غزل

سرلارى مې د ژوند د انقلاب ته يې جانانه
قربان شم شاعرۍ ته مې اسباب ته يې جانانه

منم په دې وطن کښې څه د ښکلو کمى نه دى
خو ما پکښې يواځې انتخاب ته يې جانانه

ته بس په چک ختلى يې اقرار نه کړې کنه وي
مينې ته له مانه ډير بيتاب ته يې جانانه

تل تل چې مې پوښتې چې په د وران کلي کې څه کړم
نو واوره د پوښتنې ته ځواب ته يې جانانه

راپيښ چې په محفل شې محفل ټول د سپرلي ورور شي
نرګس ته يې غاټول ته يې ګلاب ته يې جانانه

درمان د خپل زړګي په قاتلانو پسې ګرځي
خبر شه چې په سر کې يې حساب ته يې جانانه

قدرت الله درمان خوست