قرباني کیږي او دا د یو ملت لپاره لوي درد اوناکامي ده. ترامپ چې یو جمهوري خوښتنونکئ سیاستوال دئ د هغه څخه د  خلکو مخکې له مخکې تمه دا کیده چې د افغانستان جګړې ګټلو لپاره به نظامي قواه ډیره کړي او حتی دا وویل کیده چې سولې ته هم لاره هواره کړي. یعنې خلکو داسې فکر کاوه چې ترامپ به د افغانستان موضوع یو طرفه کړي ولی په عمل کې  داسې ښکاري چې د ترامپ اداره هم د افغانستان بحران حل کیدو لپاره ډیر څه نلري او بدبختانه ناچاره بریښي.   

 

آیا امریکا د افغانستان صادق متحد دئ؟  

امریکا متاسفانه افغانستان سره تر دغه دمه  صادقه متحد نه ده پاتې شوئ او تل یې په سیاسي میدان کې د افغانستان په اړه زیک زاګ حرکت کړئ. تراوسه امریکې افغانستان سره کړلي هوکړې په صحی توګه نه دي عملي کړي او افغانان په دغه موضوع کې قناعت او رضایت نلري. مثلاً نه افغانستان کې ډموکراسي تمثیله شوه، نه ښه حکومتوالي منځته راغله، نه فاسدین ، جګړه ماران او مافیایی ډلې محاکمه شوي دي، نه مخدره توکي کشت او قاچاق له منځه لاړ، نه د افغانستان ځواکونه پر مختللیو وسلو سمبال شول، نه سوله ، ثبات او امنیت راغئ، نه امنیتي ټرون عملي شو او نه هم د هیواد اقتصاد خودکفایی طرف روان شو؛ بلکې هرڅه دلته یو مصنوعي رنګ لري چې محض د امریکې وتلو سره به خاورې شي. نو په دې اساس دا وویل به ناجایزه نه وي چې امریکا افغانستان سره یو صادق متحد نه دئ. د امریکې اشتباهاتو په اړه ما په انګلیسی ژبې یوه تفصیلي لیکنه کړې ده چې بیا به یې خپره کړم اما دا وویل به نادرست نه وي چې امریکا ګواکې تراوسه پورې افغانستان سره دو ګونئ سیاست ته ادامه ورکړې ده چې دغه موضوع نه يواځې د امریکې پوځي شکست باندې مبدل شوئ بلکې افغانان یې هم د امریکې سیاست په اړه شک کې اچولي دي. په بل عبارت امریکې دلته خپل اعتماد او اعتبار له لاسه ورکړئ چې دغه موضوع باعث د دې شوې چې د افغانستان اکثریت وګړي د امریکې شتون ته رضایت ونلري. زه عموماً د امریکې حضور په اړه د ماستري دورې محصلینو څخه پوښتم چې آیا هغوی د آمریکې حضور ته خوشحاله دي یا غواړي چې آمریکا په افغانستان کې حضور ولري، تاسو به حیران شئ چې هغه محصلین چې اکثریت یې امریکایی مؤسساتو کې په کار بوخت دي ، یا هم انجوګانو یا دولت کې مشغول دي او نسبتاً روڼ آنده هم دي بیاهم  بیاهم یو یا دوه کسه په پنځوسو محصلینو کې د آمریکې حضور ته رایه ورکوي. تاسو دغسې سروي په هر ځاې کې علمي کولئ شئ ترڅو د خلکو نظریه د آمریکې په اړه ترلاسه کړئ. دغه وضعیت د آمریکې سیاسي ماته په افغانستان کې په صحي توګه څرګنده وي.  

