د استرالیا حکومت وايي، له پنځوسو زیات هغه پناه غوښتونکي چې اوس په سمندری توقیف مرکزونو کې دي او د استرالیا امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي، که چیرې درملنې ته اړتیا ولري نو هغوی به د استرالیا په ځای د طبي درملنې لپاره د کرسمس ټاپو توقیف مرکز ته واستوي.

د استرالیا د مهاجرت پالیسۍ په اساس، هغه پناه غوښتونکي چې غواړي د سمندر له لارې استرالیا ته ورسیږي، په سمندر کې نیول کیږي او په پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو کې سمندري توقیف مرکزونو ته استول کیږي.

خو د استرالیا حکومت د فبرورۍ په میاشت کې په پارلمان کې په دغه قانون کې سختې ماتې سره مخ شو، کله چې اپوزیسیون او ځینو خپلواکو قانون جوړونکو، ډاکټرانو ته اجازه ورکړه چې له پاپوا نیوګینیا او نایرو څخه د طبي پاملرنې اړتیا په صورت کې استرالیا ته له زرو زیات هغه نارینه او ښځینه پناه غوښتونکي لیږدولې شي چې هلته دا مهال ساتل کیږي.

په دې تعدیل کې حکومت ته هم اجازه ورکړل شوه چې که د کوم پناه غوښتونکي د انتقال له امله د استرالیا ملي امنیت ته ګواښ پيښیږي، د هغه انتقال (ویټو) کولې شي.

خو د استرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، د ویټو واک محدوده دی او حکومت نشي کولې چې د هغه ۵۷ تنه پناه غوښتونکو د لیږد مخنیوی وکړي کوم چې ملي امنیت ګواښ ګڼل شوي.

ښاغلی موریسن وویل، «دا ۵۷ تنه پر جنسي تیریو، پر انترنت د افراطي عکسونو خپرولو او همدارنګه ترهګرو ډلو سره پر خواخوږۍ تورن دي، نو له همدې امله د طبې درملنې اړتیا په صورت کې به دوی د استرالیا پرځای د کریسمس ټاپو ته لیږدول کیږي.»

نوموړي همداراز زیاته کړه چې نوي قانون له حکومته هغه اختیار واخیسته چې په مرسته یې استرالیا ته د راتلونکو ناقانونه کډوالو مخنیوی کیدو.

خو بل خوا د موریسن مخالفین دی تورنوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې له ماتې سره مخ دی او له همدې امله د سرحدي امنیت مسلې څخه د ټاکنیز کمپاین په توګه ګټه اخلي ترڅو خپل ګوند ته رایې وګټي.