یوه لسیزه په توقیف کې ـ استرالیا کې پناه غوښتونکي د ناټاکلې مودې لپاره کریسمس ټاپو ته لیږدول کیږي.

یو رپوت وايی، کله چې تیر کال د سکاټ موریسن حکومت د کریسمس ټاپو د کډوالو توقیف مرکز وتړو، نو دغه حکومت په ویاړ سره وویل چې د خپل کار په دوران کې یې ټولټال دا اتلسمه توقیف خونه ده چې استرالیا کې تړي.

دغه حکومت دا هم وویل نور اړتیا نشته چې د کریسمس ټاپو توقیف مرکز په څیر ځایونو باندې بې ځایه لګښت ترسره شي ځکه استرالیا ته د سمندر له لارې د راتلونکو ناقانونه کډوالو شمیر راکم شوی.

خو اوس یوازې څو میاشتې وروسته د موریسن حکومت له خپلې کړې خبرې واوښته او د کریسمس ټاپو توقیف خونه یې د پناه غوښتونکو لپاره بیا پرانیستله او داسې ښکاري چې دا ځل به د اوږدې مودې لپاره پرانیستې وساتل شي.

د استرالیا حکومت په پلان کې لري چې ګڼ شمیر هغه پناه غوښتونکي چې اوسمهال د استرالیا څخه دباندې په سمندري توقیف خونو کې بندیان دي، که د نوي قانون لمخې د طبي درملنې اړتیا په صورت کې استرالیا ته وړل کیږي نو هغوی به په همدغه کریسمس ټاپو کې ځای پر ځای کوي او درملنه به یې کوي.

د دغه توقیف مرکز د ۱.۴ میلیارده ډالري بودیجې په هکله خپاره شوي تفصیلي مالومات څرګندوي چې د موریس حکومت پلان لري چې پناه غوښتونکي هلته د څلورو نورو کلونو لپاره وساتي او که داسې وشي نو دغه پناه غوښتونکي به استرالیا ته د سمندر له لارې د ناقانونه تګ په جرم تر هغه وخته بشپړه یو لسیزه په توقیف کې تیره کړي.