دځوان شهیدحافظ عبدالمنان شعر
هم به مځکه هم اسمان وي زه بـــه نـــــه یم هم به ژوندهم بـــه جها ن و ي زه به نه یم
دځوانـــۍ پاڼـــــه خزان بــــــه مي کړي ژړه هم بـه باغ هم بـه بوستا ن وي زه به نه یم
چي بــــه ماورسـره تل ټوکـــــــې خنداکړل هم به ځواک هم به یارا ن وي زه به نه یم
د(اوباش)بدن به خاوری سې په ګورکي هم به شعرهم به داستا ن وي زه به نه یم
غــــــــــــــــزل
راکــــه جـــــــنابـــــــــــــه شونــــډې شرابــــه ګــرځــم خــــماري مسـت وخـــــرابــــــه
* * * *
پــــرمخ مې درومـــــې اوښکې رودونــــه کاندم لـــــه غـــمه ســـــاړه اهــــــونــــــه
سترګی می سرې دي یمـه بــــي خابـــــــه ګــرځــــم خـــماري مســـــت وخــرابـــــه
* * * *
خــــــوږمي ځیګردی پری په نشتردی وینی تری څاځي پری پـــرقـــــمردی
سختــــــه بیمــاریــــم ،یم پـــــه عـذابـــــه ګرځــــم خـــــماري مسـت وخــــرابــــه
* * * *
ګـــــــــرزم نـــــــاچــاره سیـــــنه پــــرهـاره وکــــه علاج مــي دخدای (ج)لپاره
دامـــــــــــــــــی دواده لوړکــړه عجابـــــه ګرځــــم خمـــاري مست وخــــرابــــه
* * * *
تـــــه مـي حبـــیب ئی درنــځ طـــبیب ئی تــــرټول جــهانــــه ماتــــه قریــــب ئی
اوباش مخمورکــړه پــــــه مــــیونابــــــه ګرځــــم خمــــاري مســت وخــــرابـــــه