پښتانه په پښتنو کې لټومه

ننکېالي په ننګېالو کې لټومه

د چړو په څوکو ځو د ېار کوڅې ته

شازلمي په شازلمو کې لټومه

زما لستوڼي کې د مار بچي وسيږي

ميړ ني په ميړ نو کې لټومه

د هدف په لوری ځو د لمر په وړانګه

جنګيالي په جنګيالو کې لټومه

ميکده او په مسجد اباسين ګرځي

زيرکان ېاران سړو کې لټومه

15 . 2 . 2010

جرمنی .. فرانکفورټ