غزل

پر ما تېر شي د نړۍ د کاینات درد

دچا نوم راکوي ولې دومره زیات درد؟

 

مالیدلی دی  قیامت د مسکا شاته

مالیدلی ستا د تلو د ملاقات درد

 

زړه تنګي، ګرانې ستا یاد او خوږې څیړکې

رسولی مې خپل ځان ته په اثبات درد

 

بختور به اخلي ستا له لاسه زهر

بختور ته به رسیږي ستا سوغات درد

 

له ما تیرې کیسې هیرې دي رستمه

له ما واخله غم لړلی دا میرات درد  

     فضل الربي رستم