 

د ترامپ او اوباما د تګلارې پرتله 

ما داسې فکر کاوه چې د ډونالډ ټرامپ اداره به ژور بدلونونو ته لاره هواري کړي ولی لکه څنګه چې ښکاري ټرامپ کابو د اوباما تګلاره پلي کولو ته چتموالي لري. د ترامپ د تګلارې یواځې یو لوئ توپیر د نظامي سرتیریو وتلو نیټې او پر نظامي حل لارې تاکید کې ښکاري. ماته خو داسې نښکاري چې امریکې به رښتیا هم د خپلو سیاسي اشتباهاتو څخه درس اخیستلی وي. یا احتمال لري پلان به دا وي چې افغانستان همیشه بی ثباته او متکي پاتې شي. که مو په یاد وي اوباما غوښتل چې د امریکې ټول سرتیري د افغانستان څخه وباسي اما ترامپ دوامداره جګړې باندې تاکید کوي او جګړه ورته د افغانستان د مساله يواځنئ منطقي حل ښکاري. مګر اصلی پوښتنه داده چې آیا جګړه رښتیا به د افغانستان پیچلې بحران څخه د وتلو منطقی لاره وي؟ زما په آند هماغسې چې د ۱۶ کالو جګړې ثابته کړه، د افغانستان بحران نظامی حل لاره نلري نو ځکه باید د سولې بهیر له لارې حل شي. بیا هم باید انتظار وباسو ترڅو د ترامپ د نوې تګلارې پایلې په عمل کې ملاحظه کړو او د افغانستان وضعیت بیا وارزول شي چه ښه شوئ یا که نور هم بحراني شوئ. د ترامپ او اوباما د تګلارې یو بل توپير یې د ډیپلوماسئ په برخه کې ده. ترامپ غواړي پاکستان باندې لازمه سیاسي فشار منځته راشي . همدغه یې علت ده چې کوښښ یې وکړو هند هم ځان سره د افغانستان قضیې کې راګډ کړي. ترامپ تمه لري چې په سیمې که به نسبي اجماع منځته راځي او دغه اجماع به د جګړې د ختمولو لپاره مثبت اغیزې ولري. اما په ټوله کې د ترامپ اداره پر نظامي حل لارې ډیره اتکا کوي او غواړي د دغه لارې څخه د افغانستان موضوع ممکن حل لارې پیدا کړي. د افغانستان په اړه د ترامپ او اوباما تګلارې په لاندې نکاتو کې په مختصر توګه پرتله کیدئ شی. 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

جیمز ماټیز(پینتاګون) ته صلاحیت ورکول  

ډونالډ ترامپ په عنوان د یو جمهوري غوښتونکئ په نظامي قوه او نظامي حل لارې خورا ډیر تاکید کوي. داسې ښکارې چې سولې ته ډیر خوشبینه نه ده او د سولې بهیر ورته د وخت ضیاع ښکاري. جمیمز ماټیس د امریکې د دفاع وزیر څو ورځې وړاندې په یو پریس کانفرانس کې وویل چې «طالبان د افغانستان د بحران څخه وتلو کې اغیزمنه او مهمه برخه نشي لرلئ» زه هم باور لرم چې ترامپ به ډیر لومړیتوب نظامي حل لارې ته ورکړي. لیکن د ماټیس دا څرګندونې کاملاً ناقصه دي او ظاهراً د افغانستان د ملي ګټو خلاف هم ښکاري. ځکه سوله د افغانستان د ټول ملت مقدس آرمان دئ او دا باید ومنو چې سوله د جګړې له لارې نشي تامینیدلی. د ترامپ اداره په دې آند ده چې پینټاګون (Pentagon) ته که آزاد صلاحیت ورکړل شي نو جګړه به ژر وګټل شي ولی دغه موضوع یې نظر انداز کړې ده چې جګړه مخالفین هم زیږوي نو که ناکامه شوه بیا به خورا ډیر مخالفین زیږول شوي وي چې د امریکې شکست به په افغانستان کې حتمي کړي. ترامپ داسې فکر کاوه چې د افغانستان جګړه به آسانه وي اما کله چې د افغانستان وضعیت نور هم کړکیچن شو ترامپ فیصله وکړه چې د جګړې په اړه د استراتيژیو جوړنې او پلي کونې ټول صلاحیت باید پینټاګون ته ورکړل شي. هغه داسې عقیده لري چې که جیمز ماټیس چې په لیوني سپي مشهور دئ دغه جګړه مستقیماً رهبري کړي او د جګړې په هکله اکثره پریکړې د دفاع وزارت د چتر لاندې اجرا شي نو دا به د جګړې ګټلو لپاره ګټور تمام شي. همدغه یې علت وو چې آمریکا د افغانستان او پاکستان لپاره خپل ځانګړي استازي وظیفه د اداري تشکیلاتو څخه حذف کړه. اما زه متیقن یم چې دغه سیاست به د افغانانو څخه خورا لا ډیر قرباني واخلي. د ترامپ دا حرکت د هغه سخت دریځه سیاسي مفکورې دلالت کوي اما دا چې دغه سیاست په نتیجه ورکړي یا نه دا به وخت ځواب کړي.  

