غزل
څو چې ته د حسن سرمایه لرې نـــــــــګاره
واک کښې به تر هغې زمانه لرې نــــــګاره

دا د تورو څڼو خوشبویی د هسې نــــــــه ده
ګل سره ضرور کومه رشته لرې نــــــګاره
بیا د تورو سترګو ته نرۍ سلایی ورکـــــړه
بیا د چا مرګي ته اراده لرې نــــــــــــــګاره
زه یم چې د مات زړګي پوښتنه مې ونــکړه
ته یې چې د مات بنګړي دعوه لرې نـــګاره
خدای درباندې دومره بالا حسن لورولـــــــی
خدای که په ټول کلي کښې جوړه لرې نګاره

څه په نه خبره مرور شوې له درمانــــــــــه
څومره تنګه لنډه حوصله لرې نـــــــــــ‎ـګاره
قدرت الله درمان خوست