ړندې آینې
زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې
آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې
له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي
زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې
بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی
بیا سالو ده د چا سوې، بیا د چا سترګې ړندې شوې
شپه به خدایګو چې تمام شي، د ازغنو تیارو لارو
تیندکونه خورم غورځیږم، د سبا سترګې ړندې شوې
شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۳۰-۰۳-۲۰۱۰