 

د سرتیرو شمیر  

امریکا به حد اقل ۳۸۰۰ تازه نفسه سرتیري په افغانستان کې ځاي پر ځاي کړي. اوس په افغانستان کې وویل کیږي چې ۸۴۰۰ امریکایی سرتیري شتون لري. زه فکر کوم چې ترامپ به پر ناټو هم غږ وکړي چې د سرتیرو شمیر زیات کړي ترڅو امریکې سره یوځاي هڅه وشي چې د افغانستان جګړه پای ته ورسول شي. ناټو به افغانستان ته پوځیان راولیږي او د جګړې حل لپاره به نوي استراتیژی چتر لاندې به لازم اقدامات پلي شي. زما په آند ۳۸۰۰ سرتیرو زیاتول به د جګړې ختم لپاره ډیر ګټور ثابت نشي ځکه کله چې د امریکې په افغانستان کې  ۱۳۰۰۰۰ سرتیرو سره جګړه ونشوه ګټلائ نو دغه کابو ۲۰۰۰۰  سرتیري به داسې څه وکړي چې جګړه په افغانستان کې پای ته ورسیږي. زه فکر کووم لاره د حل سوله ده نه جګړه. جګړې په لور دوباره حرکت د افغانستان تباهی او نور ژور بحران ته تګ دئ. امریکا باید دغه موضوع باندې سر خلاص کړي که نه نو هژموني به یې په افغانستان کې لاهو شي.    

 

د ملي یووالی حکومت برخلیک 

د باراک اوباما یوه لویه سیاسی اشتباه د ملی یوالی د حکومت تشکیل وو. اوباما ځکه د ملی یوالی حکومت ته زړه ښه کړو ځکه چې هغه مهال د امریکې ولسمشریز ټول ټاکنې جریان درلودې او اوباما نه غوښتل چې جمهوری خواهان د دغه ټول ټاکنې وګټي نو پدې اساس هیڅ ډول ریسک یې ونه منلو او بدبختانه په لوئ لاس یې افغانستان بحران کې ورداخل کړ. زه فکر کوم د ترامپ محاسبه داده چې دوه سرئ حکومت هیڅکله نتیجه نه ورکوي ځکه چې امریکا یو با قدرت مرکزی حکومت او یو مشروع  او ژمن متحد ته اړتیا لري؛ ترڅو دغه جګړه چې اوس مهال د آمریکې لپاره یو سردرد جوړ شوئ، یوطرفه کړي. پدې اساس ډیر ژر به د ملي یووالي حکومت برخلیک واضح شي. ډیر امکان لري چې ډاکتر صاحب عبدالله او ډاکتر صاحب غنی به د نوي حکومت تشکیل کې د یو سیاسي ټکټ چتر لاندې تنظیم شي.  

 

