د شعر مفهوم د شاعرانو له نظره

هسې خو شعر تعريف نه لري ، ځکه چې تعريف د هغه شي ځانګړنه ده چې ثابت وي ، او شعر هره شېبه د نوښت په حالت کې دی ځکه خو هره شېبه د تعريف له غړوندي سر وباسي ، خو د مفهوم له پلوه يې  حميد بابا  د زړه ويني ، د مړې د خولې وروستۍ نفس ، د وينو د اباسين څپې ، د حيرت له ښاره د پوځ وتل او د نيم ژواندې مارغه د خولې نغمه بولي، کاظم خان وايې چې شعر دوه بنسټيز څېزونه دي يو الفاظ او دوهم مضمون دی الفاظ د مضمون ګاڼه ده ، د عربانو مشهور کره کتونکي ژبپوه او ادبپوه جاحظ وايې :(( معناوې په لارو او کوځو کې پرتې دي  بانډچي او متمدن يې يو شان پيژني خو اعتبارالفاظو ته دی )) خو شحال خان بيا د ابن قتيبه او د يوه کره کتونکې په څير شعرتعريف کړی دی هغه په يوه اوږده قصيده کې کې وايې : (( شعر موزنې خبرې دي  چې په بديع او بيان پسولل شوي )) رحمان بابا هېله څرګنده کړې چې  د خپلې محبوبې خوشبويه  زلفې يې شي ، او په يو بل ځای کې يې ((له درده وتلی زګيروی ګڼي))

دا خود پخوانيو شاعرانو له نظره د شعرمفهومونه و ، خو د معاصرو شاعرانو له نظره د شعر مفهوم څه شی دی؟ د پښتو ژبې نوښګر شاعر پېرمحمد کاروان وايې : (( شعر مست بې مهاره اوښ دی ، شعر د زړه په مراندو د ټپي شويو لغتونو تړل دي ، که نثر ونه وبولو نو شعر د دغې ونې ګلونه دي )) استاذ نورالحبيب نثار بيا وايي (( شعر پيچ وخم خبرې دي))  خو  صديق الله بدر وايې (( شعر غير عادي وينا ده)) شرر ساپي وايي : (( شعر له پراته طبېعې نظام څخه بغاوت او د خپلو نفسياتو سره سم د يو نوې نظام جوړونه ده ))

عربي شاعر مازني وايې (( شعر هغه معاني دي چې انسان يې په زړه کې جوړوي ،په خپل فکر کې يې اړوي راړوي، له خپله زړه سره پرې خواله کوي او خپل عقل پکې رابلي )) يوبل مشهور شاعر شکري وايي :  ((شعر هغه هنر دی چې  د نفس رازونه تعبيروي او له يوې ځانګړې تجرې نه پنځول کيږي ))

معاصر شاعر نزار قباني وايې:

د شعر ليکل څومره اسان دي ... او په اړه يې خبرې څومره سختې دي ... شعر نڅا ده .. او په اړه يې خبرې ، د قدمونو څارنه ده .. زه په ډاګه وايم خوشاله يم چې ګډ شم ..او د خپلو پښو د حرکت په اړه په فکر کې نه شم .. ځکه مازې په دې اړه فکر زما موازنه له منځه وړي ..زه ګډيږم .. خو نه پوهيږم چې څنګه .. او شعر داسې ليکم لکه څنګه چې ماهي نه پوهيږي چې څنګه لامبو وهي .. او هوسۍ څنګه ټوپ وهي .. او سېنه څنګه د ځمکې له جاذبې نه  مخالفت کوي.
لیکوال : شرر ساپی