چـې مــــوسم یې د نـارنـج دګـل بـهـار شی
را پـه یـاد مې هـغـه ښکـلی نـنـګرهـارشی
د نــرګـس، ذنـبـق،نـارنـج د ګـل لـه فیضه
زړونـه مـست پـه نـڅـیـدو د هـردلـدار شـی
نـنـګـرهــار زمـوږ د ښـکـلـو ګـلـو ښـار کې
پـه سـپرلـی کـې دشـاهـی د بـڼ دربـار شی
د ربــــاب او د بــلبـل خـــــوږو نــغـمــو کـې
خوشحالی شی جم اوجوش بڼ اوګلزارشی
څـومـره ښکلې ښــــه فـضـا د طـبیعـت شې
رنـګـینـه ښـایـسـته ګـلان دپـیغلوهـار شی
ښـه فـضـــا شـاعـرانـه شــــی هــرې خـواتـه
افغـانـې ګـلشـن کـې ښـکـلی لالـه زار شې
سمیع الدین افغانی
ننګرهار