د ګاونډیانو په هکله د امریکې نوې استراتیژي 

پرته لده چې اوس ټوله نړئ په ده حقیقت پوهیږي چې پاکستان د ترهګریزو ډلو لپاره مصونه ځالي لري بیاهم کله چې امریکا د پاکستان به مقابل کې قاطع دریځ نه غوره کوي واقعاً د توطیه تیوری باندې د خلکو عقاید نور هم مستحکم کوي. داسې وویل کیږي چې امریکا نوې ستراتيژی باندې کار کوي او دغه استراتیژی به راتلونکي څو اونیو کې بشپړ او تایید شي. زه فکر کوم امریکا به هڅه وکړي چې په سیمې کې ممکنه نسبي اجماع منځته راشي نو د پاکستان په مقابل کې به الترناتیف(Alternative)  متحدان لکه هند له ځان سره مل کړي. د هند سره د امریکا نږدي کیدل به د یو اړخه پاکستان باندې لازم سیاسي فشارونه واچوي ترڅو پاکستان د سولې په باب کې صادقانه هڅې وکړي او جګړه په افغانستان او سیمې که پای ته ورسیږي؛ له بل اړخه به پاکستان سیاسی استراتیژیک انحراف څخه راوګرځوي. مثلاً د چین، پاکستان او روسې مثلث ممکنه ایتلاف به امریکا د هند سره نږدي کیدلو باندې مات کړي. د پاکستان صدراعظم وروستنئ څرګندوني چې «ګواکې هغه د آمریکا د غلط سیاست څخه ناهیلې شوئ» همدغه موضوع تایید ګنل کیږي. خو د امریکې نوې ستراتيژی به ډیر په دیپلوماسئ او مرستو باندې تاکید وکړي او جګړه به په دغه ستراتیژئ کې برخه نلري. یعنې امریکا به پر پاکستان نظامي فشار څخه ډډه وکړي. دغه موضوع هم دا څرګنده کوي چې امریکا به هیڅکله هم د افغانستان لپاره خپل زوړ متحد پاکستان باندې لازم فشار رانولي ځکه پاکستان داسې ډیر اسرار لري چې د امریکې نړیوال حیثیت باندې ژورې اغیزې درلودلي شي. آمریکا به تل پاکستان سره احتیاطي او محافظه کارانه سیاست غوره کړي ځکه چې پاکستان د ځان سره متحده ساتل د امریکې په سیمې که رول لپاره استراتژیک لومړیبتوب لري. همدارنګ امریکا به چین وادار کړي ترڅو پاکستان باندې لازم فشار وارد کړي او اسلام آباد صادقانه هڅو ته مجبوره کړي. دغه ډول فشار به د افغانستان پر وضعیت مثبتې اغیزي ولري.    

 

 

د حکومتی جوړښت (ساختار) په اړه  

امریکا به هڅه وکړي ترڅو دغه دوه سرئ حکومت یو سرئ کړی یا هم به د حکومت ساختار ته تغییر ورکړي. امریکا به د نوي ټول ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي او په نوي ټول ټاکنو کې به د اوسني حکومت مشرانو ته د ګټلو چانس برابر کړل شي. په ډیر ګمان سره، ډاکتر غنی او ډاکتر عبدالله به یو واحد حکومت جوړ کړي. په دغه ایتلاف کې د حزب اسلامی او جمعیت مشخصه کړیو برخه هم شونې ښکاري. هڅه به وشي چې جګړه ماران ،فاسدین او مافیایی ډلې د حکومت څخه وشړل شي. په حکومت کې به نوي ځوانې تکنوکراتیک ځېرې معرفی شي او په تدریجی توګه به هیواد د جنګسالارانو ، مفسدینو او مافیایی ډلو څخه  به وژغورل شي. د مجاهدینو بالخصوص د شمالي ټلوالې نور فصل پائ ته رسیدلئ نو پدې اساس به خورا هڅه وشي چه دغه ډلې د حکومت څخه وباسل شي ، انزوا کړل شي یا هم بدنامه او شخصیتونه یې سیاسی ترور سره مواجه شي. زه فکر کوم آمریکا به دغه تحلیل ته رسیدلئ وي چې د مجاهدینو شتون کې به واشنګټون هیڅکه به هم په افغانستان کې کامیابه نشي ځکه مجاهدین په تیرو ۱۶ کالو کې د هر هغه اصلاحي برنامي مخالفت کړي چې د دوي امتیازات او سیاسي قدرت پکې زیان موندلئ. یعنې خلاصه دا چې مجاهدین تل د اصلاح ، روڼتیا، امنیت، سولې ، ثبات او هوساینه په خلاف واقع شوي دي.    

 

 

 

 

 

 

د فساد او جنګسالارانو په اړه  

زما په آند آمریکا نور باید دغه نقطې ته رسیدلی وي چې د فاسدو او جنګسالارانو په شتون کې، افغانستان به هیڅلکه هم د یو سالم او ښه حکومت څیښتن نشي. پدې اساس امریکا به کوښښ وکړي چې دغه بدنامې څېرې د حکومت څخه لیرې کړي یا هم انزوا کړل شي. د جګره مارانو او فاسدینو وخت نور پای ته رسیدلئ او امریکا باید هرومرو د افغانستان ثبات او امنیت او سوکالي لپاره دغه ډلې سبوتاژ او نابوده کړي. که دغسې ونشي د افغانستان جګړه به پای ونلري او آمریکا به دلته سخت شکست سره مخامخ شي.  

 

د ښه حکومتوالي په اړه  

که امریکا واقعاً غواړي چې افغانستان کې په عنوان د یو استراتیژیک متحد پاتې شي نو باید ښه حکومتوالئ ته لاره هواره کړي. ترڅو چې ښه حکومتوالي منځته رانشي دا به نا شونې وي چې داخلي اجماع منځته راشي او د خلکو اعتماد پر حکومت بیا احیا شي. اوس بدبختانه موږ د د اعتماد نشتوالي(Confidence Crisis)  په بحران باندې اخته یو او کله چې د خلکو اعتماد پر چارواکو او حکومت له منځه لاړشي بیا جګړه ګټل او هیواد د کړکیچ څخه راویستل کافي مشکل شي او حتي په لنډ مهال کې ناشونې شي. نو پدې اساس زه فکر کوم آمریکا به د ښه حکومتوالي په برخه کې افغانستان حکومت سره دومداره مرسته وکړي او په واقعي توګه به دا ځل کوښښ وشي چې د دولت خدمات او د ښه حکومتوالي بنسټ پر وړسالاري او شفافیت او تخصص سره کیښودئ شي. د ملي یووالي حکومت کې نوي تغییرات او اصلاحات د دغه برنامې پيل ښکاري.  

 

 

د اقتصاد او سیاسی ثبات په اړه  

ترهغه وخته چې موږ په عنوان د یو لوئ ملت ونه توانیږو منظم سیاسی ملی جریات تشکیل کړو موږ به هیڅکله سیاسی ثبات ته ونه رسیږو. د افغانستان ښه راتلونکي لپاره حد اقل پنځه لوی سیاسي احزاب ته اړتیا لیدل کیږي. یعنی حزب اسلامی، جمعیت اسلامی، طالبان، خلقیان او تکنوکراتان. ټول نور سیاسی جریانونه باید دغه پنځو عنوانونو لاندې راټول شي او یو سالم سیاسی میدان رامنځته کړي. د سولې پروسه او سولې ته رسیدل د سیاسی ثبات لپاره اړینه ګنل کیږي نو باید صادقانه هڅې وشي چې طالبان او نور مخالفین د سولې بهیر سره را ګډ شي او سیاسی میدان کې خپله سالمه برخه واخلي. د سولې په باب د پاکستان او د سیمې نورو هیوادونو همکاري ضروري ده اما د سولې بهیر مشري باید افغانان وکړي. د ملي یووالي مشران خصوصاٌ ډاکتر غنی باید د سولې بهیر ته لومړیتوب ورکړي او په دغه برخې کې لازم ګامونه واخلي او د هیڅ ډول قرباني څخه ډډه ونکړي. سوله باید په هر قیمت لاسته راشي. دا هم مهم ګنل کیږي چې موږ ښه حکومتوالي ایجاد کړو ترڅو نسبي سیاسي ثبات ته لاس ومومو او بشپړ سیاسی ثبات خواته روان شو. د اقتصاد څخه پرته هم سیاسی ثبات امکان نلري نو باید هڅه وشي د اقتصادي لارو چارو څخه هم سیاسی ثبات منځته راشي. دا ځکه چې که په یوې ټولنې کې اقتصادي ثبات نه وي نو بیا ټولنیز ثبات له منځه ځي او ټولنیز ثبات کولائ شي سیاسي ثبات مات کړي. ډاکر صاحب غنی پدغه برخه کې خورا ښه نظریات لري باید هغه پلي کړي. افغانستان د هغه ځاي څخه چې ښه جیو اقتصادي او جیو سیاسی موقعیت لري او خورا شتمن زیرمې هم لري نو کولای شي چې په آسانئ سره اقتصادي خودکفایی ته ورسیږي. اما باید امریکا په دغه مهمو ملي اجنداګانو کې افغان حکومت سره صادقانه ژمنتیا وښايي او لازمه همکارئ وکړي اما لکه تیر ۱۶ کاله په ځېر د دغو مهمو برنامو عملی کولو په باب بهانې وکړي. زه فکر کووم اوس امریکا هم باید دغه نقطې ته رسیدلي وي چې افغانستان باید یو خودکفا او هوسا هیواد شي ترڅو دوي هم د اقتصادي فشارونو څخه بالاخره خلاص شي.  

 

ټولنیزه اتکا: اکثریت که اقلیت 

د امریکې یوه لویه تیروتنه دا وه چې په اقلیتونو باندې بې سارې او بی باکانه اتکا وکړه. زه فکر کووم دغه د امریکې تر ټولو لویه استراتیژیکه تیروتنه وه. لکه څنګه چې د نړئ تاریخ ګواه دئ هیڅکله هم اقلیت نشي کولائ په یو هیواد کې ښه حکومتوالي، سیاسی، اقتصادي او ټولنیز ثبات رامنځته کړي او هیواد د بحران څخه وژغوري. حتا په پرمختللي هیوادونو کې اقلیت ته مطلق واک ورکول د تصور څخه ګنل کیږي. اما په افغانستان دغه ۱۶ کاله امریکې مطلق واک اقلیتونو ته تسلیم کړئ وو. دغه تجربه لکه نورو هیوادونو کې ناکامه شوه په افغانستان کې هم یوه غلطه او ناکامه تجربه وه. اوس داسې ښکاري چې امریکا خپلې اشتباه څخه پند اخیستئ وي او غواړي چې پر اکثریت باندې اتکا پيل کړي. امریکا باید وړسالاري ته اهمیت ورکړي په دغه سیاست کې هرچاته خپل حق لاسته راځي که وړسالاري باندې اتکا ونشي بیا باید د نفوس پراساس ملیتی تشکیل باید په صحی توګه تامین شي. په دغه دواړه صورتونو کې په اتوماتیک ډول به پر اکثریت اتکا منځته راشي. که امریکا په اکثریت باندې اتکا ونکړي دغه جګړه به سل په سلو کې وبایلي او په افغانستان کې به د دوي نړیواله هژموني هم فنا شي.  

 

 

دولت –ملت جوړونه  

متاسفانه آمریکا د دولت – ملت جوړونې په برخې که په افغانستان کې ډیر لیږ کار کړئ. موږ د هرڅه نه ډیر ملت جوړنې ته اړتیا لرو او دا کار هغه وخت کیږي چې موږ د دولت-ملت جوړوني صحي موډل تطبیق کړو. په افغانستان کې د دولت-ملت جوړونې نړیوال موډل پلي شو اما دغه اجندا باندې په صادقانه توګه کار او پانګونه ونشوه نو ځکه موږ نه ملت شوو او نه هم دولت جوړونې کې بریالي شوي یو. زه فکر کوم چې په افغانسان کې باید ملت جوړونې تر لومړیتوب ورکول شي ځکه دولت جوړونه پرته د ملت جوړونې به ستونزمنه وي.د ترامپ اداره به هم د دولت-ملت جوړونې په اړه هماغه پخوانئ تګلاره ته ادامه ورکړي. زه فکر نکوم دغه موضوع ته ډیر لومړیتوب ورکړل شي ځکه امریکا داسې فکر کوي چې د دولت جوړونې په بهیر کې به ملت هم جوړ شي اما دا چې دغه مفکوره به دلته نتیجه ورکړي که نه دابه وخت ځواب کړي. زه متیقن یم چې د دولت-ملت جوړنې نه پرته به د افغانستان نجات خورا مشکل کار وي.  

 

خلاصه دا چې د ترامپ د ادارې تګلاره او د اوباما تګلارې تر منځ هماغه دوه عناصرو کې اصلی توپیر لیدل کیږي. ترامپ د نظامي پریکړو ډیر صلاحیت جنرال ماټیس او اړوندو نهادونو ته ورکړ او په افغانستان کې دوامدارې جګړه ته یې رضایت ښودلئ او ډیپلوماسي ته یې هم نوئ رنګ ورکړئ اما اوباما غوښتل د افغانستان څخه ډیر ژر ووځي او په سیمې کې د نرمې ډیپلوماسي څخه کار واخلي. که څه هم ترامپ په انتخاباتي کمپاینو کې پر افغانستان حمله یې د امریکې یوه لویه استراتیژیکه خطا او سهوه ګنله اما اوس ښکاري چې د افغانستان جګړه ګټل ورته لومړیتوب پیدا کړئ وي. د اوباما ادارې لویه اشتباه دا وه چې د سرتیرو د وتلو نیټه یې وټاکله، پر اقلیتونو یې مطلقه اتکا وکړه او په سیمې کې یې ضعیفه ډیپلوماسي پرمخ بوتله. دا د ذکر وړ ده چې په اصل کې که اوباما او ترامپ یا هربل څوک چې رییس جمهوری شي امریکا خپل ځانګړي سیاسی سپین ګیری او اړوند بنسټونه لري ترڅو د امریکا تګلاره مشخصه کړي.  

 

همدغه راز کله چې اوباما د افغانستان څخه د سرتیرو د ویستلو نیټه اعلان کړه دغه موضوع طالبانو او نورو مخالفینو ته روحیه ورکړه او هغو جګړې ته یې نوره هم په پراخه کچه ادامه ورکړه. د پاکستان استخباراتی ادارې هم کله چې د امریکې د وتلو  خبر ترلاسه کړ نور یې هم کوښښ وکړ چې په افغانستان کې مخالفین او طالبانو ته مرستې ګړندئ او ډیرې کړي. همدغسه نور هیوادونو لکه ایران او روسیې هم د مخالفینو مالي او سیاسي ملاتړ باندې لاس پورې کړ. په نظامي برخې که دغه د اوباما د ادارې یوه لویه او نه بښوونکي تیروتنه وه. اما داسې ښکاري چې د ترامپ اداره به د سرتیرو د وتلو نیټه هیڅکله هم څرګنده نه کړي ځکه دا رښتیا هم د ولسمشر اوباما یوه لویه تیروتنه وه. د افغانستان د جګړې ګټل اوس د امریکې لپاره یوه حیثتی او هژمونیکه موضوع باندې مبدل شوې ده او امریکا به په خپل بشپړ توان سره کوښښ وکړي ترڅو په افغانستان کې جګړه وګټل شي. اما افغانستان واقعاً یوه سخته جغرافیا ده او تراوسه داسې بریښي چې امریکا دلته ناکامه دئ. اما داهم امکان لري چې د امریکې اهداف د افغانستان سیاسی ثبات نشتون سره تړلي وي. اما بیاهم دا به وخت په تیریدو سره څرګنده شي.  

آیا د افغانستان په اړه د ترامپ تګلاره به لکه د باراک اوباما تګلاې په څېر ناکه شي؟ 

د افغانستان وضعیت بحرانی ده . د امریکې دفاع وزیر په تازه اظهاراتو کې وویلي دي چې « اوس مهال په افغانستان کې بري څرک نه لیدل کیږي او امریکا د جګړې د پای نیټه نشي ټاکلئ.» دغه څرګندونې دا تصدیق کوي چې امریکا تر اوسه پورې د افغانستان جګړې کې ناکامه ده. لکه څنګه چې پوهیږئ د افغانستان جګړه د امریکې پر تاریخ کې تر ټولو نه لویه جګړه ده چې اوس  ۱۶م کال ته داخله شوه. اوس به ولیدل شي چې ترامپ څنګه کولائ شي چې دغه جګړه وګټي او افغانستان کې سوله ، ثبات او هوساینه تامین کړي. اما زما په آند  که امریکا پر جګړې بې اندازه او بی باکانه تاکید وکړي او ډیپلوماسي او د سولې بهیر ته لومړیتوب ورنکړي نو یوځل بیا به په افغانستان کې ناکامه شي. زما په آند جګړه په افغانستان که عملاً شکست سره مخامخ شوې ده نو که نوې که د امریکې استراتيژي یواځې پر جګړې تاکید وکړي نو دا هڅې به یو ځل بیا ضایعه وي.اما که پر ډیپلوماسي او د سولې پر بهیر کار وشي کیدلائ شي افغانستان وژغورل شي. د سپني مانئ سیاسي سپین ګیري باید سره کیني او لازم هڅې وکړي ترڅو د افغانستان جګړې ته د نرم سیاست او ديپلوماسئ له لارې حل پیدا کړي. نو پدې اساس زه فکر کووم د ترامپ تګلاره که یواځې پر جګړې تاکید او د ډیپلوماسې میدان کې ناکامه شي زه ډاډ لرم چې بیا به هم ناکامئ سره مخامخ شي.